لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چين د پيپلز لبرېشن ارمي مشر د پاکستان د وزيراعظم او پوځ سرلښکر سره ليدلي


CHINA-PAKISTAN/
CHINA-PAKISTAN/

د چين د پيپلز لبرېشن ارمي، پوځ د ځمکنيو ځواکونو مشر جنرل لي چياو منګ د پاکستان په سفر کې د وزیراعظم شهباز شريف او د پوځ سرلښکر جنرل عاصم منير سره ليدلي او په مختلفو موضوعاتو غږېدلي دي.

د پاکستان د سرکاري خبري ادارې اې پي پي ترمخه، وزيراعظم شهباز شريف د چین د پوځي مشر سره ليدنه کې ویلي، د پاکستان او چين ترمنځ دفاعي او سټراټيجيکي اړيکې د سيمې او ثبات دپاره اړينې دي.

هغه ويلي، پاکستان او چین د لسيزو راهسې سټراټيجيکي اړيکې لري، او دواړه هيوادونه د باور وړ دوستان دي او د دواړو هيوادونو اړيکې یې د پرمختيا دپاره ضروري بللي دي.

د خبر ترمخه، جنرل لي ويلي چين پاکستان ته په خپلو اړيکو کې لومړيتوب ورکوي، او په وړاندې بوتلو ته یې لېواله دی. نوموړي ويلي، د سيمه ييزه امن او ثبات د ودې او ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان د پوځ د کردار ستاينه کوي او د دواړو هيوادونو د پوځ د توان سېوا کولو او پاکستان سره د مرستو پراخولو په لړ کې د چين پيپلز لبرېشن ارمي ژمنه ده.

د پاکستان پوځ ویلي، د چين پوځي مشر په جنرل هېډ کوارټر پېنډۍ کې د پوځ د سرلښکر عاصم منير سره هم ليدلي، په دوه اړخيزه چارو، سيمې په امنیت، پوځي روزنې، او دوه اړخيزه دفاعي مرستو نورو پياوړي کولو باندې یې خبرې اترې کړي دي.

د چين پوځي مشر په داسې وخت کې د پاکستان سفر کړی او پاکستاني مشرانو سره یې ليدلي چې هم پرون د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په وسله والو بريدونو کې د 14 امنيتي اهلکارو په ګډون د 50 نه زيات کسان وژل شوي دي.

د پاکستان بلوچستان صوبې په ساحلي ښار ګوادر کې تېره میاشت د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ لخوا پرلت شوی وو، ګوادر د پاکستان او چين د اربونو ډالرو اقتصادي پروژې سي پېک مرکز هم دغه ښار دی.

پاکستان د جون په میاشت کې په ملک کې د ترهګرۍ او توندرۍ پرضد د عزم استحکام عملياتو اعلان کړی، د څيړونکو په خبره ښیې پاکستان دغه عمليات د چين په فشار کوي، خو پاکستاني چارواکي وايي، دا د پاکستان کورنۍ معامله ده.

د ‏مارچ په میاشت کې د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام کې د داسو ډېم په چينايي ‏اينجينيرانو ځانمرګی برید شوی، پينځه چينايي وګړي او پاکستانی ‏‏‏ډرايور یې پکې ‏وژل شوي وو.‏

‏د ياد بريد وروسته چین پاکستان کې د خپلو وګړو په تحفظ ژورې اندېښنې ښکاره کړې وې او د پاکستان له حکومت یې غوښتنه کړې وه چې د چین د ‏وګړو تحفظ باید باوري کړي.‏

د جون په سر کې د چين په سفر د پاکستان وزيراعظم شهبازشريف چينايي وګړو او سرمايه کارانو ته د مکمل امنيت او د ‏اسانتياو ورکولو د باور ورکولو ويلي وو.

او هم د جون په مياشت کې د چين د کميونسټ پارټۍ د نړيوالو چارو د مرکزي کمېټۍ وزير د پاکستان په سفر کې ویلي وو، د پرمختيا دپاره کورنی ثبات اړین دی او د پانګونو دپاره به ‏امنيتي حالات ښه کول وي په ښه امنیت کې به تاجران په په پاکستان کې پانګونې کوي.‏

د روانې میاشتې په سر کې د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف بيجنګ ته په اسلام اباد د ورپورې قرضونو د مودې تر پينځو کلونو پورې د غځولو رسمي خواست کړی او ويلي یې وو، چې په پاکستان کې د کار کوونکو چينايي وکړو په امنيت به هېڅ جوړ جاړی ونه کړل شي.

هم روانه میاشت د ګلګت بلتستان تاجرانو د چين او پاکستان پولې سره د سوست ډري پورټ یا بندر سره تېر شوي د قراقرم سړک باندې پرلت وهلی او دغه مهمه لار يې تړلې کومه چې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ، سي پېک برخه ده .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG