د فلسطین وسله والې ډلې حماس د زیارت- پنجشنبې په سهار د څلورو اسرایلي یرغمالانو مړي نړیوال سره صلیب ته سپارلي دي، د اسرایل له خوا هم د سلګونو فلسطیني بندیانو خوشې کولو لړۍ روانه ده.
دا پرمختګ د غزې د اوربند د لومړۍ مرحلې له پای ته رسېدو څو ورځې مخکې شوی دی.
د اسرایلي امنیتي چارواکو په وینا، حماس د یرغمل شویو کسانو مړي د سره صلیب ادارې ته سپارلي، او د مصر د منځګړیتوب له لارې دا تابوتونه د اسرایل سرحدي پوستې ته انتقال شوي، چې هلته یې د پېژندګلوۍ پروسه پیل شوې ده.
په همدې وخت کې، د سره صلیب یوه قافله چې لسګونه ازاد شوي فلسطیني بندیان یې انتقالول، د اسرایل د اوفر زندان څخه ووتله.
د اې پي خبري اژانس د رپورټ له مخې د خوشې شوؤ بندیانو د هرکلي لپاره د لویدیځې غاړې په بیتونیا ښار کې د بندیانو د کورنیو، ملګرو او پلویانو ګڼې ډلې راټولې شوې وې.
د خوشې شویو بندیانو د هرکلي لپاره خلکو شور جوړ کړی و، ځینو یې غېږې ورکړې، عکسونه یې واخیستل، او یو تن خوشې شوی بندي د خپلو پلویانو پر اوږو پورته کړل شو، چې د "الله اکبر" شعارونه ورکول کېدل.
تمه ده چې سلګونه نور بندیان به هم غزې ته واستول شي، چې ډېری یې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷ نېټه د بریدونو وروسته نیول شوي او هېڅ ډول رسمي تور پرې نه و لګول شوی.
اسرایل له خالي ورځې راهیسې د ۶۰۰ څخه د زیاتو فلسطیني بندیانو خوشې کول ځنډولي وو، د دې احتجاج لپاره چې د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو پروسه "ظالمانه چلند" و. خو حماس دا ځنډ "جدي سرغړونه" بللې او ویلي یې دي، تر څو چې ټول فلسطیني بندیان خوشې نه شي، د اوربند د دویمې مرحلې خبرې ناشونې دي.
د شورو په ورځ د اسرایلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر اعلان وکړ، چې د یرغمل شویو کسانو د مړو وروستی انتقال به د پخوا برعکس له مراسمو پرته ترسره کېږي.
اسرایل، سره صلیب، او د ملګرو ملتونو چارواکو د حماس له خوا د ازاد شویو کسانو د خوشې کولو مراسم "توهین امیز" بللي دي.
تمه وه چې د زیارت په سهار له اسرایله وتونکي بندیان هغه کسان وي چې د غزې د بریدونو وروسته پرته له رسمي تورونو نیول شوي وو. د فلسطیني چارواکو د لیسټ له مخې، په دغو بندیانو کې ۴۴۵ نارینه، ۲۱ تنکي ځوانان، او یوه ښځه شامله ده.
په دې پړاو کې یوازې شاوخوا ۵۰ فلسطینیان لویدیځې غاړې او ختیځ بیت المقدس ته خوشې کړل شول، خو لسګونه هغه بندیان چې د اسرایلیانو پرضد د مرګونو بریدونو په تور د عمر بند سزا سره مخ وؤ، به د فلسطیني سیمو څخه وویستل شي، او په موقتي توګه به مصر ته انتقال شي، تر څو نور هېوادونه یې ومني.
دا تبادله د اوربند د لومړۍ مرحلې وروستۍ برخه وه، چې پکې حماس ۳۳ یرغمل شوي کسان (په هغوی کې اته مړي هم شامل دي) بېرته وسپارل، په بدل کې یې اسرایل نژدې ۲,۰۰۰ فلسطیني بندیان خوشې کړل.
د غزې یوې کورنۍ دا خبر تایید کړی چې د هغوی یرغمل شوی خپلوان وژل شوی، او جسدونه یې اسرایل ته د انتقالېدو په لیسټ کې شامل دی. دا نه ده څرګنده چې کورنۍ ته دا خبر چا ورکړی، خو معمولاً دا ډول معلومات د اسرایلي پوځ له خوا ورکول کېږي.
د جنورۍ په ۱۹ نېټه د اسرایل او د حماس ډزبندي د شروع کېدو راهسې حماس ۲۵ یرغمالان او اسرایل د ۱۱۰۰ نه زیات فلسطیني قېدیان ازاد کړي دي.
د طبي امداد نړیوالې ادارې انټرنېشنل کميټي اف دي رېډکراس په ټولو فریقېنو غږ کړی چې د قېدیانو او د یرغمالانو تبادله دې په باوقار او د شخصي انداز کې وکړی شي.
په اسرایل کې فلسطیني قېدیان د ترهګرو په څېر لیدل کېږي چې د ملکي خلکو ا د اسرایلي ځواکونو خلاف د پرتشدد حملو په سر نیول شوي دي.
د فلسطینیانو دپاره د قېدیانو ازادي انصاف او د اسرایل خلاف د مزاحمت د علامت په توګه لیدل کېږي.
اسرایل او حماس دواړو په یو بل د ډزبندۍ د خلاف ورزۍ الزامات لګولي دي خو د دې باوجود هم د امن دا لوظنامه په ځای ده.
د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف عملیات شروع کړل او لوظ یې وکړو چې حماس به ختموي. د حماس په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور کسان حماس یرغمال ونیول.
په غزه کې د جنګ د لاسه د غزه د صحت وزارت وايي د ۴۸۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي. ملګري ملتونه وايي دا شمېرې د باور وړ دي. اسرایل وايي په غزه کې تر ۱۷۰۰۰ پورې وسله وال يې هم وژلي دي.
(ددې رپورټ معلومات د خبري شبکو اې پي اؤ اې ایف پي څخه اخستل شوي دي)
Forum