لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په کرغستان کې د افغانستان په اړه غونډې ته طالبان نه وو بلل شوي


په غونډه کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې خصوصي استا‌‌ذي توماس نکلاسن او د ملګرو ملتونو د سیکټري جنرل د افغانستان لپاره ځانګړې استاذې روزا اوتنبایووا هم ګډون وکړ و
په غونډه کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې خصوصي استا‌‌ذي توماس نکلاسن او د ملګرو ملتونو د سیکټري جنرل د افغانستان لپاره ځانګړې استاذې روزا اوتنبایووا هم ګډون وکړ و

د افغانستان په اړه د یورپي یونین او د منځنۍ اېشیا د پینځو هیوادونو د خصوصي استاذو عونډه په کرغستان کې سرته رسېدلې خو په ناسته کې د افغانستان واکمنو طالبانو ته بلنه نه وه ورکړی شوې.

د غونډې په اړه د مرکزي اېشیا لپاره د اروپايي اتحاد خصوصي استازي تیري هکاله د شورو، چهارشنبې، په ورځ په اېکس، پخواني ټوېټر، ولیکل چې په دوحه، قطر، کې د افغانستان په اړه د غونډې وړاندې يې د یورپي یونین او منځنۍ اېشیا د خصوصي استازو سره یې په افغانستان کې د دوامداره سولې او ثبات لپاره په همکارۍ خبرې وکړې.

په غونډه کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې خصوصي استا‌‌ذي توماس نکلاسن او د ملګرو ملتونو د سیکټري جنرل د افغانستان لپاره ځانګړې استاذې روزا اوتنبایووا هم ګډون وکړ و.

د افغانستان طلوع ټېلې وېژن د رپورټ ترمخه، په غونډه کې د افغانستان واکمنو طالبانو ته بلنه نه وه ورکړی شوې.

د غونډې په اړه نور جزیات تراوسه شریک شوي نه دي،‌ خو د اروپآيي ټولنې د افغانستا خصوصي استازي توماس نیکلاسن څو ورځې وړاندې کابل ته د خپل سفر په اخیره کې ویلي وو چې سیمې ته یې د سفر مقصد دا و "غواړو د افغانستان د خلکو سره د مرستو لپاره دوحه کې د غونډې نه وړاندې یو ښه تیاری ونیسو."

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په بلنه په دوحه کې د دې میاشتې په ۱۸ او ۱۹ د افغانستان په اړه غونډه کېدونکي ده.

ملګرو ملتونو ویلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړي استازي او د نړیوالو سازمانو او د افغان میرمنو او مدني ټولنې استازي ګډون وکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG