لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعلا ګنډاپور د چیک پوسټونو ختمولو اعلان کړی، څېړونکي وایي په چيک پوسټونو یوازې ولس ځورول کیږي


د خيبر پښتونخوا وزير اعلا اعلان کړی چې په صوبه کې ګڼ شمېر چېک پوسټونه ختموي، خو نوموړي دا نه ده واضحه کړې چې د پوځيانو که د پولیسو چیک پوسټونه به ختم کړي یا که دواړه به له مینځه وړي؟

څيړونکي وايي په امنيتي چېک پوسټونو عام ولس ځورول کيږي او د بدامنۍ په مخنيوي کې د دې اغېز ډېر کم ښکاري۔

په پېښور کې وړمه ورځ خبري غونډې ته د صوبې وزيراعلا علي امين ګنډاپور ويلي په صوبه کې ګڼ شمېر چېک پوسټونه ختموي، نوموړې ويلي چېک پوسټونه ځکه ختموي چې په دې عام خلک ډير د تکليف سره مخ کيږي.

وزیراعلا ګنډاپور وویل اوس ډېرې چېک پوسټې ختموي چې عام ولس ته تکليف نه وي او دې سره د امنيت په اړه د عام اولس د مرستې پورا اميد دی.

هغه وویل "زمونږ يو ښه جرګه سسټم دی، مونږ يې بيا فعالوؤ، زما هغوي سره ناستې کيږي اوس به د هرې ضلعې په کچه دوي سره ناسته کوو ځکه چې د هرې يوې ضلعې مسلې مختلفې دي او د هغې ټولو به د حل لارې راويستل کيږي".

وزير اعلا دا نه دي ويلي چې په خېبر پښتونخوا کې څومره چېک پوسټونه دي ، او د پوځ د انتظام لاندې چېک پوسټونه به ختموي اؤ که نه یوازې به د پوليسو چېک پوسټونه ختميږي.

په چېک پوسټونو د ځورونې ګېلې وخت په وخت د عام ولس لخوا مخې ته راځي.

پښتون ژغورنې غورځنګ هم په پخپلو وړومبیو پينځو غوښتنو کې یوه غوښتنه دا لرله چې باید په چیک پوستونو د پښتنو د سپکاوي لړۍ ودرول شي.

د هغې وروسته بيا څه د مودې د پاره په چېک پوسټونو نرمي راوستل شوې وه خو دغې نه څه موده پس بيا ليدل کېده چې چېک پوسټونه زيات شول

څېړونکی حق نواز خان ډیوه سره خبرو کې وایي"اولنۍ خبره دا ده چې په دې چېک پوسټونو بعضې خلک دا نيوکې کوي چې دا چېک پوسټونه د خلکو د پاره د زخمت او د مشکل يوه وجه ده، او د هغې نه زيات د دې بل کوم حاصل نشته، صرف دومره يو نفيساتي خبره وي چې دلته په دې لاره يو چېک پوسټ دی، خو د دې نه زيات کوم (اثر) يې نشته"

د خېبر پښتونخوا وزير اعلا د ډېرو چېک پوسټونو ختمولو او خلکو ته د ستونزو کمولو خبره په داسې وخت کړې چې په يولسم اکتوبر پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتون قامي عدالت په نوم غونډه په خېبر ضلعه کې رابللې اود هغې د پاره يې د صوبې بېلا بېلو برخو کې د بلنې کمپېن هم پېل کړی دی۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG