لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

اېچ ار سي پي: کرونا وبا ته ځواب - د عمران خان په حکومت د اولس باور کم شوی 

Human-Rights-Commission-of-Pakistan-HRCP
Human-Rights-Commission-of-Pakistan-HRCP

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په یو تازه رپورټ کې ویل شوي د کرونا وبا مخنیوي ته د پاکستان تحریک انصاف حکومت پورته شوي ګامونو نه پاکستاني اولس خوشحاله نه دی او په حکومتي مشرانو د اولس باور کم شوی.

د هیومن راېټس کمېشن اف پاکستان (اېچ ار سي پي) لخوا خپور شوي دغه رپورټ کې ویل شوي، د هیواد په صحي نظام کې د وړاندې نه موجود امتیازي سلوک او د برابرۍ نشتوالي کې د کرونا وبا به ورځو کې زیاتوالی راغلی.

په خېبرپښتونخوا کې د بشري حقونو د کمېشن مشر کامران عارف وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويلي، په موجوده حالاتو کې بې وسه او غريب خلک د خپلو حقونو نه بې برخې پاتې کېږي.

کامرانا عارف زياتوي: ٫٫چې مزدوري او کارونه روزګارونه ختم شو نو د حکومت سره هیڅ تګلاره نه وه چې د بې وسه خلکو سره څه امداد وشي او یا ورته د روزګار نورې لارې هوارې شي. سره د دې په ټولنه کې لږکۍ د امداد نه محرومه پاتې شوي. د مذهبي لږکيو ترڅنګ په جسماني توګه معذوره خلکو کې دغه ګراني لا زياتېږي ځکه چې امداد ورکوونکي هم اکثر جانبدار کردار ادا کوي.٬٬

د بشري حقونو د کمېشن ترمخه پاکستان کې ۲۵ فيصده خلک د کرونا وبا په وخت د حکومتي ګامونو نه خوشحاله دي او شاوخوا ۹۴ فيصده خلک د کرونا وبا نه متاثر شوي دي.

د رپورټ ترمخه ۵۰ فيصده خلک دريځ لري چې د امداد ورکولو په مهال د مذهبي لږکيو ټولنه د امداد نه بې برخې پاتې کېږي او ۷۰ فيصده خلک دا سوچ لري چې په دې وبايي حالاتو کې په زنانوو په کورني تشدد کې زياتوالی راغلی.

ياد کمېشن د حکومت نه غوښتنه کړې چې د کرونا وبا په دې ورځو کې دې زده کوونکو ته دې د انټرنټ اسانتياوې ورکړي.

د خېبرپښتونخوا خبريال مشتاق يوسفزی وايي د کرونا وبا نه وړاندې چې کوم ګامونه حکومت له پورته کول پکار وو هغه نه وو پورته شوي او پاکستان کې د وړاندې نه د څار نظام کمزوری دی. د نوموړي په وینا په غریځو سیمو کې د کرونا وبا د ټېسټ یا معاېنې هېڅ اسانتياوي نشته.

د پاکستان تحریک انصاف حکومت بیا دريځ لري،‌ د کرونا د لاسه پیدا شوي معاشي ستونزو له امله هیواد ته د درې زره اربه روپو نه زيات تاوان رسیدلی.‌

د عمران خان حکومت وايي د کرونا وبا نه اغېزمنو شوو خلکو لپاره یې د احساس پروګرام لاندې ۱۲۰۰ اربه روپۍ مرستې اعلان کړي. د دغه پروګرام مشرې ثانيه نشتر په ټولنيزو رسنيو ويلي،‌ بې وسه خلکو ته ورکړل کیدونکې پېسې د ۱۴۴ اربه روپو نه ۲۰۳ اربه روپو ته سېوا کړی شوي او نژدې ۱۷ میلینه کورنۍ به د دغې نه ګټې ترلاسه کوي.‌

اېچ ار سي پي په خپل رپورټ کې دا غوښتنه هم کړې چې حکومت بايد د خلکو روزګارونه بچ وساتي، موجود وسايل په کار راولي او غېر ضروري دفاعي مصرف راکم کړي.

See all News Updates of the Day

اتمانزۍ جرګې د امن غوښتنې دپاره د بنو، ميرانشا سړک د احتجاج په توګه تړلی

د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې اتمانزۍ قومي جرګې د بنو-میرانشاه سړک هر ډول تګ راتګ لپاره د احتجاج په توګه تړلی دی.

‎جرګه وایي، دا فیصله یې د سیمې په روانه ناامنۍ او د دوامداره پوځي عملیاتو له وجې د ولسي خلکو د ستونزو په نظر کې نیولو سره کړې ده.

‎د جرګې یو غړي نثار علي وايي، چې دوی له تېر یو کال راهسې له حکومته د سیمې د امن او امان د بیرته راوستلو لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کوي، خو تر اوسه هیڅ پرمختګ نه دی شوی.

‎نثار علي وويل، "حکومت زموږن غوښتنې اوري، خو عمل پرې نه کوي. مونږ به دا احتجاج تر هغې روان وساتو، څو چې د امن دپاره رښتوني اقدامات نه وي شوي".

‎له بلې خوا، حکومتي چارواکي وایي چې د امن راوستلو لپاره هڅې روانې دي، پوځ او پولیس په سیمه کې موجود دي، د دې دپاره چې امنيتي حالات قابو وساتي.

یو لوړپوړي امنیتي چارواکي چې خپل نوم یې څرګند نه کړ، وې یې ویل چې په تېره اوونۍ کې په رزمک کې د ترهګرو پرضد عملیاتو کې اته ترهګر وژل شوي دي.

‎دغه پیښې په داسې وخت کې کیږي چې په 2014م کال کې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره د ضرب عضب عملیات ترسره کړي وو.

‎د سیمې د سوداګرو د اتحادیې مشر ثناء الله وایي، په دې عملیاتو کې د سیمې د 20,000 څخه زیات دوکانونه ړنګ شوي او په اربونو روپۍ مالونه خراب شوي دي.

‎سوداګر وایي، تر اوسه دوی ته د دې زیانونو معاوضه نه ده ورکړل شوې، او د ناامنۍ له وجې یې کاروبارونه هم زیات اغېزمن شوي دي.

‎اتمانزۍ جرګه له تېر یو کال راهیسې د سیمې د خراب امنیت پر ضد احتجاجونه کوي، او د پاکستان د ازادۍ ورځ یې د تورې ورځې په توګه لمانځلې وه.

‎ د سیمې یو قبایلي مشر خلیل وزیر وایي، د ضرب عضب عملیاتو وروسته د سیمې 800 نه زیات کسان د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوي دي. نوموړی وایي دوی مجبوره دي چې احتجاج وکړي ځکه، چې د دوی وسايل لوټل کیږي، او غوښتنې یې لا هم نه دي پوره شوي.

‎د پولیسو چارواکي وایي چې د سیمې امنیتي وضعیت مخکې په پرتله ښه شوی، او قانون نافذونکي ادارې حالات کنټرول ساتي.

خو بیا هم ځایي خلک وایي چې دوی به خپل احتجاج تر هغه وخته پورې روان وساتي، څو چې د دوی د خوندیتوب او حقونو لپاره د اقداماتو ګامونه نه وي اخستل شوي.

مطبوعات: د عمران خان په شمول پولیس د پي ټي ايي په ځینو مرکزي مشرانو نوي مقدمې درج کړي دي

د مطبوعاتي رپوټونو له مخې، ایف آيي آر کي د پي ټي آيي په مشر تور لګول شوی چې د اډیاله بنديخانې څخه یې د احتجاج غږ کړی ٶ چې ګنډاپور پکي په فعاله توګه برخه اخیستې وه
د مطبوعاتي رپوټونو له مخې، ایف آيي آر کي د پي ټي آيي په مشر تور لګول شوی چې د اډیاله بنديخانې څخه یې د احتجاج غږ کړی ٶ چې ګنډاپور پکي په فعاله توګه برخه اخیستې وه

د راولپنډۍ پولیسو د یکشنبې/ اتوار په ورځ د مري روډ په لیاقت باغ کې د سېپټمبر په 28 مه د تاوتریخوالي وروسته د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان او د ګوند چېیرمېن بېرسټر ګوهر خان په ضد د ترهګرۍ درې نوي مقدمې درج کړي دي..

په دې قضیو کې د ملي ادارو په وړاندې د تاوتریخوالي د هڅولو تورونه هم شامل دي. د خېبر پښتونخوا وزیر اعلا علي امین ګنډاپور هم نومول شوی دی.

د مطبوعاتي رپوټونو له مخې، ایف آيي آر کي د پي ټي آيي په مشر تور لګول شوی چې د اډیاله بنديخانې څخه یې د احتجاج غږ کړی ٶ چې ګنډاپور پکي په فعاله توګه برخه اخیستې وه.

د ترهګرۍ ضد قانون (د اومې مادې) لاندې درج شوي مقدمې کې د وژنې هڅې، د 144 مادې د سرغړونې او د ترهګرۍ اړوند نور جرمونه هم شامل دي.

د پي ټي آيي چېيرمېن او د خېبرپښتونخوا وزير اعلي هم د پاکستان د جزا قانون د 109 برخې لاندې د هڅولو په مقدمو کې په مستقيمه توګه نومول شوي دي.

د نوي ټاون او سول لاین پولیسو دا قضیې درج کړي. په ايف ايي ارز ۔ کي ويلې شوي د پنجاب په حکومت او ملي ادارو د نیوکو سره، مظاهره چیان د ورانکارۍ، بلوا او پوليس په کاڼو ويشتلو تورن دي.

د پى ټي ايي په ځاؽى مشرانو د راولپنډۍ په ټول ښار کې مقدمې درج کړل شوي ، په شمول د سټي پولیس سټیشن کې دوه قضیې چې پکې 15 مشران نومول شوي او 300 مظاهره کونکي نامعلومه دي٠

د پي ټي آئي شاوخوا 450 کارکنان، د مهمو مشرانو لکه عالیه حمزه، عامر مغل، شهریار ریاض او د راولپنډۍ ضلعې ټول قومي او صوبايي اسمبلۍ کاندیدانو سره په ایف آی آرونو کې نومول شوي دي.

په همدې حال کې، د سپټمبر په ۲۸ مه په راولپنډۍ کې د پي ټي آيي د پلویانو او پولیسو تر منځ د مظاهرو او نښتو وروسته، د 126څخه زیات د پي ټيي ايي مشران او کارکنان نیول شوي او په پنځو مختلفو پولیسو سټیشنونو کې د ترهګرۍ شپږ مقدمې درج شوي دي.

په دې قضیو کې د ترهګرۍ ضد قانون، د وژنې هڅې او نور بېلابېل جرمونه شامل دي.

په ایف آيي آرونو کې نومول شویو کسانو کې د پي ټي آی مهم مشران هم شامل دي چې پکې د این ای 56 څخه شهریار ریاض، سیمابیه طاهر، او د اسلام اباد څخه امیدوار عامر مغل او همدارنګه د راولپنډۍ د پي ټي آئي صدر چوهدري عامر افضل او عالیه حمزه شامل دى.

په لیاقت باغ کې د احتجاج نه علاوه د راولپنډۍ په ټول ښار کې مقدمې درج کړې شوې وې چې پکې د سټي پولیس سټیشن دوه مقدمې هم شاملې وې چې پکې ۱۵ مشران نومول شوي او ۳۰۰ مظاهره کوونکي لا هم نامعلوم پاتې دي.

بل لور ته د خیبر پښتونخوا حکومت د یکشنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د احتجاج په مهال د پاکستان د تحریک انصاف (پي ټي آی) د کارکنانو پر ضد د پنجاب د پولیسو پر ضد قانوني اقدام کولو اټکل کړې.

په یو بیان کې، د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو په چارو کې د وزیر اعلی سلاکار بیرسټر محمد علي سیف وویل: "حکومت پرون د ماډل ټاون په څیر د يو سانحې پلان کړې وه. [زموږ] په [کارکوونکو] مستقیمې ډزې وشوې."

د پوليس او پي ټى اؽى يلويانو تر منځ انښتو نه ورسته د خېبر پښتونخوا اعلى وزير على امين ګنډاپور يو ويډيو پيغام کي ويلى ٶو چې تشدد او ګولۍ چلول دوى د خپل مقصد نه نشى لرې کولې او دړکه ؽى ورکړې وه که راتلونکى وخت کي په دوى څوک يوه ګولۍ چلوي نو دوى به يې په ځواب کي لس ګولۍ چلوي.

دي ته په عکس العمل کي د پنجاب د اطلاعاتو وزيرې عظمى بخارى او د اطلاعاتومرکزي وزير عطالله تارړ ويلي ٶو چې ګنډاپور يو غير زمه وار تن دی او دې د اعلا وزارت لپاره نا اهله دی. دوى ويلى ٶو د ګنډاپور دا بيان ښيي چې دوى د نهمې مۍ د تشدد د پيښو نه ډير متاثره دي.

د دوى وينا وه که ګنډاپور پنجاب سره مقابله کوي نو د تعليم، صحت او روزګار څانګو کي دي وکړي. پي ټى ايي د تيرو يولسو کلونو راهيسى خيبر پښتونخوا کي په واک کي ده خو د پرمختيا په ځاؽى ؽى دا صوبه د درانو قرضونو د لاندي راوست.

پي ټي ايي ته د جلسې آجازت په نه ورکړی کېدو پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسى او د جې يو ايي ف مشر مولانا فضل الرحمان په حکومت نيوکې کړي او ويلى يې دي چې جلسه يا جلوس د پي تي ايي يو جمهوری حق دی او په يو جمهورى حکومت کي دا رقم فاشسټ ګامونه نه دي اخستل پکار.

پاکستان: وکيلانو د ججانو نه غوښتي، اييني عدالت دې ونه مني

پاکستان کې د 300 پورې وکیلانو، قانون پوهانو، په پرانستې ليک کې د قاضيانو نه غوښتنه شوې، چې ایینې عدالت ونه مني، ځکه د دوی په وينا، دا به د پاکستان پر اساسي قانون برید وګڼل شي. څېړونکي وايي ترمیمي مسوده کې که هر څه وي، باید پارلیمان کې دننه او بهر پرې بحث وشی.

د وکيلانو لخوا په يو خط کې د مجوزه اييني ترميم په اعتراض کې ويل شوي چې نوی عدالت به د پي سي او عدالت ته ورته وي او د هغې ججان به د پي سي او ججانو څخه مختلف نه وي.

وکیلانو ادعا وکړه چې ايینې بدلونونه له بحث پرته په شپه کې معرفي شوي او د حقيقي ټولنې ملاتړ نه لري. او په تاريخ کې د اساسي قانون د سرغړونې برخه جوړ نه شی.

قانون پوه سنګین خان اېډوکېټ وايي، "کوم ترمیمونه چې کیږې، د هغه لپاره به په ایین کې ډیر لوی بدلو ن کول وي، نو پر دې باندې که چري په پارلیمان کې دننه او د پارلیمان څخه بهر بحث نه وي شوی، او په تندۍ کې منظور کړی شي نو دا به متنازعه وی. او کوم سیاسي غېر استحکام چې په ملک کې دی هغه به نور هم زیات شي".

د پاکستان مرکزي حکومت په ايين کې د بدلونونو قانوني مسوده په عدالتي نظام کې د شفافيت لپاره ضروري ګرځوي او په دې وروستیو کې د اساسي قانوني پیکج باندې د موافقې له ناکامۍ وروسته، دغه اینیې مسوده زر تر زره پارليمان ته وړاندې کول غواړي.

په تیرو ورځو کې، د وزیراعظم سلاکار بیرسټر عقیل ملک د یو شخصي ټیلي ویژن ډان نیوز سره خبرو کې ویلي وو، د 26م اييني ترميم د کوم خاص تن لپاره نه دی چې د منظورۍ لپاره به د اکتوبر په لومړۍ اوونۍ کې پارلیمان ته وړاندې شي.

د پاکستان د مطبوعاتو ترمخه په ايين کې د بدلون مسوده کې د 50 څخه زیات بدلونونو راوستو وړانديزونه شوي دي چې پکې ایینې عدالت جوړول، د سپريم کورټ د مشر قاضي د درې کلنۍ دورې موده غځول او د عدالتونو واک محدودول يې تر ټولو اهم ټکي دي.

د پیپلز ګوند پخوانی سېنېټر فرحت الله بابر وايي، "حکومت که څه هم دا مني چې دا یو ایینې پیکج په اړه دی، خو زه ویره لرم چې په دغه پیکج کې نورې هم داسې خبرې دي چې هغه به ایین ته زیان ورسوي. د دغه مسودې اصلي حالت باید د پارلیمان او خلکو مخې ته راوړل شی او پرې بحث وشي".

د پاکستان په اساسي قانون کې، د سپريم کورټ د مشر قاضي لپاره د دندې موده نه ده ټاکل شوې، او د هغه کاري دوره د هغه د 65 کالو عمر ته د رسیدو سره تړلې ده.

پاکستان تحریک انصاف ویره لري چې د اوسني چيف جسټس قاضي فايز عیس د کار موده زیاتولو لپاره په ایین کې د بدلون راوستو هڅې کیږې. خو د وزیراعظم سلاکار بیرسټر عقیل ملک وینا ده چې د قاضي د کار د مودې ختمیدو سمدستې وروسته به تر ټولو سينير قاضي وټاکل شي.

رپورټ: پاکستان کې مېشته وسله والې په ایران کې په پولیس د حملې ذمه واري منلې

د پاکستان په بلوچستان او د ایران په سیستان بلوچستان صوبه کې د وسله والو د موجودګۍ په سر د دواړو ملکونو تعلقات د تاوتریخوالي ښکار شوي دي او دواړه دواړه په یو بل د خبلو مخالفینو د پناه الزام لګوي
د پاکستان په بلوچستان او د ایران په سیستان بلوچستان صوبه کې د وسله والو د موجودګۍ په سر د دواړو ملکونو تعلقات د تاوتریخوالي ښکار شوي دي او دواړه دواړه په یو بل د خبلو مخالفینو د پناه الزام لګوي

د پاکستان سره په پوله د ایران په جنوب مشرقي صوبې سیستان بلوچستان کې د وسله والو په مختلفو حملو کې لږ تر لږه درې پولیس وژل شوي دي. دا خبر د ایران سرکاري مطبوعاتو د ګل، دوشنبې، په ورځ خپور کړو.

د ای اېف پي خبري ادارې د ترمخه په پاکستان کې مېشته وسله والې ډلې جېش العدل په پولیس د دوو حملې ذمه واري منلې ده.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، سیستان بلوچستان د ایران د غریب ترینو څخه یوه سیمه ده چې د پاکستان سره سرحد لري او د ډېر وخت راهسې د بې امنۍ ښکار ده.

د رپورټ ترمخه د سیستان بلوچستان په بې امنۍ کې د نشۍ توکیو سمګلران، باغیان، اقلیتي بلوڅان او سخت دریځه سنیان لاس لري.

ایرنا خبري ادارې د ګل، دوشنبې، په ورځ یو رپورټ کې وویل څو ګنټې وړاندې د سیستان بلوچستان په هیرمند سیمه کې یو سرحدي محافظ ووژل شو.

ایرانا وویل په سیمه کې په قانون نافذ کوونکو په جدا حمله کې بل سرحدی محافظ ووژل شو او دوه نور زخمیان شول.

په ایراني پولیس بله حمله په کش نومې کلي کې وشوه او یو پولیس په کې ووژل شوو.

د ای اېف خبري د رپورټ ترمخه جېش العدل په پولیس د دوو وروستیو حملو ذمه واري ومنله.

جېش العدل په تېرو څو میاشتو کې د یو شمېر حملو ذمه واري ملنې ده چې په کې د اتوار، يکشنبې، په ورځ حمله هم شامله ده. په دغه حمله کې یو پولیس وژل شوی دی.

د رپورټونو ترمخه، جېش العدل د ایراني سیمې د بلوچ اقلیتونو دپاره د زیاتو حقونو غوښتنه کوي او په تېرو وختونو کې يې هم د حملو مسولیت منلی دی.

د ایران سیستان بلوچستان د پاکستان د بلوچستان صوبې سره پوله لري او پاکستانۍ سیمه هم د تېرې څه مودې راهسې د بې امنۍ ښکار ده. په پاکستانۍ صوبه کې بېلتون خوښي وسله واول او سخت دریځه مذهبي ډلې وخت په وخت د حملې ذمه واري مني.

د پاکستان په بلوچستان او د ایران په سیستان بلوچستان صوبه کې د وسله والو د موجودګۍ په سر د دواړو ملکونو تعلقات د تاوتریخوالي ښکار شوي دي او دواړه دواړه په یو بل د خبلو مخالفینو د پناه الزام لګوي.

تېر کال د تېرې جنورۍ په میاشت کې ایران دعوه کړې وه چې ځواکونو يې د پاکستان په پنجګور سیمه کې د جېش العدل دوه مرکزونه په ډرون او مزایلو وویشتل او د ډلې وسله والو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

پاکستان د ایراني حملې غندنه کړې وه او ویلي یې وؤ چې په حمله کې دوه ماشومان وژل شوي او څو نور ملکي کسان زخمیان شوي دي.

د ایران د حملې دوه ورځې وروسته پاکستان وویل په "مرګ برسرمچار" عملیاتو کې یې د ایران په خاوره د ترهګرو پټن ځایونه وویشتل. ایران وویل د پاکستان په حملې نهه غېر ملکیان ووزل شوو چې زیاتره ښځې او ماشومان وو.

په یو بل د حملو وروسته دواړو ملکونو د یو بل سره سفارتي تعلقات قطع کړل چې وروسته بحال شول.

په عین حال کې د افغانستان واکمنو طالبانو ویلي داعش د پاکستان په بلوچستان او په خېبرپښتونخوا صوبو کې مرکزونه او تربیتي کېمپونه لري.

د افغانستان د واکمنو طالبانو ترجمان ذبيح الله مجاهد دعوه کړې چې په دويم ستمبر په کابل کې بريد او نورو بريدونو کې ککړ کسان یې نيولي چې په کې د پاکستان د بلوچستان صوبې د مستونګ سيمه کې تربیه شوي د داعش وسله وال هم شامل دي. پاکستان د طالبانود وياند بيان ته سمدستي ځواب نه دی ویلی.

ذبيح الله مجاهد زياته کړې، د طالبانو "د ځانګړو ځواکونو له لوري له ځپل کېدو وروسته اوس د داعش خراسان څانګې پاتې مشران او غړي د ځینو استخباراتي سازمانونو په مرسته بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته نقل شوي او هلته مرکزونه او روزنیز کېمپونه لري.

ذبيح الله مجاهد دعوه کړې، افغانستان کې د داعش خراسان برید کوونکي د پاکستان د بلوچستان صوبې څخه ورغلي وو

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دعوه کړې، د دويم ستمبر په کابل کې بريد او نورو بريدونو کې ککړ کسان یې نيولي، په هغو کې د پاکستان د بلوچستان صوبې د مستونګ سيمه کې روزل شوي د داعش وسله وال شامل دي. پاکستان د طالبانود وياند بيان ته سمدستي ځواب نه دی ویلی.

ذبيح الله مجاهد زياته کړې، د طالبانو "د ځانګړو ځواکونو له لوري له ځپل کېدو وروسته اوس د داعش خراسان څانګې پاتې مشران او غړي د ځینو استخباراتي سازمانونو په مرسته بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته نقل شوي او هلته مرکزونه او روزنیز کمپونه لري".

هغه دعوه کړې دوی "هم په افغانستان او هم په نورو هیوادونو کې له دې نوو مراکزو څخه بریدونه سرته رسوي او هم په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې دیني علماء کرام او د دیني، مذهبي او سیاسي جماعتونو غړي په نخښه کوي او د ځینو کړیو له لوري د خپلو ناوړه اهدافو لپاره کار ترې اخیستل کېږي".

پاکستان سمدستي دغه بيان ته غبرګون نه دی ویلي، خو له دې وړاندې پاکستان تل داسې دعوې کړي او تورونه لګولي، چې د کله نه طالبان په افغانستان واکمن شوي، په پاکستان کې ترهګري سېوا شوې، او پاکستان تور لګوي، تحریک طالبان پاکستان د افغانستان خاوره د پاکستان ضد کاروي.

خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل د پاکستان دغه تورونه رد کړي او وايي، پاکستان دې د خپلې ناکامۍ زمه واري په بل نه ور اچوي.

په 27م ستمبر د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف د ملګرو ملتونو غونډې ته په وينا کې وويل، په افغانستان کې د طالبانو موقت حکومت باید له نړۍ سره کړې ژمنې پوره کړي او د ښځو د حقونو او ترهګرۍ ضد اقدامات وکړي.

هغه ويلي وو، د طالبانو حکومت باید په افغانستان کې د وسلوالو ډلو د غیرفعاله کولو لپاره اغېزمن ګامونه واخلي، په ځانګړې توګه د هغو ترهګرو ډلو خلاف اقدامات وکړي، چې تر پولې پورې غاړهېپه ګاونډیو هېوادونو کې د ترهګرۍ ذمه واره دي.

د نوموړي په خبره، "په دغو ډلو کې داعش، القاعده، ټي ټي پي فتنه الخوارج، مجید بریګېډ، بي ایل اې او نورې ترهګرۍ ډلې چې له بده مرغه پر افغان خاوره لیدل کېږي".

ذبيح الله مجاهد ويلي، د دويم ستمبر په کابل کې ځانمرګي بريد کې ککړې ډلې مهم غړي یې نيولي دي.

کابل کې په دويم ستمبر شوي ځانمرګي برید کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او 13 نور ژوبل شوي وو. داعش د دغه بريد زمه واري منلې وه.

د طالبانو وياند زياته کړې، د دغه ډلې غړي په کابل کې په يو شمېر بريدونو او باميانو کې په خارجي سېلانيانو بريد کې لاس درلود، په ننګرهار او کابل کې د دوی پرضد عمليات شوي دي.

هغغه زياته کړې، د دغه ډلې يو تاجکستانی غړی یې نيولی، او په پلټنو کې معلومه شوې چې د دويم ستمبر بریدګر "د بلوچستان په مستونګ کې د داعش خراسان څانګې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته راغلی وو".
د مجاهد په خبره، "په کابل او فاریاب ولایتونو کې په یو لړ نورو عملیاتو کې د فتنګرو دوه کسه وژل شوي او یو شمېر یې ژوندي نیول شوي دي. په دوی کې هم یو شمېر داسې کسان شته چې تازه د بلوچستان په مستونګ کې د داعش خراسان څانګې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته را ستانه شوي وو".

نور کتل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG