لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ولسمشر غني په دستور د فخر افغان باچا خان مقبره رغول کیږي


د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د یو ځانګړي فرمان له مخې په ختیځ ننګرهار ولایت کې د خان عبدالغفارخان د مقبرې د جوړیدو چارې په رسمي توګه پیل شوې.

د خان عبدالغفار خان (باچا خان) د مزار د جوړېدو په تړاو، د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي له ډیوې سره په خبرو کې وویل چې د مقبرې د جوړېدو چارې به د یو کال په موده کې بشپړې شي او په دې به ټولټال نږدې ۵۴ ملیونه افغانی لګښت راشي.

خوګیاڼي وویل: «له څلور کلن ځنډ وروسته دنږدې ۵۴ ملیونه افغانیو په لګښت د باچا خان د مزار د جوړولو چارې بیا پیل شوې. کار به یې دیو کال په موده کې پای ته ورسیږي له ځان سره به د ساختماني چارو درغیدو ترڅنګ یوه گومبزه او څلور څلي او ۴۰ متره به لوړوالی ولري جوړیږي اواضافي چارې چې هغه د پارکینګ اوبریښنا برخه ده، دا هم ورسره رغول کیږي.»

د ننګرهار ولایتي شورا غړی عبدالله شینواري له ډیوې سره خبرو کې د خان عبدالغفار خان (باچا خان) د مقبرې جوړیدل، د پښتون ولس د یووالي بېلګه وګڼله او زیاته یې کړه چې ولسونه باید د باچا خان فکر او سوچ د عملی کیدو لپاره لاغښتلي شي.

شینواري وویل: «خان عبدالغفارخان په سیمه کې بې ساری علمي شخص او د پښتنو د بیدارۍ او حقونو لپاره یې مبارزه کړې وه او دا یې پر مونږ حق و چې باید مقبره یې ورته جوړه کړو خو ځینې ستونزې وې خو دا چې اوس یې د مقبرې د جوړیدو کار پیل شو، لراو بر پښتنو ته د دوستۍ او ورورولۍ واضحه پیغام دی.»

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي باچا خان تل د لوی افغانستان لپاره مبارزه کړې او هڅه یې کړې وه چې د دې مبارزې لپاره د افغان ولس فکر راویښ کړي.

نوموړي وویل: «په جلال اباد ښار کې د باچا خان مزار د دې پیغام ورکوي چې د نړۍ په هره سیمه کې چې پښتانه اوسي هغوی نه بېلیدونکي دي، په ځانګړې توګه د ډیورنډ کرښې دواړو خاوو ته میشت پښتانه، دا ټول د لوی افغانستان وګړي دي او دوی به تل یو وي.»

په جلال اباد کې د باچا خان د مزار د جوړیدو، ګنو افغانانوهرکلی کړی او ویلي دي چې پښتون قوم نه بیلیدونکی دی او د خپلو حقونو د ترلاسه کیدو لپاره به د خپل دغه پښتون مشر تګ لاره تعقیبوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG