د نړیوالې غېر حکومتي ادارې سېوکس مانیټر رپورټ کې ویل شوې، پاکستان سږکال د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، سربیا او اټلی سره د څار په لیست کې شامل شوی. دا هغه هېوادونه دې چې پکې د خلکو آزادي په چټکتیا سره کمیږي.
رپورټ له مخی، د پاکستان نوم د بشرې فعالینو پر ضد وروستي مقدمې چلولو، مخالفینو او اقلیتونو د مظاهرو مخه نیولو، او د ډیجیټل ځای محدودیتونو له امله په دغه څار لیسټ کې شامل شوی دی.
څیړنې او امنیتي مطالعاتو د مرکز سی ار ایس ایس مشر امتیاز ګل وی او اې ډیوه سره خبرو کې واېې: ”په پاکستان کې په اوسنې وخت کې د هغه ټولو خلکو لپاره حالات خراب دې چې د حکومت یا د څه ادارو سره اتفاق نه لرې او پرې تنقید کوې، که هغه جرنالسټان، وکیلان او که عام خلک وې. دغه لس دولس میاشتو کې د خلکو پرضد چې څومره مقدمې جوړې شوې دي، زه فکر نه کوم چې مارشل لا نه پس په یو حکومت کې د فعالینو پر ضد درج شوي. “
د سېوکس مانیټر رپورټ واېې، حکومت د بلوڅ یکجهتي کمیټۍ مشره ډاکټر ماه رنګ بلوڅ او د بشري حقونو فعاله او وکیل ایمان زینب مزاري پر ضد تورونه لګولي. په ۲۰۲۴ کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د بندیز لپاره د ترهګرۍ ضد قانون هم کارول شوی و.
رپورټ زیاتوې، پاکستان د بیان د آزادۍ قوانین سخت کړي، خبریالان هم د پیکا قانون لاندې په نخښه شوي. تیر کال په اکتوبر او نومبر کې د سیاسي مخالفینو لخوا د لاریونونو په مهال په سلګونو کسان د مبهم قوانینو له مخې نیول شوي، چې د سیوکس مانیټر له مخې د پاکستان له اړخه شوو د بشرې حقونو نړیوالو ژمنو سره سمون نه خوری.
د بشرې حقونو فعاله امنه مسعود جنجوعه واې: ” په پاکستان کې دا وخت بشرې حقونه ختم شوې او خپلو حقونو لپاره کارکول ترهګرې ګنل کیږي. خلک نور څه وکې، احتجاجونه کوې خو اوس پر احتجاجونو هم بندیزونه لګول کیږي. “
د پاکستان حکومت له اړخه دغه رپورټ ته څه عکس العمل نه دې ښودل شوې خو تیر کال دسمبر کې د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ ویلې وو پاکستان د ټولو لپاره د برابرۍ، انصاف او وقار ته ژمن دې.
د پاکستان د بشرې حقونو وزارت خپل ۲۰۲۱څخه ۲۰۲۶ پورې پنځه کلن عمل پلان کې ویلې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره اداري اصلاحات او د څارنې میکانیزمونه یی معرفي کړي دي.
خو ناقدین دا یوازې سیاسې بیانونه بللی او په اسلام اباد کې میشته خبریاله فوزیه کلثوم رانا واېې: ” په پاکستان کې روان تاوترخوالې له امله هیواد د کورنې او بهرنې خطرو سره مخ دی. حکومت غواړې کورنې ستونزې د خپلې خوښې تر مخه هوارې کړې خو د جرنالسټانو او بشرې حقونو کارمندانو پر ضد د عملیاتو له امله بهرنی فشار هم ډیر دې. تیر کال، د مطیع الله جان د نیولو پر معامله دیورپې یونین استازی جې ایس پې پلس ته اشاره کړې وه. حکومت ته به دغه ګامونو څخه ډډه کول وي که چېرې داسې نه وې نو پاکستان ته پر سفارتې او اقتصادې کچه زیان رسیدی شی.“
سیوکس مانیټر له پاکستان حکومت څخه غوښتنه کړې چې بشرې فعالینو پر ضد جعلي تورونه سمدلاسه لرې کړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ باندې بندیز ختم کړي.
Forum