لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فټبال عالمي لوبې نن پیلیږي ـ مهم ټکي یې څه دي؟


ننداره چیان په مسکو کې د لو‏ژنیکي سټیډیم مخې ته سیلفي اخلي
ننداره چیان په مسکو کې د لو‏ژنیکي سټیډیم مخې ته سیلفي اخلي

د فټبال ٢٠١٨ کال عالمي لوبې، د پاکستان پر وخت، نن ماښام ٨ بجې، او د افغانستان پروخت، نن ماښام ٧:٣٠ بجې د روس په کوربه توب، د روس او سعودي عرب د ټیمونو ترمنځ په سیالي پیلیږي. د ورلډ کپ په لومړۍ ورځ، یوازې همدا یوه لوبه کیږي، او هغه هم د مسکو په لو‏ژنیکی سټیډیم کې.

ډیری کسان وایي چې لومړۍ لوبه به روس وگټي. تر اوسه په هیڅ ورلډ کپ کې داسې نه دي شوي چې کوربه هیواد دې لومړنۍ لوبه بایللې وي.

سږ کال د فټبال په ورلډ کپ کې، ټولټال د ٣٢ هیوادونو لوبډلې شاملې دي او په ٨ گروپونو کې سره لوبیږي. د ټولو لوبو شمیر به ٦۴ ته ورسیږي او د روس د بیلابیلو ښارونو، په ١٢ سټیډیمونو کې به ترسره شي. په ايي گروپ کې، چې نن یې ړومبۍ لوبه کیږي، د روس او سعودي عرب سربیره، مصر او یوروگوې هم شامل دي.

سبا د جمعې په ورځ به درې لوبې وشي: مصر د یوروگوې په مقابل، مراکش (المغرب) د ایران په مقابل، او پرتگال د سپئین په مقابل کې.

د روس په کوربه توب د سږ کال فټبال عالمي لوبې چې نن د جون په ١۴مه پیلیږي، د جولائی تر ١٥مې پورې به دوام وکړي او فاینل یا وروستۍ لوبه به یې هم د مسکو ښار په لوژنیکي سټیډیم کې وي.

د فټبال عالمي لوبې یا ورلډ کپ، هر څلور کاله وروسته ترسره کیږي. په ٢٠١۴ کال کې، دا لوبې په برزیل کې وشوې چې په پای کې یې جرمني یو د صفر په مقابل کې، ارجنټین ته ماتې ورکړه او کپ یې وگاټه.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG