لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د پښتون ژغورنې غورځنگ له امله د فاټا اصلاحات زر وکړل شو


ډاکټر سید عالم محسود
ډاکټر سید عالم محسود

قبایلي سیمي په خېبر پښتونخوا کې د ورګډولو د قانون په منظورۍ که یوې خواته ‌‌‌‌‌‌ډېر سیاسي ګوندنونه خوشاله دي او ستاینه یې کوي نو بل خوا ځيني ګوندونه او مدني ټولني د دغه پروسې په چټکتیا باندي پوښتني کوي او د اندیښنو څرګندونه کوي.

د فاټا لائيرز فورم یا د قبایلي سیمو د وکیلانو سازمان مشر اعجاز مومند وایې هر څه دومره په چټکه او بدل انداز وشول چې دوی هم ورته حیران دي، د ده په وینا د دې دوه علتونه کیدای شي، یو خو د سیاسي ګوندونو فشار او د پښتون ژغورني غورځنګ فعالیتونه دي. "ایف سي آر پر خپل ځایې پاته دی خو نوم یې وربدل کړ، دفاټا ټریبونل کې یې نه یوازي نور غړي اخستي بلکې د پخوانیو غړیو وخت یې هم شپږ میاشتي نور غزولی دی."

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:51 0:00

هغه وویل چې اوس باید د بیوروکریسي و دسیسو ته بیداره و اوسېږو چې هغوی هیڅ کله هم د قبایلو د حق او انصاف عمل نه دی کړی او آینده به هم په بېلابیلو پلمو خنډونه جوړوي.

خو د فاټا اصلاحاتو د حکومتي کومېټۍ مشر سرتاج عزیز وایې هر څه پخپل وخت شوي او د دوی کومېټۍ هم د فاټا په خېبر پښتوخوا کې د ورګ‌‌‌‌‌‌ډولو سپارښتنه کړې وه. "ایف سي آر ختم شو، او د هغه پر ځای د عملداری یو لنډ محاله قانون پر ځای شوی تر څو د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په خپل اختیار هغه بدل نه کړي."

د فاټا اصلاحاتو لپاره فعاله تحریک چلونکي د پښتونخوا ولسي غورځنګ مشر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر سید عالم محسود وایې که څه هم هر څه ‌‌‌‌‌‌ډېر په چټکه شوي خو ولس باید ورته خبرداره و اوسيږي او خپلي لاس ته راوړني او مبارزه له لاسه ورنکړي.

"پښتانه اوس پوه دي او له اختره ورسته به د پښتون ژغورني غورځنګ په قبایلي سیمو کې د ولس د لابېداري هلي ځلي شورو کوي"

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:27 0:00

قبایلي سیمی په خېبر پښتونخوا کې د ورګډولو قانون د تېري پنجشنبې په ورځ د پاکستان قامي اسمبلۍ او د جمعې په ورځ سېنټ په اکثریت سره منظور کړ او د یکشنبې په ورځ د خېبر پښتوخوا اسمبلۍ هم منظوري ورکړه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG