د چارسدې د امجدعلي کورنۍ هم لکه د زرګونو په شمېره کې د نورو پاکستانیانو په شان په اوکراین د روس د یرغل وروسته په جګړه کې ګېره شوي ده.
امجد علي په اوکراین کې کاروبار کوي او څه موده وړاندې پاکستان ته راغلی خو زوی او مېرمن یې دا مهال په اوکراین کې دي.
د وي اوای ډیوه خبریال ارشد مومند سره مرکه کې امجد علي وویل د خپل يولس کلن زوي تېمور علي سره د وټس اېپ ويډيو د لارې هره ورځ څلور پينځه وارې خبرې کوي او زوی ورته وايي چې په کور کې جوړ تونل کې پټ شوي دي د کور خوا کې د ډزونو اوازونه اوري، د کور نه په وتلو کې خطر محسوسوي او په کور کې ورسره د خوراکي شیانو کمی هم دی.
“ ډيره يره ده، حالات ډير خراب دي، د شپې ډزې کيږي، مونږ په سمسو کې ځان پټ ساتلې ”
امجد علي څه موده وړاندې پاکستان ته په رخصتۍ راغلی وايي په اتم مارچ يې اوکراین ته بېرته تګ و خو په اوکراین د روس د یرغل وروسته د پروازونو د بنديدو له امله یې د تلو څه لاره لا نه معلومېږي.
امجد علي وايي په يوکرېن کې يې د موبايلو د سامان دوکانونه دي يو دوکان یې په راکټ لګېدلی دی. "کاروبار مو پيخې په ځايې ولاړ دې، د موبائيلو دوکانونه مو وو، په يو باندې راګټ راغوځيدلې چې په مکمله توګه تباه شوی دی."
امجد علي وایي د مېرمن او د ماشوم بچې په اړه ډير انديښمن دی. "بچو سره د ورځې درې څلور ځل رابطه ساتو خو ډير غم راسره وي چې څه حال کې به وي، هغوي ځانله دي، ښځه او هلک دي څوک ورسره شته نه، دلته زه ډير انديښمن يم."
امجد علي وايي قریباً 20 کاله وړاندې تعلیم دپاره اوکراین ته و او اوس هلته د موبایلو او د مېرمنو د جامو دوکانونه لري.
په يوکرېن کې د پښتنو او د پاکستاني شهریانو کره شمېره نه ده معلومه خو وويل کېږي د زرګونو په شمېر کې پاکستاني زدکونکي او کار د پاره خلک تلي دي، د پاکستان حکومت د زدکونکو په اړه وويلي چې د سفارت سره په رابطه کې وسي او د خارجه چارو وزارت ويلي زدکونکي دي زر تر زره د نوپيل ښار ته لاړ شي او هلته د دوي سفارتخانه په مکمله توګه فعاله ده او کولې چې د دوي د يوکرېن نه راويستو بندوبست وکړي۔