پاکستان کې د بشري حقونو د څار ادارې اېچ ار سي پي یا هیومن راېټس کمېشن اف پاکستان په خپل یو تازه رپورټ کې ویلي پاکستان په نړۍ کې د ښځو لپاره دویم خطرناک هیواد دی.
د رپورټ تر مخه پاکستان کې اوس هم ښځې د جنسي زور زیاتي سره مخ کیږي، د ښځو پرضد د تشدد پېښو کې زیاتوالی راغلی او کار کونکو ښځو ته د کارونو په سر پوره پېسې نه ورکړل کیږي.
د ادارې د تازه رپورټ تر مخه پاکستان کې ۷۵ سلنه ښځې د زراعت یا کر کېلې سره تړلي دي خو په دغو کې ۶۰ سلنه ښځو ته د خپلو کارونو روزګارونو په سر معاش یا پېسې نه ورکړل کیږي.
د اېچ ار سي پي د کال ۲۰۱۸م د رپورټ تر مخه پاکستان کې د ښځو تر څنګ په شخصي، تنظیمي او د مطبوعاتو په ازادۍ قدغنونه سېوا شوي او د سکولونو نه بهر ماشومانو په شمیره کې زیاتوالی راغلی.
د هیومن راېټس کمېشن اف پاکستان غړې زهرا یوسف د ادارې د تازه رپورټ په اړه وي او ای ډیوه ته وايي د ښځو په شان د ماشومانو پرضد د جنسي زور زیاتو پېښې هم ډېرې شوي.
٫٫ کال ۲۰۱۸م کې هم د ماشومانو پرضد د جنسي زور زیاتۍ پېښې زیاتې شوي. لویه بېلګه يې د زېنب کېس وو چې پکې مجرم ته د مرګ سزا هم ورکړل شوي خو ګڼ شمیر نورې پېښې داسې شته چې پکې انصاف نه دی شوی.٬٬
د بشري حقونو د څار دغه لویې ادارې په پاکستان کې د سکولونو نه بهر ماشومانو په زیاتیدونکي شمیره اندېښنې ښودلي او زیاته کړې يې ده چې د کال ۲۰۱۷ په پرتله په کال ۲۰۱۸م کې د سکولونو نه بهر ماشومانو شمیره کې ۲۱ لکه زیاتوالی راغلی. د ادارې تر مخه په کال ۲۰۱۸م کې په ګرد پاکستان کې د سکولونو نه بهر ماشومانو شمیره ۲ کروړه او ۸۴ لکه وه.
زهرا یوسف وي او ای ډیوه ته وايي تیرکال په پاکستان کې د انتخاباتو کال وو چې ورسره میډیا او د بشري حقونو لپاره کارکونکې ادارې هم د سخت فشار لاندې ساتل شوي.
٫٫ تیر کال پاکستان کې بشري حقونو په شاه غورځول شوي. د انتخاباتو وړاندې په میډیا یو شمیر بندیزونه لګول شوي او د میډیا د کنټرول کولو دغه کار لا هم روان دی.٬٬
د اېچ ار سي پي په پاکستان کې عام اولس ته د صحت د سهولتونو په اړه هم اندېښنې ښودل شوي او وېل شوي د صحت لپاره په قامی بودیجه یا بجټ کې برخه ډیره کمه ده. په رپورټ کې حکومت ته وړاندېز شوی چې په بجټ کې دې د صحت لپاره ۶ ٪ برخه وټاکل شي چې عام اولس ته د صحت سهولتونو په اسانه تر لاسه شي.