لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وفاقي کابینه نن د 26م اییني ترمیم منظوري ورکوي، پي ټي ای پارلیمان کې د رایو د عمل نه بایکاټ اعلان کړی


د پاکستان د قانون وزیر ښاغلي اعظم نذیر تارړ اعلان کړی چې وفاقي کابینه به نن د اتوار- یکشنبې په ورځ په ایین کې د مجوزه بدلون د مسودې منظوري ورکوي.

د اییني ترمیم مخې ته لویې سیاسي خنډ د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د حکومت د ایتلافي ګوند پيپلز پارټۍ د مشر بلاول بوټو زرداري سره له اوږدو مذاکراتو وروسته رسنیو ته ویلي چې په اییني ترمیم یې اوس د حکومت سره کوم غټ اختلاف نه دی پاتې شوی.

ټاکل شوې ده د پاکستان د سینیټ اؤ قامي اسمبلۍ غونډې نن کیږي اؤ څېړونکي اټکل کوي چې هم نن به د پارلیمان څخه د اییني ترمیم منظوري واخستل شي.

د حکومت ستر مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف اییني ترمیم لانجمن اؤ غیر شفاف بللی اؤ پرېکړه یې کړې ده چې په دې ترمیم پارلیمان کې ورکړل کېدونکو رایو کې به برخه نه اخلي اؤ پرېکون به یې کوي.

د قانون مرکزي وزیر ښاغلي اعظم نذیر تارړ د خالي- شنبې په ورځ د مرکزي کابینې له غونډې وروسته رسنیو ته ویلي چې د مرکزي کابینې غونډه د اتوار په ماسپښېن دوه نیمې بجې رابلل شوې چې پکې به د په ایین کې د ترمیم د مسودې منظوري ورکولی شي.

د حکومت مخالف ګوند تحریک انصاف په یوه اعلامیه کې ویل شوي د ګوند سیاسي کمیټې پرېکړه کړې ده چې په لانجمن اؤ غیر شفاف انداز کې په ایین کې د بدلون کوم عمل ترسره کیږي پي ټي آي به یې پریکون کوي.

یاد ګوند ویلي چې د پارلیمان غړي به یې په سینیټ اؤ قامي اسمبلۍ کې په اییني بدلون ورکول کیدونکو رایو کې برخه نه اخلي.

سیاسي کمیټې ویلي چې موجوده حکومت د ولس رایې غلا کړي اؤ په ناجایزه طریقه اقتدار ته رسېدلی نو ځکه په ایین کې د بدلون اخلاقي،جمهوري اؤ اییني جواز نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د مرکزي حکومت د ایتلافي پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري پرون څلور ځل د جمعیت علماء اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان سره لیدلي اؤ له هغه یې د اییني بدلون په حق کې ملاتړ غوښتی.

د خالي په شپه ناوخته بلاول بوټو سره یو ځای رسنیو ته مولانا فضل الرحمان ویلي اییني ترمیم باندې یې اوس حکومت سره څه غټ اختلاف نه دی پاتې شوی.

هغه وویل کراچۍ کې چې ده اؤ بلاول بوټو په کومه ترمیمي مسوده اتفاق کړی ؤ لاهور کې یې د مسلم لیګ (ن) مشرانو ته هغه مسوده مخې ته اېښودې ده اؤ حکومت هم د خپلې زړې مسودې نه تیر شوی دی.

مولانا فضل الرحمان وایي اییني ترمیم کې اوس کومه ستره لانجمنه نکته نه ده پاتې شوې اؤ دی په کومه ځانګړې نکته اعتراض نه لري.

مولانا فضل الرحمان ویلي تر یوې میاشتې یې پي ټي آي سره هم په اییني ترمیم مشاورت وکړو اؤ دغه ګوند ورته ویلي چې د خپل مشر عمران خان سره تر مشورې وروسته به یې نن د اتوار په ورځ له خپلې غوڅې رایې خبر کړي.

په دې موقعه بلاول بوټو ویلي هغه باور لري چې مولانا فضل الرحمان به تحریک انصاف ګوند هم په ایین کې ترمیم کولو ته قانع کړي اؤ پي ټي آي به د ترمیمي مسودې ملاتړ وکړي.

اییني ترمیم کې څه دي:

د 26 نکتو د اییني بدلون ددې مسودې له مخې د سپریم کورټ د چیف جسټس ټاکنه به د دریوؤ کلونو لپاره وي او دا ټاکنه به د سینیارټي پر ځای د درې کسیزه پېنل څخه د پارلیمان 12 کسیزه کمیټي کوي.

د مسودې له مخې سپریم کورټ کې به اییني بینچ ټاکل کیږي اؤ ددې اییني بینچ د ججانو ټاکنه به قضایي کمیشن کوي خو په اییني بینچ کې به د ټولو صوبو نه برابر ججان اخستل کیږي.

په تجویز کړل شوي ترمیم کې ویل شوي چې چیف الیکشن کمشنر به د خپل ملازمت د مودې سرته له رسولو تر هغې خپلې دندې ته دوام ورکولی شي تر څو چې نوی چیف الیکشن کمشنر نه وي ټاکل شوی.

د اییني بدلون په مسوده کې په ارټیکل 184 د تجویز کړل شوي بدلون له مخې چیف جسټس څخه به له خپله انده د نوټس اخستو واک ختمولی شي خو په ارټیکل 179 کې د ترمیم په اساس به چیف جسټس د پيټیشن په اړوند نوټس جاري کولی شي.

سپریم کورټ کې د اییني بینچ وړاندیز:

په اییني ترمیمي مسوده کې د ایین دارټیکل 199 له مخې سپریم کورټ کې د اییني بینچ د جوړولو وړاندیز شوی، د اییني بینچ د ججانو ټاکنه به د پاکستان قضایي کمیشن کوي اؤ په دې بینچ کې به له ټولو صوبو یو برابر ججان اخستی شي.

ایین کې له ترمیم وروسته به اییني مقدمې اییني بینچ ته منتقل شي اؤ ټولې اییني مقدمې به دغه بینچ اوري.

د ایین په ارټیکل 209 کې د تجویز شوي ترمیم له مخې عدلیه به واک نه لري چې د یوې غوښتنې نه زیاته د کومې اییني معاملې تشریح وکړي یا په دغه اړه حکم صادر کړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د 26م ائیني بدلون په اړه د قانون پوهانو نظر
please wait

No media source currently available

0:00 0:27:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG