لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره اسماعیل خان: پوځ په عملیاتو کې د پینځو وسله والو د وژلو دعوه کړې 


د پاکستان پوځ دعوه کړې ده چې په وروستیو کې د خېبر پښتونخوا په ناارامه شوې ډېره اسماعیل خان سیمه کې یې د ترهګرو په ضد عملیاتو کې پینځه وسله وال وژلي دي.

د پوځ مطبوعاتي څانګې آي ایس پي ار د جمعې په ماښام خپل بیان کې ویلي دا عملیات امنیتي ځواکونو په سیمه کې د ترهګرو د شتون په خفیه اطلاع ترلاسه کولو کړې دي.

پوځ دعوه کړې چې د عملیاتو په مهال وسله والو سره په ډزو کې پینځه ترهګر وژل شوي چې پکې د هغوي مشر شفیع الله عرف شفیع هم شامل دی. پوځ وایي د وژل شوؤ ترهګرو څخه یې وسلې اؤ نور مهمات هم ترلاسه کړې دي.

د پوځ بیان کې د وژل شوؤ وسله والو نوره پېژندګلو نه ده ښکاره کړل شوې خو ویل شوي چې هغوي په امنیتي ځواکونو بریدونو اؤ د عامو خلکو په هدفي وژنو کې ککړ وؤ.

تر دې درې ورځې وړاندې هم امنیتي ځواکونو د خېبر پښتونخوا صوبې په دریوؤ بیلابیلو سیمو مومند قبایلي ضلعه،پېښور متنو اؤ کرک کې په ترسره شوؤ عملیاتو کې د ۱۹ؤ وسله والو د وژلو دعوه کړې وه.

پوځ منلې وه چې په دغو عملیاتو کې یې درې عسکر هم وژل شوي وؤ.

د تېرې میاشتې په وروستیو کې هم پوځ د افغانستان د پولې تر څنګ شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو سره نښته کې د ۹ ترهګرو د وژلو اؤ ۷ نورو د ژوبلېدو دعوه کړې وه

پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو په نوم غېردولتي ادارې په خپل کاليز رپورټ کې ويلي، پاکستان کې په تېر کال 2024م کې ترهګر بریدونه 40فيصده سېوا شوي او تر ټولو زياتو بريدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان (ټی ټي پي) منلي دي.

پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز، پيکس ويلي، تېر کال په ترهګرو بريدونو او امنيتي ځواکونو په عملياتو کې په مجموعي ډول 1969 کسان وژل شوي، چې پکې 950 ترهګر، 527 امنیتي اهلکار او 489 ملکي وګړي شامل دي.

د پيکس ترمخه، تېر کال د ترهګرۍ ټولې 905 پېښې شوي، 1177 کسان پکې وژل شوي او 1292 ژوبل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG