لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فیصل کریم:که معاملې له حده تېرې شي نو بیا پښتونخوا کې په ګورنر راج پځاي کولو کې هیڅ بده خبره نشته


د خېبر پښتونخوا ګورنر ښاغلي فیصل کریم کنډي پښتونخوا صوبه کې د ګورنر راج پځای کولو اشاره ورکړې اؤ ویلي یې دي که چرې معاملې له حده واوښتې نو په ګورنر راج لګولو کې هیڅ بدی نشته.

تر دې وړاندې چې اوړمه ورځ ګورنر فیصل کریم کنډي د تحریک انصاف د سختو احتجاجونو په ترڅ کې د وزیراعظم شهباز شریف سره لیدنه کړې وه نو په پاکستاني میډیا اؤ سوشل ميډیا داسې ګنګوسې راپورته شوې چې ګنې حکومت په پښتونخوا صوبه کې ګورنر راج پځای کوي.

د ډان ټي وي په یو پروګرام کې د خبرو په مهال ګورنر فیصل کریم کنډي وویل هغه د وزیراعظم شهباز شریف سره لیدنه کې صوبه کې د ګورنر راج پځای کولو په اړه هیڅ خبرې نه دي دي کړي.

خو وي ویل که چرې معاملې حده ورتېري شي نو بیا د ملک اؤ جمهوریت په خاطر په ګورنر راج پځاي کولو کې هیڅ بده خبره نشته.

هغه وویل کوم څه چې په ایین کې موجود وي، د( ګورنر رول) لاره ضرور موجود وي اؤ په ماضي کې هم ګورنر رول پځاي کړل شوی دی.

ښاغلي فیصل کریم کونډي وویل کله چې یو مرض لاعلاجه شي نو که بیا څوک نه هم غواړي خو فیصله ور پغاړه شي.

په پښتونخوا صوبه کې واکمن ګوند تحریک انصاف لا د ګورنر فیصل کریم کنډي دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو دغه ګوند دریځ لري چې موجوده حکومت د مارشل لاء په څېر اقداماتو ته لاس اچولی اؤ د ولس راي له نظره غورځوي.

تحریک انصاف ګوند له تېرو دؤؤ ورځو راهسې په سر ښار اسلام اباد اؤ لاهور کې د احتجاجونو لړۍ پېل کړې ده اؤ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ښاغلي محسن نقوي تېره شپه رسنیو ته ویلي د وزیراعلا علي امین ګنډا پور په مشرۍ کې په اسلام اباد حمله شوې ده.

د خالي په ورځ د تحریک انصاف مشرانو دعوه کړې وه چې د پښتونخوا وزیراعلا په اسلام اباد کې د خېبر پښتونخوا هاؤس څخه نیول شوی خو وروسته بیا تحریک انصاف له خپلې دغې دعوې پشا شو اؤ پاکستاني رسنیو هم د سرکاري سرچینو له خولې وویل چې علي امین ګنډا پور لا په رسمي توګه نه دی نیول شوی.

د تحریک انصاف یو مرکزي مشر اسد قیصر ویلي پي ټي آي دا احتجاج د عمران خان په وینا پیل کړی اؤ یوازې د هغه په وینا به یې ختموي.

د کورنیو چارو مرکزي وزیر محسن نقوي ویلي د پي ټي آي له احتجاج څخه په اسلام اباد کې ددغه ګوند 564 فعالان نیول شوي چې 11 پکې د خېبر پښتونخوا پولیس هم دي.

هغه ویلي مظاهره چیانو غوښتل چې د شنګهاي د همکاریو د سازمان تر غونډې پورې اسلام اباد کې پرلت وغځوي خو وایي حکومت ډير په تحمل سره حالات قابو کړي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG