لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصادپوهان: د پاکستان اقتصاد هله پیاوړی کېدای شي چې پوځ امنیت اؤ حکومت اقتصادي اصلاحاتو ته پام وکړي


د اقتصادي چارو ماهرين وايي که د پاکستان پوځ امنیت ټینګ وساتي او حکومت پراخه اقتصادي اصلاحات وکړي نو بيا ممکن ده چې پاکستان په اقتصادي لحاظ سره يو څه استحکام ومومي.

تر دې وړاندې د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير وېلي وؤ، په اوسني دور کې د اقتصادي استحکام پرته بشپړه ازادي ممکنه نه ده او زياته کړې یې ده چې د پاکستان د سوکالۍ او پرمختګ په وړاندې به بې ثباتي ونه زغمل شي.

د پاکستان د پوځ مشر دغه خبره په داسې وخت کې کړې ده چې د پاکستان حکومت د نړیوالې مالياتي ادارې اي اېم اېف ته د نورې قرضې خواست کړی دی او ورسره هڅه کوي چې د دوستو هېوادونو څخه پانګونې هم راوړي.

پاکستان دا وخت د خراب اقتصادي صورتحال، سياسي عدم استحکام او د ترهګرۍ د ګواښ سره مخ دې او څېړونکي وايي د اي اېم اېف څخه د پور د يو اوږد مهاله پروګرام لاسلیک کولو ترڅنګ دغه هېواد ته د پراخه اقتصادي اصلاحاتو هم ضرورت دی.

د اقتصادي چارو کارپوه او استاد ډاکټر انور شاه وايي د آي اېم اېف پور د پاکستان د اقتصادي ستونزو عارضي حل دې.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې ډاکټر انور شاه وایي د پاکستان اصل مسله داد ه چې د ډالرو په امدن او لګښت کې توازن نه شته او د ده په وینا دا عدم توازن به هله ختميږي چې پاکستان د نورو هېوادونو سره تجارت زيات کړي:

"چې داسې د بهر دنيا نه ډالر وګټو، بهرنیو هیوادونو ته خپل لېبر فورس ولېږو، نو تر څو چې داسې ونه کړو نو د آي اېم اېف سره 24 څه چې 26 پروګرامونو ته هم تللې شو".

د پوځ د ویاندې ادارې آي اېس پي ار ترمخه ، جنرل عاصم منير ویلي، پوځ به د پاکستان د اقتصادي پرمختیا دپاره هر ډول ممکنه مرستې ورکوي، او پوځ به د کوټلي ملي امنیت او ګډې خېر ښېګړې د هڅو په لړ کې خپل کردار ادا کوي.

له دې دوه ورځې وړاندې د پاکستان د خزانې مرکزي وزير محمد اورنګزيب تمه څرګنده کړې وه، چې د روان مالي کال 2023 / 2024 تر پائ به د پاکستان د غېر ملکي ذر مبادلې ذخيره لس اربه ډالرو ته ورسيږي.

د مالي چارو کارپوهان وايي د پاکستان حکومت د پوځ تر مشرۍ لاندې د نړیوالو پانګوالو هڅولو لپاره د اېس اي اېف سي جوړه کړې ده خو دغه ادارې لا تراوسه پورې کوم عملي کار نه دې کړې.

اقتصاد پوهه شهريار بټ ډیوه سره خبرو کې وویل ، که چرې د پاکستان حکومت د معیشت په دستاویزي کولو کې کامياب شي د توک پرچون کاروبار کونکي او واړه دوکانداران، زراعت او د مځکو کاروبار کوونکي يې د ټېکس په داېره کې راوستل نو دا به د هېواد د کمزوري اقتصاد ښه کولو په لوري غوره ګام وي.

نړيوال بېنک د تېر زيارت په ورځ خبردارې ورکړی ؤ چې په منځني ختيځ کې روانه شخړه، د ګرانۍ د ستونزې په هواري کې په نړيوالو هڅو کې ځنډ اچولې شي او دا په ګرانې کې د لا نورې اضافې سبب ګرځېدې شي

اقتصاد پوهه ډاکټر عابد قيوم سلهري وایي ،که په مينځني ختيځ کې تاو تريخوالې سېوا کېږي نو د تېلو نرخونه به ورسره هم زياتيږي نو د ډالرو د کمي سره مخ د پاکستان لپاره به دا يو بد حالت وي.

د نړیوال بېنک د اندازې ترمخه د موجوده حالاتو په تناظر کې د ګرانۍ په کچه کې به سږ کال نزدې يو فيصد اضافه کېږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG