لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې له نشو روغه شوې مېرمن "سدره" د نشې د مخنیوي هسپتال کارمند ته واده شوه


په پېښور کې د اییس په نشته اخته یوه مېرمن سدره په هسپتال کې له نشې اوښتو وروسته د همدغه هسپتال په یو سکیورټي ګارډ یا ساتونکي واده شوه اؤ خپل نوی ژوند یې پیل کړو.

پيښور کې ځای په ځای د نشې عادي خلک لیدل کیږي، څوک په لارو او کوڅو کې بې یار و مددګار پراته وي او څوک کباړ ټولوي چې هغه خرڅ کړي اؤ ځانله پرې نشه واخلي، سدره خان هم پينځه میاشتې مخکې د آيس د نشې عادي وه او پېښور کې به د یو پول لاندې پرته وه.

سدره بي بي پينځه کاله د آیيس یا کرسټل میت د نشې عادي وه او ګډا به یې کوله چې په دغه پيسو ځان ته نشه واخلي.

هغه د نشې دې عادت د کور نه وتلو او د پطښور د یو پول د لاندې په ژوند کولو باندې مجبوره کړې وه چرته چې به نور هم د نشې عادي خلک پراته وو، خو تېرو پينځوؤ میاشتو کې د سدره علاج وشو او اوس هغې یو نوې ژوند شورو کړ.

په کوم هسپتال کې چې د سدره علاج شوی هم ددغه هسپتال یو سیکورټي ګارډ سدره بی بي په نکاح واخسته.

د خپل واده دستوره کې د ناویتوب په سره جوړه اؤ سره بنارسۍ کې تیاره شوې سدره ډیوه سره د خبرو په مهال خپل د نشو ژوند یادوي اؤ وایي "‌‌‌ډيره سخته زندګي وه زما، ‌‌‌‌‌‌ډيره ګنده زندګي وه او اوس شکر دی، بس توبه وباسم د هغه زندګۍ نه او د هغه هر څه نه".

هغه د خپل ژوند د نوي ملګري اؤ خپل واده په اړه وایي "ددې هلک زه ‌‌‌‌‌‌ډېره خوښه وم او ماته یې د حیا عزت د څادر پسرولو وویل نو ما وويل چې دا ښه موقعه ده د هغه دنیا او هغه تیارو نه د راوتلو نو بس د عزت زندګی ښه ده".

د پېښور یوې غیر دولتي ادارې سیو لایف ‌فاؤنډيشن د سدره ژوند نه دغه تیارې لرې کړلې، د هغې علاج یې وکړو او هم د دغه ادارې یو کارکوونکي محمد عابد چې پخپله یې هم د نشې عادت نه دعلاج د لارې ځان خلاص کړی، سدره سره د نکاح د لارې هغې ته د یو نوي ژوند شورو کولو موقع ورکړه.

‎محمد عابد ډيوه سره خبرو کې وایي" چئيرمین صیب د دې (سدره) څه ویډیوګانې شریکې کړې چې دا جینۍ اوس ښه شوې ده اؤ دا به اوس له علاج وروسته چرته ځي، نو ما خپل مور پلار ته وویل چې زه به دې جینۍ سره واده کوم، د عزت څادر به پرې اچوم او هغوي مې څه په منت زارۍ رضا کړل. انشاء الله دې ته به څه تکلیف نه وي دا به ما سره خوشحاله وي".

‎د محمد عابد او سدره بي بي دې نوې ژوند شورو کولو کې د سیو لايف فا‌ؤندیشن مشر حکیم خان لکه د یو پلار پوره پوره مرسته کړې ده هغه وایي:

"دوي ته ما د خپل طرف نه کور، دواړو ته جاب، د دوي د جهیز سامان چې څومره وو. د پروګرام د دې نکاح چې څومره اخراجات وؤ هغه ټول ما برداشت کړل اؤ د یو لور په حیثیت سره د دې دپاره زما د سکه لور په شان جذبات دي او د دوئ په سر به زما لاس وي".

‎د واده دستوره کې شاملو یو شمیر کسانو ډیوه ته وویل د سدره بي بي په شان د نشې د نورو عادی خلکو علاج لپاره حکیم خان غوندې خلکو او ادارو سره د حکومتي مرستو ضرورت دی چې دغه سهولتونه عام شي او د نشې لعنت له مینځه ووځي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG