لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

‎د پښتو فلمونو او د سېنماګانو د کمي باوجود د فلمونو مینه وال وايي سېنما ته تګ خوښوي


د رکشې واله په اړه ارشد خان وايي دا فلم د معاشرې عکاسي کوي چې رکشه چلوونکي ته په کوم نظر کتل کېږي؟ "هغوی سره کوم ظلم زیاتې کیږی، مزدوری به ټول پینځه سووه نه کوی او رشوت دوه زره به ورکوی
د رکشې واله په اړه ارشد خان وايي دا فلم د معاشرې عکاسي کوي چې رکشه چلوونکي ته په کوم نظر کتل کېږي؟ "هغوی سره کوم ظلم زیاتې کیږی، مزدوری به ټول پینځه سووه نه کوی او رشوت دوه زره به ورکوی

د پاکستان د پښتنو په سیمو کې د کلونو راسې روانې ترهګرۍ او تندلارۍ د پښتو فلمي صنعت او سنېما دواړه زیانمن کړي. اکثره سنېماګانې په نورو سوداګریزو کارونو بدلې شوي دي او د نوو پښتو فلمونو جوړولو کچه د نشت برابر شوې ده. خو چې کله هم نوی فلم جوړ شي نو مینه وال یې په سنېما کتل غواړي

‎د پښتو فلمونو د ولن او هیرو نقلي برېت او ږیره، ټوپک او د نورو صوبو نه کاسټ شوي هیروینې یا اداکارانې، د وسایلو هغه کمی څرګندوي چې د پښتو فلمونو جوړوونکي ورسره مخامخ دي خو دوی وايي حڅو یې د پښتو ژبه ژوندۍ ساتلې ده.

‎شاهد خان د ۳۵۰ نه زیاتو فلمونو کې رول لوبولی دی. هغه وايي " د پنجابۍ په شان نورو ژبو کې اوس فلمونه نه جوړیږی خو دوی په پښتو ژبه کې فلمونه جوړوي او سېنماګانې يې ژوندۍ ساتلي دي."

‎شاهد خان وویل چې "پاکستان کې څومره ژبې دی د هغې فلمونه تقریبا ختم شو خو پښتو ژبه کې اوس هم فلم جوړیږی او پښتو ژبه اوس هم ژوندۍ ده."

‎سېنماګانو ته د کورنیو د تګ په اړه شاهد خان وویل فیملی” به هم راتله ، هر څه به کیدل خو پښتونخوا دې دهشت ګردۍ دومره خرابه کړه بیا پکې کرونا راغله، هغې دې فلم انډسټرۍ ته دوهره نقصان ورکړلو چې زما خيال دی هٔغه نقصان پور کیدو باندې به ټیم لګی."

‎د پيښور خیبر بازار کې ارشد سینما ته د يو نوې پښتو فلم رکشی والا د پریمئیر یا پرانستې له راغلې د فلم مینه والې
‎ طاهره کلیم وویل خلک فلم کتلو له نورو ښارونو ته ځي. هغې زیاته کړه چې که د فلمونو او د سېنماګانو مېعار ښه شو نو د هغې په شان اوس هم ډیرې نورې پښتنې د پښتو فلم کتلو شوق لري او د پيښور په سېنما کې فلم کتل غواړي.

‎طاهره کلیم وویل د پښتو فلمونه "مې سینما کې نه دی کتلی، زه نن هم په دې شوق راغلم چې دلته به نن زه د پښتو فلم اوګورمه خو هغه نن صرف لانچ او، د جمعې په ورځ به دا فلم راځی نو شوق خو مې شته چې مه بیا زه رالم او دا فلم ما دلته سینما کې اوکتو."

شاهد خان د ۳۵۰ نه زیاتو فلمونو کې رول لوبولی دی
شاهد خان د ۳۵۰ نه زیاتو فلمونو کې رول لوبولی دی


‎طاهره کلیم وویل په پېښور کې یو طرف ته سینماګانې ورانې کړې شوې او پلازو کې بدل کړې شوې. کوم په شمار یو څوًموجود دی ودانۍ اې بدحاله دی او یره ده چې د پاتې سنېماګانو مالکان به هم دا خرڅې کړي. خو څه سینیماګانې اوس هم د پښتو فلمونه ښيي.

‎ناقدین او فلم کتوونکي د پښتو فلمونو په معیار تنقید کوي.

‎د ۵۰۰ نه د زیاتو فلمونو جوړوونکی فلمساز ارشد خان وايي اوس هم په لویه شمېره کې خلک د پښتو فلم په سېنما کې کتلو ته ورځي.

‎ارشد خان وايي هغه هم غواړي د پښتنو په اتلانو، تاریخ او په نورو سنجیده موضوعاتو فلم جوړ کړي خو مالي وسایل او هغه سهولیات نه لري کوم چې پکار دی او د کراچۍ پيښور سرکټ لپاره فلمونه جوړوي.

‎ارشد خان وايي د تېرو څو کلونو راهسې ترهګرۍ، کرونا وباء او اوس خراب معاشی صورتحال د پښتو فلمونو جوړیدل او د سېنما کاروبار په منفي ډول متاثر کړی دی.

‎ هغه وايي د نقصان پوره کولو دپاره نن سبا د پښتو فلمسازان په ټولنیزو موضوعاتو داسې فلمونه جوړوي چې د تفریح لپاره په کې مستې سندرې او ګډاګانې وي چې عام اولس يې کتلو ته سېنما ته ورشي.

‎د ارشد خان پروډکشن راتلونکی فلم رکشې واله هم په دغه طرز جوړ د پښتو فلم دی.

‎د رکشې واله په اړه ارشد خان وايي دا فلم د معاشرې عکاسي کوي چې رکشه چلوونکي ته په کوم نظر کتل کېږي؟ "هغوی سره کوم ظلم زیاتې کیږی، مزدوری به ټول پینځه سووه نه کوی او رشوت دوه زره به ورکوی. دا زمونږ د معاشرې څیزونه دی. زمونږ معاشره کې پازیټو پهلو هم شته او نیګیټو هم شته. نو مونږ کوشش کوو دغه دواړه په کې اوښایوو."

د پښتو پخواني کلاسک فلم «اوربل» فلمساز لالا سردار خان دغه دواړه زامن، شاهد خان او ارشد خان وايي کوشش کوي د پښتو فلمونه او تفریح یا (ساعت تېري) لپاره دسینما کلچر ژوندی اوساتي.

په پېښور کې په تېرو شلو کالو کې په شپاړش سنېماګانو کې لس یا تړل شوي او يا په نورو تجارتونو بدلې شوې دي. مردان، سوات او کوټه کې هم یو شمېر سنېماګانې تړلې شوې دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG