د نړیوالې غېر حکومتي ادارې سېوکس مانیټر رپورټ کې ویل شوې، پاکستان سږکال د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، سربیا او اټلی سره د څار په لیست کې شامل شوی. دا هغه هېوادونه دې چې پکې د خلکو آزادي په چټکتیا سره کمیږي.
د پاکستان په سپریم کورټ کې په پوځي عدالتونو کې د ملکي وګړو د مقدمو د اپیلونو اورېدنې په مهال د آییني بینچ قاضي جمال خان مندوخیل ویلي، مارشل لا غیرآییني ګام دى او په آیین کې يې اجازه نه شته، خو وایي مارشل لا د پوځي عدالتونو د اورېدنو سره څه تړاو نه لري. تفصیل د اسلام اباد څخه رابعه پیر وړاندې کوي:
څیړونکو په پاکستان کې د ښه حکومت والۍ لپاره د نویو صوبو رامنځته کولو په سیاسي حل ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د نویو صوبو جوړول د اولس ښیګړې او قامي امنیت لپاره ضروري دي. نور تفصیل د اسلام اباد څخه رابعه پیر وړاندې کوي.
څيړونکي وايي، د وفاقي او صوبایي هڅو باوجود، پاکستان کې شاوخوا ۲۶ لکه ماشومان د سکولونو څخه بهر دي، علتونه یې د فنډونو د کمي پشمول د ځينو سمیو خرابه امنتې وضعه او د سکولونو خراب حالت دی.
د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير عطاالله تارړ ویلي، د 2023م كال د يونان د كشتۍ په پېښه كې د ککړو 17 مفرورو كسانو په شمول 436 انساني قاچاقبر نيول شوي او د انساني قاچاق برو د نیولو لپاره د انټر پول سره هم په رابطه کې دی.
پاکستان ویلي د امريکا د صدر ډانلډ ټرمټ تازه امرونو ته كتنه كوي او د امداد صورتحال په اړه له امريکايي چارواكو سره په رابطه كې دی۔ څېړونکی وايي د امریکا په مرسته په پاکستان کې د خلکو د ښېګړې لپاره روانې اکثره پروژې د امریکا د صدر د صدارتي فرمان څخه اغېزمنېدی شي. تفصیل رابعه پیر وړاندې کوي:
پاکستان ویلي، د امريكې صدر ډانلډ ټرمپ تازه حکمنانو ته كتنه كوي او د امداد د صورتحال یا مرستو په اړه له امريكايي چارواكو سره په رابطه كې دي. څیړونکي وايي، د امریکا په مرسته په پاکستان کې د خلکو د ښېګړې لپاره روانې اکثره پروژې د امریکايي صدر د حکمنامو څخه اغېزمنېدی شي.
د وایټ هاوس د قامي امنیت د اطلاعاتو سلاکار جان کربي ویلي، پاکستان په تېرو کلونو کې د امریکا د ترهګرۍ ضد هڅو کې مهم رول لوبولی خو هیڅکله یې هم سټرېټیجیک ملګری نه دی پاته شوی. څېړونکي وايي د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د امریکا هر يو حکومت د پاکستان سره مرستې کولی شي. تفصیل رابعه پیر وړاندې کوي:
د حکومت او پي ټي ای تر منځ د خبرو دویم پړاو وشو چې پکې د عمران خان او نورو بندیانو د خوشي کولو غوښتنه شوې. څېړونکي د خبرو شاته د پوځ د لاس لرلو امکان هم څرګندوي خو وایي د خبرو د کامیابۍ لپاره به دواړو اړخونو ته په خپلو طبیعتونو، غوښتنو او شرطونو کې نرمي راوستل وي. تفصیل رابعه پیر وړاندې کوي:
د پاکستان د وفاقي حکومت تحقیقاتي ادارې اېف ای اې د مقدمو خلاف په اسلام اباد کې خبریالانو احتجاج کړی، مقدمې يې د رایې پر ازادۍ د بندیز هڅه بللې او غوښتنه يې کړې چې د خبریالانو خلاف مقدمې دې سملاسي ختم کړی شي. نور تفصیل رابعه پیر وړاندې کوي:
پاکستان د خبریالانو دپاره خطرناک ملک بلل کېږي او د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کارکوونکي ادارې وايي سږ کال په پاکستان کې ۱۲ خبریالان وژل شوي دي
عوامي نېشنل ګوند تور لګولی، د تحريک انصاف ګوند د 26م نومبر د احتجاج وروسته اسلام اباد کې د خېبرپښتونخوا خلک ځورول کېږي، په زرګونو بې ګناه پښتانه نيول شوي او بندي کړل شوي دي.
د 26م اییني ترمیم لاندې جوړ شوی د جسټس امين الدين خان په مشرۍ د سپريم کورټ آیيني بېنچ په لومړي ځل د مقدمو اورېدنه پېل کړې ده. پاکستان تحریک انصاف د دغه 26م اییني ترمیم په ضد د روان نومبر په 24مه د احتجاج اعلان کړی. نور تفصیل رابعه پیر وړاندې کوي:
د پاکستان د بشرې حقونو کمیشن ایچ آر سي پي ویلي، په کورمه کې د خونړۍ جګړې په مخنیوي او د صوبې په دې حساسه ضلع کې د تلپاته امن په راوستلو کې حکومت ناکامه شوی او غوښتنه یی کړې چې په سمدستي توګه دې د کرمې شخړې ته پام واړول شي او وسلوال دې بې وسله کړی شي. تفصیل رابعه پیر وړاندې کوي:
پاکستان کې څيړونکي او خبريالان وايي، د امريکا د نوي صدر ټاکنه به یواځې د امریکا د کورني سیاست نه، بلکې د جګړې او شخړو په مینځ کې د ټولې نړۍ پشمول پر پاکستان هم اغېزې ولري. خو پاکستان به غواړي چې که هر څوک د امریکا صدر جوړيږي، ښې اړيکې ورسره وساتي.
امریکا یو څل بیا ویلي، د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان د حکومت په نسکورولو کې د امریکا د لاس لرلو تورونو هیڅ حقیقت نه لري او د عمران خان پر ضد د قانوني مقدمو پرېکړه به د پاکستان عدالتونه وکړي. عمران خان تور لګوی وو چې امريکا يې په حکومت نسکورولو کې لاس درلود. تفصیل رابعه پیر وړاندې کوي:
پاکستان کې د افغان طالبانو د حکومت استازي یا ناظم الامور مولوي سردار احمد شکیب ویلي، د دوی حکومت په پاکستان کې کېدونکې ترهګرۍ کې نه خو خوښي لري او نه یې ملاتړ کوي.
خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف د حکومت وزيراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، که د سپريم کورټ سينير جج چيف جسټس جوړ نه کړی شو، تحریک انصاف به احتجاج کوي.
نور کتل