لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کولمبیا وایي په غزه کې د جنګ په سر اسرایل سره سفارتي تعلقات ختموي


د کولمبیا سرښار بګوټا کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ یو لاریون ته تقریر کې ګوسټاوو د اسرایل مشرانو په اړه وویل چې دوی نسل کشۍ خوښوي
د کولمبیا سرښار بګوټا کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ یو لاریون ته تقریر کې ګوسټاوو د اسرایل مشرانو په اړه وویل چې دوی نسل کشۍ خوښوي

د کولمبیا صدر ګوسټاوو پېټرو ويلي هېواد به يې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په غزه کې د جنګ په سر اسرایل سره سفارتي تعلقات قطع کړي.

د کولمبیا سرښار بګوټا کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ یو لاریون ته تقریر کې ګوسټاوو د اسرایل مشرانو په اړه وویل چې دوی نسل کشۍ خوښوي.

ګوسټاوو وویل که فلسطین مړ کېږي، انسانیت مړ کېږي "خو مونږ به داسې کېدل نه پرېږدوو."

د اسرایل خارجه وزیر اېزرایل کاټز د ګوسټاو خبرو ته سخت ردعمل وښودلو او اسرایل سره تعلقاتو د ختمولو د کولمبیا فېصله يې حماس ته ډالۍ وبلله. کاټز په اېکس، پخواني ټوېټر، خپل پېغام کې وویل تاریخ به دا خبره یاده ساتي چې ګوسټاوو پېټرو د کرکي وړد داسې "بلاګانو" د طرفدارۍ فېصله کړې وه چې ماشومان يې سوځولي، ماشومان يې قتل کړي، ښځو سره يې په زور جنسي فعل کړی او بې ګناه ملکي کسان يې تښتولي وو.

په داسې حال کې اسرایل د غزه په جنوبي ښار رفح کې د حماس خلاف د پوځي عملیاتو تیاری کوي، د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اسرایل د دفاع وزیر یواو ګېلېنټ سره په ټېلې فون خبرې وکړې.

د امریکې د دفاع وزارت، پېنټګان، ترجمان وویل اسټن په دې خبر ټینګار وکړو چې په رفح کې د عملیاتو په ممکنه تګلاره کې دې د ملکي کسانو د ښار نه د انخلا او د انساني امداد خبره هم شامله وي.

اسټن د اسرایل دفاع سره د امریکې ژمنه هم تکرار کړه او د حماس په ولکه کې د یرغمال کسانو په غېر مشروط ډول ازادۍ غوښتنه يې هم وکړه. هغه غزه ته انساني امداد د زیاتېدو او د ملکي کسانو او د امدادي کارکوونکو د تحفظ غوښتنه هم وکړه.

د امریکې او د اسرایل د دفاع وزیرانو اسرایل ته د امریکې د خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د دورې وروسته خبرې وکړې.

بلېنکن د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو او د نورو اعلا اسرایلي چارواکو سره خبرې وکړې او د ځینو هغو کسانو کورنیو سره يې هم ولیدل چې حماس تراوسه په غزه کې یرغمال نیولي دي.

د سټېټ ډپارټمنټ، د امریکې د خارجه وزارت، ترجمان مېتیو مېلر وویل بلېنکن په دې خبره ټینګار وکړو چې دا حماس دی چې د ډز بندۍ په لاره کې ولاړ دی. حماس د څو هفتو د اوربند او د اسرایل د قېد نه د فلسطینیانو د ازادۍ په بدل کې د یرغمالانو د خوشي کولو تجویز لا نه دی منلی.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې په جواب کې اسرایل د فلسطیني مسلح ډلې خلاف جنګ شروع کړی دی. د حماس په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او حماس ۲۵۰ نور کسان یرغمال نیولي وو. تېر کال د نومبر په میاشت کې د عارضي ډز بندۍ په مهال د فلسطیني قېدیانو د ازادۍ په بدل کې ځینې یرغمالان ازاد کړی شوي دي خو ګمان کېږي چې تر ۱۰۰ پورې نور کسان د حماس په ولکه کې دي. د ۳۰ نورو کسانو په اړه وېل کېږي چې د حماس په ولکه مړه او یا وژل شوي دي.

د غزه د صحت وزارت وايي په فلسطیني سیمه کې جنګ دلاسه ۳۴۵۰۰ کسان وژل شوي دي، چې زیاتره ښځې او ماشومان دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG