لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه: ٫٫ انجنیریډ٬٬ په معنا ٫٫ د چا په لمسه٬٬ احتجاجي مظاهرې نه منو


د پاکستان د پوځ مشرجنرال قمر جاوید باجوه ویلي ٫٫ انجنیریډ احتجاجونه٬٬ ـ ٫٫ د چا په لمسه احتجاجونه٬٬ کولو اجازه به ور نه کړي.

د پاکستان د پوځ مشرجنرال قمر جاوید باجوه دغه خبرې نن په پېښور کې یوې غونډې ته کړي دي.

د پوځ مشر جنرال باجوه په دغه بیان کې د پښتنو د حقونو لپاره راپورته شوي تحریک یا پښتون ژغورنۍ غورځنګ نامه نه ده اخېستې، خو ښايي د پوځ د مشر اشاره پښتون تحفظ مومنټ ته ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د روان کال له جنورۍ میاشتې په پاکستان کې د پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ، جبري ورکېدنې او غیرعدالتي وژنو په ضد او د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي. د غورځنګ مشران د پښتنو په سیمو کې د بل شوي اور تور پر پاکستاني پوځ لګوي.

سره د دغو غوښتنو د انساني حقونو دوو نړیوالو ادارو اېمنسټي انټرنېشنل او هیومن راېټس واچ د منظور پشتین او د تحریک د نورو مشرانو خلاف د مقدمو د زر تر زره ختمولو غوښتنه کړې وو او ویلي یې وو په پاکستان کې پښتانه له منظم تعصب او د انساني حقونو له سرغړونو سره مخ دي.

د مارچ میاشتې په ۲۰مه نېټه اېمنسټي انټرنېشنل په ولس غږ کړی چې په انګرېزي، اردو او خپلو مورنیو ژبو کې په لیکلې بڼه له پاکستاني چارواکو نه د منظور پښتین او د هغه د ملګرو په ضد د مقدمو ختمولو غوښتنه وکړي.

د پاکستان انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان تر مخه ښکاري داسې چې د پوځ د مشر دغه بیان د پاکستان پیپلز پارټۍ چېرمین بلاول بهټو زرداري او د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران لخوا د پي ټي ایم د مرستو د اعلان وروستو راغلی. د پاکستان تحریک انصاف مشر ویلي د جنرال باجوه سره د لیدو په وخت به د پي ټي ایم غوښتنې هغې ته وړاندې کوي.

PTM Jalsa
PTM Jalsa

د پاکستان پوځ په شورو کې د پښتون تحفظ مومنټ د غوښتنو په خاصه توګه د نقیب الله مسید د قاتلانو نیولو د غوښتنې پورې د دغې تحریک سره همدردۍ لرلې، خو اوس ښايي چې په پوځ باندې د تحریک د مشرانو سختې نېوکې او دغه تحریک لپاره په بهر هیوادونو کې ملاتړ وروسته د پاکستان پوځ اوس دغه پرامنه تحریک یو خطر ګڼي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا په قبایلي سیمو کې د زمکني ماېنونو د پاکولو او د امنیتي پوستو ختمولو غوښتنو ته د پاکستان د پوځ مشر په اشاره کې ویلي: ٫٫ امنیت ته د زیان نه رسولو ترڅنګ، اولس ته په چېک پوسټونو باندې د اسانتیاو برابرولو او د نه چاودیدونکو موادو پاکولو عمل د مخکښې نه روان دی. ٬٬

د پاکستان د پوځ مشر په قبایلي سیمو کې د امنیت پروسه کې سستۍ په اړه خبرداري کې ویلي د پوځ نه سېوا بل څوک د هیواد په امنیت ته لیواله نه دي او نه بل چا دومره قربانۍ ورکړي.خو هغه زیاته کړې چې د پولې بلخوا او په هیواد کې میشت افغان کډوالو له امله خطر اوس هم موجود دي.

دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د پوځ مشر جنرل باجوه د پښتون ژغورنې غورځنګ روان تحریک ته اشاره کړې او یو ډول یې د هغوی هڅې له کورنیو او بهرنیو مخالفینو سره تړلې دي.

له جنرل باجوه پرته په پاکستان کې ریاست پلوه سیاسي څېړونکي، ځینې پارلماني غړي او د مېډیا ځینې برخې هم پر پښتون ژغورنې غورځنګ د بهرني ملاتړ تور پورې کوي، د پیپلز ګوند مشر بلاول بټو او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د دوی غوښتنې پر ځای بللې دي او له ریاسته یې غوښتنه کړې چې د دوی خبرې واوري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG