ایورپي اتحاد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې یو این ایچ سي آر سره په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د خیرښېګړې په چارو کې د مرستو برابرولو لپاره د 36 میلین یورو تړون لاسلیک کړی دی.
یورپي اتحاد د جنورۍ په 17مه په خپل یو بیان کې ویلي، له دغو پیسو به په افغانستان، ایران، پاکستان او د منځنۍ اېشیا په هیوادونو کې میشت افغان کډوالو او د هغوی کوربه ټولنو ته مرستې برابرې شي.
په بیان کې ویل شوي د یورپي اتحاد دغه مرسته به افغانستان ته د لکونو ستنېدونکو کډوالو او په دې هیواد کې بې ځایه شویو کورنیو ته د متبادل معیشت د فرصتونو په برابرولو او بنیادي خدمتونو د چمتو کولو په چارو کې ولګول شي:
"د یورپي اتحاد دا مالي مرسته د ملګرو ملتونو د کډوالو د د ادارې د 110 میلین یورو د پراخ پروګرام یوه برخه ده".
یورپي اتحاد وايي افغانستان د نړۍ په هغو هیوادونو کې دی چې زیات شمېر وګړي یې د کډوالۍ ژوند کوي او په ټولنه نړۍ کې یې د رجسټر شویو کډوالو شمېر 2.6 میلینه دی چې 2.2 میلینه یې په ایران او پاکستان کې اوسېږي.
په بیان کې ویل شوي چې له دې پرته 3.2 میلیونه کسان په افغانستان کې دننه بې ځایه شوي دي او د 2023م کال له ستمبر میاشتې را وروسته په لکونو نور افغان کډوال له ګاونډیو هیوادونو خپل ملک ته ستانه شوي دي.
یورپي اتحاد وایي که څه هم په اوس وخت کې په افغانستان کې کومه فعاله جګړه د خلکو د بې ځایه کېدو بنیادي سبب نه جوړېږي، خو وایي دا هیواد له بشري بحران سره مخ دی چې پکې د خوندیتوب شدید مسایل شامل دي:
"د جنسیت په بنیاد تشدد، د ماشومانو کارونه [چایلډ لېبر]، د ښځو او نجونو د ګرځېدو او نورو حقونو په برخو کې محدودیتونه پکې شامل دي".
یورپي اتحاد دا هم ویلي چې افغانستان د موسمي بدلون بدو اغېزو هم زیانمن کړی دی چې وایي پرله پسې پکې قدرتي آفتونه راځي.
د یورپي اتحاد په بیان کې ویل شوي، د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره به د کډوالو د رجسټر کېدو او هغوی ته قانوني مرستې او بنیادي خدمتونه لکه د روغتیا او تعلیم په برخو کې خدمتونه چمتو کړي.
په افغانستان کې د یورپي اتحاد د پلاوي یوې مشرې ورونیکا بوسکوویچ پوهر ویلي، یورپي اتحاد به له هغو افغانانو سره خپلو قوي مرستو ته دوام ورکړي چې د تګ راتګ په حال کې دي:
"له یو این ایچ سي آر سره دا نوې مرسته په دې برخه کې د یورپي اتحاد د سترو هڅو یوه برخه ده چې په افغانستان کې دننه او ګاونډیو هیوادونو کې بې ځایه شویو ښځو، سړیو او ماشومانو ته د کډوالۍ د فرصتونو د ملاتړ او بنیادي خدمتونو په برخو کې ترسره کیږي".
میرمن پوهر ویلي د یورپي اتحاد دا مرسته به د خلکو او ټولنو د ژوند په ښه کېدو کې مهم رول تر سره کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر عرفات جمال ویلي، په دې مرسته به نه یواځې بې ځایه شویو کورنیو ته د ژوند ژغورنې لپاره خدمتونه وړاندې شي، بلکې د هغوی د اوسېدو اړوند ټولنو ته به هم ترې ګټه ورسیږي:
"له یورپي اتحاد سره دا اوږدمهاله ملګرتیا زموږ په هڅو کې د پام وړ ګام دی چې په کوربه هیوادونو کې د را ستنېدونکو افغانانو او کډوالو ملاتړ وکړي".
د یورپي اتحاد په بیان کې ویل شوي دي چې دا پروګرام د روان 2025م کال په جنورۍ میاشت کې پیل کېږي او د 2027م کال تر دسمبر میاشتې پورې به دوام ومومي چې د کډوالو د ژوند پر بیارغونه او پیاوړتیا به ولګول شي.
د 2021م کال په اګست میاشت کې چې طالبان بیا پر افغانستان د وسلو په زور واکمن شوي له دغه هیواد سره نړیوالې مرستې ډېرې کمې شوي دي، چې له امله یې ملګري ملتونه افغانانو ته د بشري مرستو د ځینو پروګرامونو بندیدو او یا محدودولو ته اړ شوي دي.
ملګرو ملتونو په 2024م کال کې په افغانستان کې د بشري پروګرامونو د دوام لپاره له نړیوالې ټولنې د شاوخوا درې ارب ډالرو غوښتنه کړې وه وایي د تېر کال تر نومبر میاشتې یې ددغو پیسو یواځې 31 فیصده بودیجه برابره تر لاسه وه.
ملګرو ملتونو په روان 2025م کال کې د خپلو بشري پروګرامونو د دوام لپاره له نړیوالې ټولنې د 2.48 ارب ډالرو بودیجې غوښتنه کړې ده.
Forum