هڅې د خپلو بچو د سکول بیګونو ته مې کتل نوخپله د سکول بسته مې رایاده شوه. د ملیشې په ټوکي کې تړلې شوې، د تامړې د تور سلیټي د پاسه د کتابونو او کاپیانو پړۍ ، چې په سر به ېي جومیټري بکس او په ډډه کې يې د تورۍ سۍ (سیاهي) مشواڼۍ او د خوډلې یا د نل جوړ قلم او د خارونود خټ سپینه مټه یا ټکړه،
چې کله کله به تری د بسکټ یا چاکلیټ کار هم اخستې شو. د بستې تړل ځان له یوه پوره استازي وه. د بستې په خته به دی سلېټی او کتابونه داسې کیښودل چې ګوټ په ګوټ برابر وي. ګڼې په بسته کې به قغاچ راتلو. او بیا به پکې ترخ ته د زوړندولو د پاره جوړه غوټه برابر نه راتله. دغه غوټه چې رسا به ېی د اوګې مینځ چاپي کوو. او لکه زما په شان ټپ ټېپ ماشوم له خو به يې په اوږه کې بریخ راوستو. چې بیا به د بستی نه بغیر هم کوګ کوګ ګرځیدو.
زما او د هغه نورو وړو چې کورونه يې د سکول نه لري وو. په بستو کې به یو بل وړوکي پنډولې هم پټ پروت وو. چې سکول ته د تلو په وخت کې به ېی راله ډوډی سیزه. او په ریسس (Recess) کې به مو غلې، د نورو وړو نه پټ د خوړ غاړی له راوړو. او پراټه به مو تری رابهر کړه. قد په قد پرته یخه پخه پراټه چې خوند ېي اوس هم زما په خله کې دی. اکثره به مو په څادر کې خله پټه کړی وه. او پټه پټه مو خوړه. نه پوهیږم د دغې کورنۍ پراټې په خوراک به ولی شرمیدو. خداېې خبر دی نو. کیدی شي چې دغه مو خپله غریبي یا بی وسي ګنړله نو ځکه به موپټوله .
د بستې خته، چې اکثره به ېې د توری سۍ بت اخستې وو، به په ګرانه میاشت ته رسیده. ولې چې د وسپنی د سلېټي تیره ګوټونه به تری ډیر په اسانه پوری راپوری اوتل. او پته به ېی هله لګیده چې کله به سکول ته ورسیدو او د بستی نه به قلمونه، پنسلونه، مشواڼۍ او تکړه راخسته نو د بستې په سوري به پوهه شو.
د هغه وخت بسته کې هم د پښتون د ټوپک او غاړکۍ تصویر ښکاره وو. بسته به لکه د غاړکۍ د ماشوم اوږی ته ځوړنده وو. او په لاس کې به ورسره تختۍ وه. چې د جنګ جګړې په وخت کې به په کار راتله. او اکثره به تری په داسې موقعو لاسکي اودانګل اوبونډۍ به پاتې شوه.
خو بیا هم فاېده يې وه. د هغه زما نې استاذانو به وېل چې د خوډلی په قلم تختۍ لیکلو سره خط ښه کیږي. خو عجیبه خبره دا ده چې تختۍ لیکل او بیا په خوړ کې وینځل او ورپوری مټۍ مګل او بیا په غرمو وچولو باندی به ډیر وخت نه لګیدو؟؟
چې ښه نمر به وو نو ټوله ورځ کې به په ګرانه دری تختۍ لیکلې کیدی شوې. او بیا چې به استاذ املا وېله یا به ېې خوشخطي کتله – نو ورځ به تیره وه. او د اکرام په شان هوښیارو هلکانو به په وخت خپله بسته کلکه تړلې وه. او تختۍ په لاس به ېې پاړو ته تیاري کوله. ایک دونه دونه – دو دوني چار- -( څه دریاد شو؟؟)