لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې صدر جوبایډن د پخوانیو عسکرو په یادګار ګلونه کښېودل



امریکايي عسکرو ته د احتراماتو وړاندې کولو دستوره د ارلېنګټن په قومي هدیره کې وشوه چې د واشنګټن سره نږدې د پوټومېک دریارب پورې غاړه ده
امریکايي عسکرو ته د احتراماتو وړاندې کولو دستوره د ارلېنګټن په قومي هدیره کې وشوه چې د واشنګټن سره نږدې د پوټومېک دریارب پورې غاړه ده

د امریکې صدر جوبایډن د ګل، دوشنبې، په ورځ د وېټېرنز ډی یا د پخوانیو عسکرو د قومي ورځ په مناسبت د هېواد په جنګونو کې د وژل شویو ځواکونو په یادګار ګلونه کښېودل. د تېرې هفتې په صدارتي انتخاب کې د شکست وروسته نایب صدره کاملا هېرېس په وړمبي ځل د بایډن ترڅنګ په دستوره کې شریکه وه.

امریکايي عسکرو ته د احتراماتو وړاندې کولو دستوره د ارلېنګټن په قومي هدیره کې وشوه چې د واشنګټن سره نږدې د پوټومېک دریارب پورې غاړه ده. په شپږمه جنورۍ په صدارتي انتخاب کې په یو تقریر کې د ماتي منلو وروسته دا وړمبی ځل و چې هېرېس په عامه ځای کې ولیدل شوه.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د ارلېنګټن په قبرستان کې د دستورې نه مخکې بایډن په وایټ هاوس کې د پخوانیو عسکرو مېلمستیا وکړه. د ارلېنګټن په هديره کې د امریکې دوه پخواني صدران، د امریکې د ټولو لویو جنګونو پوځي جنرېلان او په زرګونو عسکر او نور عسکري کارکوونکي خاورو ته سپارل شوي دي.

بایډن او هېرېس تور لباسونه اغوستي وو او کله چې د نامعلومه عسکر په مقبره ګلونونه کښېودل کېدل نو دواړو لاسونه په سینه وغځول.

په ارلېنګټن کې د دستورې دوه ورځې وروسته به بایډن په وایټ هاوس کې د پینځم نومبر په صدارتي انتخاب کې بریالی صدر منتخب ډانلډ ټرمپ هرکلی کوي.

ټرمپ د خپلې کابينې په جوړولو کار شروع کړی دی. د ګل دوشنبې، په ورځ يې ټام هومېن د اميګرېشن یا د مهاجرت په اړه چارواکی ونومولو او په ملګرو ملتونو کې د امریکې سفیرې په توګه يې د ريپبلېکن پارټۍ د کانګرس غړې الیس سټيفانېک نوم اعلان کړو.‎

د کابينې د غړو د تقررۍ حتمي منظوري به کانګرس ورکوي خو د ټرمپ ريپبلېکن پارټۍ په کانګرس کې اکثریت ترلاسه کړی دی او په دې لړ کې به په ظاهره د څه مشکل سره نه مخامخ کېږي.

ټرمپ د ډېر وخت راهسې دعوه کوي چې هغه د امریکې د پوځ کلک ملاتړی دی خو هغه د پخوانیو عسکرو په اړه ګڼ شمېر لانجمن بیانونه هم ورکړي دي.

په وایټ هاوس کې د ټرمپ پخواني چیف اف سټاف یا د عملې مشر او پخواني جنرل جان کېلي ويلي ټرمپ په شخصي کچه خبرو کې د پخوانيو عسکرو په اړه سپورې ستغې خبرې کړي او هغه پوځیان يې شکست خورده بللې چې د امریکې په دفاع کې وژل شوي او یا قېد کړی شوي وو.

ټرمپ دا خبره ردوي. خو دا خبره په رېکارډ موجود ده چې هغه د پخواني سېنېټر جان مېکېکن په اړه د سپکاوي خبرې کړې دي. مېکېکن چې اوس وفات شوی د ویټ نام د جنګ یو اتل ګڼل کېږي او د ویټ نام په زندان کې يې څو کلونه تېر کړي وو.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG