لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې پر اییني ترمیم جنجال، بلاول وایي که مجبوره شو پر "ناخوښې" لاره به روان شي


د پاکستان په ایین کې د بدلونونو پر سر سیاسي اختلافونه هم هغه شان په ځای دي اؤ حکومتي ګوندونه نه دي توانېدلي چې د بیا بیا ملاقاتونو باوجود د جمعیت علما اسلام ګوند مشر د مولانا فضل الرحمان ملاتړ ترلاسه کړي.

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وایي که اپوزیشن ده ته ټولې دروازې وتړي نو بیا دی مجبور دی چې په یوه داسې لاره روان شي چې هغه به ناخوښې اؤ لانجمنې وي خو دی به له مجبورۍ د مسلم لیګ (ن) سره په ګډه د اکثریت له لارې قانون سازي وکړي.

څېړونکي وایي د اییني بدلونونو لپاره دا مهال حکومتي ګوندونه په پارلیمان کې اړین [په دریوؤ کې دوه برخې] اکثریت په لاس کې نه لري خو دا چې بلاول بوټو بیا هم د پارلیمان د لارې د قانون سازۍ دعوه کوي ښیي چې هغه د اسټیبلمشنټ په مټ د اپوزیشن ګوندونو د غړو د مرستې ترلاسه کولو یا مرستې ته د مجبورولو هڅه وکړي.

د عدالتي ازادۍ لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د پاکستان مرکزى حکومت ته په ليکلي خط کې اندېښنه څرګنده کړې ده چې مجوزه ایيني پېکج د عدالتي ازادۍ او د وګړو د منصفانه ټرایل حق د خطر سره مخامخ کولی شي.

د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان اؤ په قامي اسمبلۍ کې د مخالفې ډلې مشر عمر ایوب له وړاندې تورونه لګولي چې د اپوزیشن ګوندونو د پارلیمان غړو ته د اییني بدلونو د ملاتړ په سر د اربونو روپو د بډو ورکولو وړاندیزونه شوي اؤ هم په هغوي فشار راوړل کیږي چې باید د اییني ترمیمونو په حق کې خپله راي ورکړي.

خو دغو دواړو مشرانو نه ده واضحه کړې د پارلیمان غړو ته د بډو ورکولو هڅې څوک کوي.

د جمعې اؤ خالي په منځ شپه کې د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري یو وار بیا د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان سره په اسلام اباد کې لیدلي اؤ د اییني بدلونو په اړه یې ورسره خیالات تبادله کړي دي.

دغه لیدنه چې قابو تر یو ساعت یې دوام درلودو، په مطبوعاتو کې یې د نتیجې په اړه هیڅ نه دي ویل شوي اؤ نه پخپله مولانا فضل الرحمان یا بلاول زرداري په دې اړه څه ویلي دي.

تر دې دوه ورځې وړاندې مولانا فضل الرحمان اؤ بلاول زرداري یو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې ویلي وؤ چې د اییني بدلونو په مسوده اتفاق ته رسیدلي دي.

خو په سبا بیا مولانا فضل الرحمان د حکومت مخالف ګوند پي ټي آي د مشرانو سره یو ځاي مطبوعاتي کانفرنس کې په حکومت کلکې نیوکې وکړې چې د مخالفې ډلې پارلیماني غړي ځوروي اؤ د بډو ورکولو وړاندیزونه ورته کوي.

مولانا فضل الرحمان حکومت ته ګواښ کړی ؤ چې که له دې امله تېر نه شو نو دی به ورسره د مذاکراتو دروازه وتړي.

په مرکز کې د واکمن ګوند پاکستان مسلم لیګ( ن) مشر اؤ مرستیال وزیر اعظم اسحاق ډار ،د پيپلز ګوند وتلي مشر نوید قمر ،د تحریک انصاف ګوند مشرانو بېرسټر ګوهر،بېرسټر علي ظفر اؤ حامد خان هم د جمعې په ورځ د مولانا فضل الرحمان سره لیدنې کړي اؤ په مجوزه اییني ترمیمونو یې ترې پخپله پلوۍ مرستې غوښتې دي.

د تحریک انصاف مشر بېرسټر ګوهر مطبوعاتو ته ویلي چې هغه د مولانا فضل الرحما سره په اییني ترمیم اوږدې خبرې کړي اؤ دواړه خواوې د رایو اتفاق ته رسېدلي.

هغه ویلي چې په اییني ترمیمونو به زمونږ د رایو اتفاق د عمران لخوا د ورکړل کېدونکو هدایاتو سره مشروط وي

په حېدر اباد کې یوې جلسې ته خپله وینا کې د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي که اپوزیشن ده ته د اییني ترمیم لپاره لارې وتړي نو بیا به دی مجبور شي چې په یوه داسې لاره روان شي چې هغه به ناخوښې اؤ لانجمنه وي خو دی به له مجبورۍ د مسلم لیګ(ن) سره په ګډه د اکثریت له لارې قانون سازي وکړي.

هغه ویلي "مونږ په دې خبره سلا شوي یو چې ایین سازي باید د ګډې پرېکړې په اساس وشي اؤ اوس چې زه اسلام اباد ته لاړ شم نو هله به بېرته راځم چې اییني عدالت جوړ کړم"

"اسلام اباد ته په تګ کې به وروستۍ هڅه کوم چې اپوزیشن پخلا شي اؤ هڅه به مې وي چې په جایزه طریقه د ووټ له لارې ایین سازي وشي خو که داسې ونه شول نو بیا یوازې دعا کولی شو".

د پاکستان مرکزى حکومت له تېرې يوې مياشتې راهيسې د 26م دستوري بدلون او په عدالتي نظام کې د اصلاحاتو لپاره هڅې کوي او غواړي چې مخالف سياسي ګوندونه په دې سلا کړي خو په ظاهره ناکامه ښکاري.

د پاکستان بار کونسل په ګډون د وکيلانو سازمانونو غړي تور لګوي چې د مجوزه بدلون د لارې د هېواد د اساسي قانون په اډانه کې بدلون راوستل غواړي او د سپريم کورټ وزرې پريکوي.

د پاکستان بار کونسل غړی عابد شاهد زبیري وي او اې ډيوه ته وایي،پارليمان او حکومت په خپله ازاد نه دي، د پوځي اسټبلشمنټ ماتحت دي او په ايين کې د پراخه بدلون کولو حکم هم حکومت ته پوځي اسټبلشمنټ ورکړی دی.

د پاکستان پوځ د مجوزه ايیني بدلون په اړه کومه راې نه ده ورکړې خو په دې وروستیو کې د اسلام اباد هایکورټ د ځینو ججانو لخوا د پوځ په استخباراتي ادارې باندې عدالتي چارو کې د لاسوهنې تورونه لګول شوي وو.

لا تراوسه د مجوزه 26م اييني بدلون او په عدالتي نظام کې د اصلاحاتو په اړه حکومتي مسوده نه ده څرګنده شوې خو پاکستاني مطبوعاتو کې خواره شوي رپوټونه وايي په دې کې د وفاقي اييني عدالت جوړښت، د اعلا ججانو د ريټايرډ کېدو په عمر کې د دريوؤ کلونو اضافه او د سپريم کورټ د چيف جسٹس تعينات کولو په طريقه کار کې بدلون راوستل شامل دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG