د امریکې د جنوب ختیځ ایالت فلوریډا د زورور توفان میلټن د راتګ لپاره د ژغورنې چارو ته تیاري کړې او د ګڼو بارانونو، زورورو بادونو او مرګوني توفان خبرداری یې ورکړی دی.
په جنوبي فلوریډا کې د چارشنبې- شورو په ورځ ګڼ باران پیل شوی او تمه کیږي د توفان حالت به نن له ماښامه وروسته لا شدید شي چې د موسمیاتو د ادارې په وینا د توفان له کبله به په اوسط ډول له شپږ تر 12 انچو او په ځینو سیمو کې تر 18 انچو پورې باران وشي. ادارې د ګڼو بارانونو په نتیجه کې د زورورو سېلابونو او توفانونو خبرداری ورکړی دی.
پېشبیني کوونکو ویلي تمه کیږي توفان به د چارشنبې- شورو د شپې ناوخته یا د پنجشنبې- زیارت په سهار د فلوریډا په لوېدیځ مرکزي ساحل کې له مځکې سره ولګېږي.
په دې سیمه کې د ټامپا بې ښار شامل دی چې ابادي یې 3.3 میلینه ده او دا ښار له 1921م کال راهیسې توفانونو مخامخ نه دی زیانمن کړی خو رپوټونو وایي چې د میلټن توفان له زیات خطر سره مخ دی.
د امریکې د سمندري توفان د مخنیوي ملي اداره وایي، "کېدای شي میلټن توفان د لوېدیځ مرکزي فلورېډا لپاره په ریکارډ کچه تر ټولو تباه کوونکو توفانونو څخه یو وي".
د کارپوهانو په وینا، د میلټن توفان شدت د 4 او 5 کېټګرۍ تر منځ دی. توفانونه د خپلې کېټګرۍ یا شدت له مخې اندازه کیږي، او پینځه کېټګرۍ ډېرو زورورو توفانونو ته ورکول کیږي.
په فلورېډا کې شاوخوا دوه میلینه خلکو ته له خپلو کورونو او سیمو د وتلو امر شوی دی او په میلینونو نور خلک په مخامخ ډول د میلټن توفان په متوقع لاره کې له خطر سره مخ دي.
د اې پي د رپوټ له مخې، د پېنیلاس کاونټۍ د بیړنيو چارو د څانګې مشرې کېتي پرکینز د خپل ښارګوټي اوسېدونکو ته ویلي چې سمدلاسه له سیمې ووځي. هغې د اکتوبر پر نهمه په یوه خبره غونډه کې خلکو ته وویل:
"موږ سر په سر توفانونه ولیدل او ډېر زیانونه مو وګالل، اوس مو هدف دا دی چې د ژوند زیانونه مو کم شي، زما پیغام تاسې ته دا دی چې تاسې خوندي نه یئ او زر ووځئ".
د فلورېډا ګورنر رون ډیسانټیس وایي، مځکې ته د توفان له راکښته کېدو مخکې یې د ایالت لپاره 8,000 د پوځ ساتونکي را بللي چې فعالیت به کوي. ګورنر وایي:
"موږ 34 مختلف ډوله د لټون او ژغورنې الوتکې په لاس کې لرو. موږ هیڅکله تر توفان مخکې دومره ډېرې سرچینې نه لرلې".
د امریکا په سوېل ختیځ فلوریډا ایالت کې د هیلین توفان د تېریدو لا دوې اوونۍ نه دي پوره شوي چې پکې 230 تنه مړه شوي وو او دا مهال د دې ایالت اوسېدونکي د ميلټن په نوم له یو بل توفانه د خوندي پاته کېدو لپاره تیارۍ کوي.
Forum