لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: د نواز شریف په قضيو کې عدالتونو ضمانتونه غځولي


پخواني وزير اعظم او د مسلم ليګ نون ګوند مشر نواز شريف په کال 2018م کې له هيواده برطانيې ته د علاج لپاره تللی وو او نوموړې د اکتوبر په 21مه نيټه هيواد د په داسې حال راستون شوی چې په هيواد کې د انتخاباتو د نېټې د ټاکلو خبرې ردوانې دي
پخواني وزير اعظم او د مسلم ليګ نون ګوند مشر نواز شريف په کال 2018م کې له هيواده برطانيې ته د علاج لپاره تللی وو او نوموړې د اکتوبر په 21مه نيټه هيواد د په داسې حال راستون شوی چې په هيواد کې د انتخاباتو د نېټې د ټاکلو خبرې ردوانې دي

د احتساب عدالت نه د توشه خانې په قضيه کې د ضمانت وروسته اسلام آباد هايکورټ هم د ايون فيلډ او العزيزيه سټېل ملز په مقدمه کې د پخواني وزير اعظم نواز شريف ضمانت د اکتوبر تر 26مې نېټې پورې غځولی دی.

د پخواني وزيراعظم نواز شريف د ضمانت غځولو نه وړاندې عدالت د احتساب د قامي ادارې [نېب] د نماينده نه پوښتنه وکړه چې نېب خو به په ضمانت کې د توسيع ورکولو په اړه څه اعتراض نه لري؟ په ځواب کې د نېب پراسيکيوټر په نفي کې ځواب ورکړی دی.

په اورېدنه کې د اسلام آباد هايکورټ جج جسټس ګل حسن اورنګزيب د نېب د پراسيکيوټر نه يو ځل بيا پوښتنه وکړه ايا نېب دا ويل غواړي چې په پخواني وزير اعظم نواز شريف باندې به د بډو رشوتونو تورونه په ځاي وي خو نواز شريف دې پريښودل شي، خو د نېب نماينده بيا په خپل ځواب کې وويل چې نېب نواز شويف نيول نه غواړي.

د مسلم ليګ خېبر پوښتونخوا مشر اختیار ولي وايي، "مونږ تل د قانون احترام کړی دی او زمونږ لېډر او جماعت پوخ يقين لري چې عدليه ازاده وي نو بيا انصاف ملاويږي او د سپريم کورټ د پخوانيو دواړه مشر قاضيانو عمر عطا بنديال او ثاقب نثار په عدالت کې انصاف ترلاسه کېدل مشکل وو".

د اورېدنې وروسته اسلام آباد هايکورټ د پخواني وزير اعظم نواز شريف حفاظتي ضمانت د اکتوبر 26مې نېټې پورې غځولی دی.

له دې وړاندې نن د نهې په ورځ د اسلام آباد احتساب عدالت جج محمد بشير د توشه خانې په قضيه کې هم د پخواني وزير اعظم د لس لکه روپو د مچلکو په عوض د نواز شریف ضمانت منظور کړی او د قضيي اورونه يي د نومبر تر 20مې نېټي پورې ځنډولې ده.

د سياسي او عدالتي چارو خبريالان وايي د احتساب د محکمې چلند د پخواني وزير اعظم نواز شريف سره هغه شان نه وو څنګه چې پخوا وو.

خبريال آصف بشير چودري وايي،"پخوا هم د نواز شريف د اقتدار څخه د لرې کولو لپاره د عدالتونو اوږه کارول شوې وه او اوس هم په ظاهره داسې ښکاري چې نواز شريف په واک کې راوستل غواړي او يو ځل بيا د دې لپاره عدالتونه استمعالول کيږي".

د دې تر څنګ د پنجاب نګران کابينې هم پخواني وزير اعظم نواز شريف ته د ال عزيزيه سټيل ملز په قضيه کې اوورل شوې سزا معطل کړي ده او د پنجاب د اطلاعاتو نګران وزير عامر مير مطبوعاتو ته ويلي چې کابينې دا سزا د فوجدارۍ قانون د 401 مادې لاندې د ترلاسه اختياراتو په کارولو معطل کړې ده.

د سياسي چارو کارپوه ساټ حماد حسن وايي، مخکې هم د سياستمدارانو سره نېب سخته او نرمه رويه خپله کړې وه خو اوس د نېب چلند د راتلونکې سياسي منظرنامې عکاسي کوي.

پخواني وزير اعظم او د مسلم ليګ نون ګوند مشر نواز شريف په کال 2018م کې له هيواده برطانيې ته د علاج لپاره تللی وو او نوموړې د اکتوبر په 21مه نيټه هيواد د په داسې حال راستون شوی چې په هيواد کې د انتخاباتو د نېټې د ټاکلو خبرې ردوانې دي.

د پاکستان پيپلز ګوند چېرمېن بلاول بټو زرداري تيره ورځ د انتخابي کمېشن څخه زر تر زره د انتحاباتو د نېټې اعلانولو تر څنګ د ټولو سياسي ډلو لپاره د ليول پلېنګ فيلډ يا ټولو سياسي ګوندونو ته د يو شان ماحول برابرولو غوښتنې کړې وې.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG