لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خړو خړ هم شو او روژې پرې هم فرض شوې


خېره جان د شاندانې انۍ یک يو نواسې وو يتيم يسير وومور او پلار دواړه يي په پېښور کې په يو چاودنه کې وژل شوي وو ځکه ډېر نيازبيين هم وو انۍ به ورته د ميينې نه خړو خړو وييل، چې بيا هم په دغه نوم په ټول کلي کې مشهور ووـ خړو د وجود نه سوکې وو، ونه پګه يي نه وه ولې ډېروران وو د کلي ټول لوي واړه ترې په اوور کې ولاړ وو خو دشاندانې انۍ د مخه به ورته چا څه نه وييل، او هسې هم د ړندې سترګې اوښکه وه که ډېر ورانې به يي هم اوکړو د چا لاس به وهلو له نه ورتلل

وخت تېرېده واړه لوييدل خو خړو هم هغه خړو وو ، نه يي برېت راختل او نه ګيره، ټوله ورځ به يي د وړو سره مستيانې کولې او خلکو ته به هغه شان وړوکې ښکارېده،

دا د هغه کال خبره ده چې روژی د هاړ په سخته ګرمۍ کې راغلې وې،د ماسپخيين وخت وو زمکې او آسمان خله ورکړې وه نمر نېزه وال وو ، خلک روژه په خله د ګرمۍ نه تړقېدل، چا به د جامو سره ولې ته وردانګل او چا به په سر لمدې توليي کېښودې چې د تندې زور مات کړي، خو خړو ښه په سور کې وو د کوهې نه به يي د يخو اوبو بورقه راېسته او د خلکو په مخکې به يي په سرراړولې ، چې د نوري کا کا ورته خيال شو، وييل هلکه دا خړو به د څومره عمر وي..؟ ٫٫ هغه د چا خبره د خره ښکر نه کېدل خلکو به وييل دا کوُ چی دی٬٬ ماته خو دا هلک ښه پوخ زلمې ښکاري ، کېدې شي چې قوصه وي چې تر اوسه يي شونډه نه ده شنه شوې، د جمات استاذ ته يي ښکاره کړئ چې اوي ګوري چې روژې پرې اوړي که نه٬٬

د ټول کلي سړي چې هسې هم خړو ته غصه وو د نوري کاکا د خبرې سره ورته د ټولو پام شو، خبره شاندانې انۍ له لاړه او خړو يي د جمات استاذ له بوتلو

استاذ خړو د جمات ګوټ ته کړو اوبډې ته يي سر ورښکاره کړو،

٫٫ سرکوزييه په تا خو څو کاله وړاندې روژې فرض شوي هغه روژې به هم راګرځې او چې د وس نه نور خوراک سخاک بند کړې او روژه اونيسې ګني خېر دې نشته٬٬

د کلي خلکو به په خړو پورې خاندل وييل به يي خړو خړ هم شو او روژې يي پرې هم فرض کړې-

پاکستان هم د پښتنو او قبايلو سره هم دغه د خړو ټوقه اوکړه، په لوي لاس يي پکې د ترهګرو ژالې او نرسريانې جوړې کړي او د سکولونو په ځاېې ورته په زرګونو داسې مدرسې جوړې کړې چې هم يي د پښتنو امن تباه کړو او هم مذهب،

د پښتنو د وينو سيلابونه توي شول، چې په سر يي په ارباؤ ډالرې نړي وال امداد هم د پاکستان رياست جېب ته کړې او د پښتنو وران کورونه او سکولونه يي دغسې پرېښودل او ورته يي د قبايلي اصلاحاتو لالچ ورکړو چې عېن په موقه ترې هغه هم مولانافضل رحمان او ماموت خان را قی کړل، څوک چې په ايف سي آر ښکېل قباېلو ته وايي ، تاسو آزاد ياست، پاکستان مو غلامه وي

خو پخپله د غلام پاکستان د وزير اعظم صلاح کاردی او روڼه يي ګورنران او وزيران دي

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG