چین پاکستان ته د ورپورې هغو دوه اربه ډالرو د ستنولو موده یو کال غځولې ده چې د روانې میاشتې په 24مه نېټه یې د ستنولو موده سرته رسېدونکې وه.
د پاکستان د خزانې وزارت پخپله اعلامیه کې د چین له لوري د دوؤ اربو ډالرو د پور د ستنولو د مودې غځولو پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې د پاکستان په اقتصادي ثبات اؤ رغونه کې د دوست هیواد چین معاشي همکاري دوامداره ده.
د خزانې وزارت ویلي چې د چین لخوا د خپل پور موده کې د یو کال پراختیا سره به د پاکستان د بهرنیو اسعارو د ذخیرو په پیاوړتیا کې لاس امداد وشي.
پاکستان په تېرو کلونو کې له چین څخه د پام وړ پورونه ترلاسه کړي دي. د 2023م کال د جولای میاشتې پورې، پاکستان له چین څخه 2.4 میلیارده ډالره پور اخیستی و، چې د چین د صادراتو او وارداتو بانک (اېکس اېم) له لوري ورکړل شوی و.
د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار د جولای پر 27مه اعلان وکړ چې د دې پور پرې کولو موده تر دوو نورو کلونو پورې غځول شوې ده.
پاکستان دا پورونه په بېلابېلو برخو کې کارولي دي. په ځانګړې توګه، د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (سي پيک) په چوکاټ کې، چې په 2013 کال کې پیل شو.
چین په پاکستان کې د بنیادي ځاندرې لکه سړکونو، رېلپټلۍ، بندرونو او بجلي ګهرونو په جوړولو کې پانګونه کړې ده. د دې پروژو لومړنۍ ارزښت 46 میلیارده ډالره و، خو وروسته 54 میلیارده ډالرو ته لوړ شو.
څېړونکي اؤ مطبوعات وایي چې له تېرو څو کلونو راپدیخوا پاکستان له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی. د بهرنیو اسعارو زیرمې یې کمې شوې، او د روپۍ ارزښت د ډالر په مقابل کې راټیټ شوی دی.
د 2023م کال په فبرورۍ کې، پاکستان له چین څخه 700 میلیونه ډالره پور ترلاسه کړی ؤ چې موخه یې د بهرنیو اسعارو د زیرمو پیاوړتیا وه.
تېره د فبرورۍ میاشت کې د کریډیټ د درجه بندۍ نړیوالې ادارې (فِچ) د پاکستان د بهرنیو ادایګیانو وضعیت ته اندېښنه څرګنده کړې وه او خبرداری یې ورکړی که د اي اېم اېف ارزونې وځنډېدې، نو د هېواد کریډیټ درجه بندي کې کمی راتلی شي.
راپور کې ویل شوي وؤ چې پاکستان باید په روان مالي کال کې 22 میلیارده ډالرو نه زیات پورونه ستانه کړي چې هغې کې 13 میلیارده ډالر دوهاړخیز پورونه دي.
Forum