لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نایجیریا کې د تېلو چپه شوي ټانکر کې چاودنه شوې، 70 کسان یې وژلي دي


په افریقایي هیواد نایجیریا کې د تېلو ټانکر د شنبې- خالي په ورځ د چپه کېدو وروسته چاودېدلی دی چې په نتیجه کې یې هغه 70 کسان مړه شوي چې د تېلو ترلاسه کولو هڅه یې کوله.

د خبري اژانس 'ای ایف پي' د راپور له مخې، د نایجیریا په وسطي سیمه کې د تېلو یو ټانکر چپه شو چې له هغې وروسته ځایي خلک د تېلو راټولولو لپاره د ټانکر شاوخوا ورټول شول، خو لږ وروسته په ټانکر کې یوه زوروره چاودنه وشو چې له امله یې 70 کسان مړه شول.

د نایجر ایالت د مرکزي سړکونو د خونديتوب ادارې (ایف آر ایس سي) مشر کمار سوکوام ویلي، دا پېښه د خالي د ورځې په سهار شاوخوا لس بجې هغه مهال وشوه چې د 60 زره لیټره تېلو وړونکی ټانکر د پلازمېنې ابوجا او د شمالي ښار کاډونا ترمنځ پر سړک یو څلورلاري کې چپه شو.

هغه د ای ایف پي سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې د وژل شوو کسانو شمېر 70ؤ ته رسېدلی دی. ډېری وژل شوي کسان لا هم نه دي پېژندل شوي، خو موږ د پېښې په ځای کې د معلوماتو راټولولو لپاره کار کوو.

د ایف آر ایس سي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د خلکو یوه لویه ډله د ټانکر شاوخوا د تېلو راټولولو لپاره راټوله شوې وه، کله چې په ټانکر کې ناڅاپي اور ولګېد او دې اور بل ټانکر هم وسوځاوه.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې تر اوسه د پېښې له ځایه 60 مړي ترلاسه شوي دي.

په نایجیریا کې تېر کال د صدر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته، بولا ټینوبو په تېلو ورکړل کيدونکی رعایت ختم کړی ؤ چې له امله یې د خوراکي توکو او نورو شیانو بیې لوړې شوې دي.

په نایجیریا کې د تېلو د بیو په پرله‌پسې ډول د لوړېدو امله مظاهرې هم پیل شوې، او خلک د دا ډول پېښو پر مهال د تېلو ترلاسه کولو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچولو ته زړه ښه کوي.

تېر کال د سپټمبر په اتمه نېټه د نایجیریا په شمالي مرکزي سیمه کې د تېلو ټانکر له یو بل موټر سره د ټکر وروسته چاودنه وکړه، چې په پایله کې لږ تر لږه 48 کسان وژل شوي وؤ.

په همدې ډول د 2024 کال د اکتوبر په 16 نېټه د نایجیریا په یوه بله پېښه کې د تېلو ټانکر د چاودنې په پایله کې 170 کسان وژل شوي وؤ.

په 2020 کال کې د ایف آر ایس سي په راپور کې راغلي و، چې په دغه کال کې د تېلو د ټانکرونو د سوځېدو 1531 پېښې ثبت شوې وې، چې له امله یې تر 536 زیات کسان وژل شوي وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG