لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي پي این اي :  "په پاکستان کې د میډیا د څار یواځې یوه اداره نه منو"


پاکستان کې د ورځپاڼو مديران او خبریالان واي په هېواد کې دوي د حکومتي فشار سره مخ دي او په ظاهره اذاده میډیا د لوې شمير حکومتي قدغنونو سره مخ ده. مدیرانو د قدغنونو د ختمیدلو غوښتنې هم کړي دي.

د پاکستان د ورځپاڼو د مديرانو تنظيم کونسل اف پاکستان نيوز پيپر ايډيټرز د مرکزي حکومت هغه قانوني مسوده رد کړې ده چې غواړي د مطبوعاتو ، اليکټرانکي او ټولنيزو ويب پاڼو د انتظام لپاره د پاکستان ميډيا ريګوليټري اتهارټې په نامه یواځې يوه اداره جوړه کړي .

د کونسل په ګډ بيان کې ویل شوي دي د حکومت مجوزه قانون مقصد دا دی چې په هېواد کې د خيال د ازادۍ حق ختم کړي او د اولس نه اطلاعاتو ته د رساې حق وتروړي .

د کونسل صدر عارف نظامي ډيوه ريديو ته وویل ، ددې قانون مرام په ميډيا قدغن لګول دي او نه پوهيږي چې څنګه حکومت د پرنټ او اليکټرانکي ميډيا دپاره گډه اداره جوړوي ولې چې د هرې ميډيا کار او ضرورت د يو بل نه بيل دی.

ښاغلی نظامي واي، په پاکستان کې د ميډيا کار د وړاندې نه لا نور هم ډير سخت شوی دی . دهغه تر مخه يو اړخ ته که ميډيا د مذهبي تندرو د ګواښونو سره مخ ده ، ژرنلسټان وژلې شويدي نو بلخوا د اخبارونو په اولس ته په رسولو یعني سرکولیشن ته خنډان ودورل کیږي.

د خبریالانود خوندي ساتلو ادراه کمیټي ټو پروټیکټ جرنلیسټس تر مخه پاکستان په نړۍ کې د ژرنالسټانو لپاره يو خطر ناک هېواد دی. شيمرې ښاي چې د کال ٢٠٠١ راپه دیخوا په پاکستان کې ١٢٠ صحافيان وژلې ‍شويدي خو قاتلان ې نه خو نیول شوي او سزا شوي دي.

حسن خان په اسلام اباد کې یو خبریال دی هغه واي. دا مهال په خبریالانو د ویرې یو خپسه ناسته ده، د ښاغلي خان تر مخه خبریالان يواځې هغه خبرې کولې شي کوم چې په لارو کوڅو کې د عامو خلکو مفکوره ده ، څيړنيز صحافت او سوال کول په وسني حالاتو کې ګران شويدي .

څيړونکي نظر لري چې په پاکستان کې په مذهبي سخت دريزۍ ، ټوپک مارۍ او په تيره بیا دهېواد د طاقتور پوځ په سياست کې لاس وهنه باندې خبرونه ورکول یا څیړنه کول په توره پورې څټ مږل دي، یعني د مرگ د خطر سره لوبې کول دي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG