د پاکستان سپریم کورټ آییني بینچ په پوځي عدالتونو کې د ملکي وګړو د مقدمو اورېدنې کوي
د پاکستان په سپریم کورټ کې په پوځي عدالتونو کې د ملکي وګړو د مقدمو د اپیلونو اورېدنې په مهال د آییني بینچ قاضي جمال خان مندوخیل ویلي، مارشل لا غیرآییني ګام دى او په آیین کې يې اجازه نه شته، خو وایي مارشل لا د پوځي عدالتونو د اورېدنو سره څه تړاو نه لري. تفصیل د اسلام اباد څخه رابعه پیر وړاندې کوي: