لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وژل شوي خبریال ارشد شریف کورنۍ دپاکستان په حکومت اؤ عدالتونو بې باوري ښودلې ده


د ارشد شریف د وژنې دپلټنو په اړه د ارشد شريف کورنۍ او د خبريالانو تنظيمونه په حکومتي دعوؤ پوښتنې راپورته کوي او د امريکایي ټي وي سي اين اين سره خبرو کي د ارشد شريف مور دپاکستان په حکومت او ادارو بې باوري ښودلې ده
د ارشد شریف د وژنې دپلټنو په اړه د ارشد شريف کورنۍ او د خبريالانو تنظيمونه په حکومتي دعوؤ پوښتنې راپورته کوي او د امريکایي ټي وي سي اين اين سره خبرو کي د ارشد شريف مور دپاکستان په حکومت او ادارو بې باوري ښودلې ده

کينيا کې د وژل شوي پاکستاني خبريال ارشد شريف کورنۍ د پاکستان په حکومت او عدالتونو بې باوري ښايي او د خبريالانو نړيوالو تنظيمونو او ملګرو ملتونو څخه یې د ارشد شريف د وژنې د پلټنو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې چې د پلټنو مرکزي ادارې ايف ایي ای دارشد شريف وژنې د پيښې په لړ کې د تحريک انصاف ګوند دوو مرکزي وزيرانو ته د تفتيش لپاره د حاضريدو حکم ورکړى دى.

دشورو، چهارشنبې، په ورځ اسلام اباد هیکورټ کې د ارشد شريف د مړي دپوسټ مارټم رپورټ په اړه د خواست د اوريدنې په مهال حکومتي وکیل ( څارنوال) اسلام اباد هايکورټ ته پخلى کړى چې دغه رپوټ د ارشد شريف کورنى ته ورکړل شوى دى.

په دې موقعه د هايکورټ دمشر قاضي عامر فاروق پوښتنو ته ځواب کې د ارشد شريف د کورنى وکيل ويلي پاکستان کې لا د ارشد شريف د وژنې مقدمه هم نه ده درج شوې.

د مشر قاضي وينا وه د ارشد شريف د وژنې مقدمه د کينيا سره پاکستان کې هم چليداى شي.

د ارشد شریف د وژنې دپلټنو په اړه د ارشد شريف کورنۍ او د خبريالانو تنظيمونه په حکومتي دعوؤ پوښتنې راپورته کوي او د امريکایي ټي وي سي اين اين سره خبرو کي د ارشد شريف مور دپاکستان په حکومت او ادارو بې باوري ښودلې ده.

د ارشد شريف ښځې جويريه ويلي دوي لپاره پاکستان کې انصاف نيشته ځکه غوښتنه کوي چې ملګرى ملتونه او د صحافيان نړيوال تنظيمونه دې د ارشد شرپف د وژنى پلټنى وکړي.

پاکستان کې دخبریالانو دمرکزي تنظیم پي ایف یو جی مشر افضل بټ هم د ارشد شريف د کورنۍ د غوښتنې ملاتړ کړی دی.

د وي او اى ډيوه سره خبرو کې افضل بټ وويل دوي د پیل راهسې دا ګڼي چې د ملګرو ملتونو دسیوري لاندې دپاکستاني خبريالانو، وکيلانو او د بشري حقونو دفعالينو يو پلاوى کينيا ته لاړ شي او د ارشد شريف د وژنې سره دتړلو حالاتو جاج واخلي.

دافصل بټ په خبره "دې سره د سپريم کورټ دیو موجوده جج په مشرۍ عدالتي کميشن جوړول هم ضروري دي ځکه چې ډير اختيارات د ملکي قانون لاندې يوازې عدالتي کمپشن ته ترلاسه وي"

د پخواني وزير اعظم عمران خان د تحريک انصاف ګوند له خوا سپريم کوټ ته ورکړى شوي خواست کې د مشر قاضي څخه د ارشد شريف د وژنى د پلټنو لپاره د عدالتي کميشن د جوړښت خواست شوى دى.

دپاکستان د پلټنو مرکزي ادارې ايف ایي ای د ارشد شريف د وژنې د پيښى پسر د تحريک انصاف دتیر حکومت دوه پخواني وزيران فيصل واوډا او مراد سعيد د تفتيش لپاره رابللي دي.

د کورنيو چارو مرکزي وزير رانا ثنالله تیره ورځ یو شخصي ټي وي سره خبرو کې د یادو دوؤ پخوانیو وزيرانو ترڅنګ دشپږو کسانو نه دپلټنو لپاره پوښتنې کول لازمي بللې وې چې په دغو شپږو کسانو کې د هغې شخصي ټي وي ARY مالک سلمان اقبال نوم هم شامل دى کوم چينل کې چې ارشد شريف ملازمت کولو.

له دې وړاندې د پوځ د عامه اړيکو دڅانګې مشر جنرال بابر افتخار هم د ارشد شريف د وژنې د پلټنو لپاره حکومت نه د سلمان اقبال پاکستان ته د راوستلو او هغه نه د پلټنو غوښتنه کړې وه

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG