د مردان عبدالولي خان پوهنتون د مورنیو ژبو نړيواله ورځ د کلتوري ورځ په توګه ولمانځله، پوهان وايي په تعليمي ادارو کې دې ابتدايي تعليم په مورنيو ژبو کې ورکړل شي۔ د پښتونخوا کالج اف آرټس او د پوهنتون د پښتو څانګې په ګډه دا غونډه راجوړه کړې وه. نور حال د رياض حسين په دې رپورټ کې:
په پښتونخوا کې د کروندګرو تنظیم وایي لګول شوي زرعي ټيکسونه نه شي زغملی او حکومت دې دغه قانون ته بیا کتنه وکړي. د مرکزي حکومت په وینا په ټولو صوبو کې زرعي قوانین منظور کړی شوي چې ملکي امدن زيات کړي خو پوهان وايي زرعي ټيکسونه به په پیداوار بدې اغېزې وکړي. تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کې:
په پښتونخوا کې د تعلیم پوهان وايي د لوړو زدکړو په ساینس او انجینېرنګ څانګو کې د ښځو او سړو زده کوونکو تر منځ فرق راکم شوی او د زیات تره ساینس مضامین او انفارمیشن ټیکنالوجی په څانګو کی د جینکو شرح د هلکانو نه هم زیاته شوې ده. نور تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کې:
سایبان غېرسرکاري ادارې ته به د امریکا د بهرنیو مرستو ادارې یو اېس اېډ پیسې ورکولې خو چې د امریکا نوي حکومت پرې مالي مرستې ودرولېو اوس سایبان او په زرګونو نورې ادارې دغه پیسې اخستلی نه شي. سایبان د افغان کډوالو ماشومانو او نورو برخو کې بېلابېلې منصوبې لرلې چې بندې شوې. تفصیل د ریاض حسېن په رپوټ کې:
د پښتونخوا اسمبلۍ په صوبه کې د زرعي ټيکس لګولو قانون منظور کړی، خو کرونده ګر وايي په صوبه کې کرکيله يا زراعت د تاوان سره مخ دي، بايد حکومت د ټيکس یا ماليې لګولو پر ځای کروندګرو ته اسانتياوې برابرې کړي. اقتصادپوهان وايي د زرعي ټېکس سره به آمدن زیات شي. تفصیل د ریاض حسېن په رپوټ کې:
د خېبرپښتونخوا صوبايي اسمبلۍ په صوبه کې د زرعي ټېکس لګولو قانون منظور کړی، خو کرونده ګر وايي په صوبه کې کرکيله يا زراعت د تاوان سره مخ دي، بايد چې حکومت د ټېکس یا ماليې لګولو په ځای کرونده ګرو ته اسانتياوې برابرې کړي.
د پاکستان د شماریاتو اداره وايي روان مالي کال 2024 او 25 په شپږو میاشتو کې د اقتصادي قرارۍ باوجود تجارتي خساره 13 فیصده زیاته شوې او د درامداتو او برآمداتو ترمنځ فرق 11.5 اربه ډالره ته رسېدلی. تفصیل د ریاض حسېن په رپوټ کې:
ملګرو ملتونو او اېشیايي پرمختیایی بېنک اټکل کړی چې روان مالي کال به د پاکستان د قامي پرمختیا کچه له درې تر درې اعشاريه څلور فیصده پورې وي خو اقتصاد پوهان ګومان کوي قامي پرمختیا به دوه اعشاريه پينځه فيصده پاتې شي. نور تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کې:
کال 2024 د پاکستان د سټاک ایکسچینج دپاره په کاروباري توګه یو مثبت کال ګڼل شوی او اقتصاد پوهان وايي د ملکي مثبتو معاشي اشارو له امله د ونډو بازار په مجموعي کچه 84 فیصده یا 52000 درجې زیات شوی دی. نور تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کې:
په صوابۍ ضلع کې د ګرانې بجلۍ، لوډشیډنګ، بدامنۍ او په ځوانانو کې د نشيي توکو د استعمال په ضد پرلت په دریمه ورځ هم روان دی. صوابۍ ایکشن کمېټي غوښتنه کوي د اوبو ارزانه بجلي دې په ټوله صوبه کې بغیر د لوډ شیډنګ روانه وساتل شي او امن دې بحال کړی شي. تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کې:
په عبد الولي خان پوهنتون کی د پښتو څانګې وړومبۍ زده کوونکې د ایم فل څېړنې مکمل کړې. د پوهنتون چارواکي وايي پښتو څانګه د پښتنو اتلانو په ادبي، تاریخي او سیاسي خدماتو څېړنې کوي چی پښتانه د خپل کلتور او تاريخ نه خبر شی. پوهان په مورنیو ژبو د ابتدایی تعلیم غوښتنه کوي. تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کې:
پاکستاني رسنۍ وايي د نړیوالې مالیاتي ادارې پلاوی د نومبر له 11 نېټې د پاکستان سفر کوي چې د اووه اربه ډالره پور وروسته د حکومتي ګامونو جايزه واخلي. د خزانې وزارت وايي اقتصادي اشارې مثبت اړخ ته روانې دي خو روان کال که د ماليې هدف ترلاسه نه شو نور ټيکسونه ولګوي. تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کې:
د پاکستان سټېټ بینک د مانیټري یا زرې پالیسۍ د کمیټۍ غونډه د نومبر په څلورمه نېټه رابللی او اقتصاد پوهان وایي امکان لري د سود په کچه کی دوه فیصدی نور کمی راشي، خو سوداګر غوښتنه کوي چې بايد د سود کچه یوې هندسې ته راکمه کړی شي. نور تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کې:
د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب په امریکا کې د نړیوالو مالیاتي او درجه بنديو ادارو د مامورینو سره د ملاقات په وخت ویلي ملکی معیشیت په سمه لاره روان دی او په پاکستان کی د پانګونو امید هم زیات شوی
پولیسو مردان کې د دوو نرښځيانو په وژنه کې ککړ ملزمان نیولي او وایي د سبب په اړه یې پلټنې کوي. د نرښځيانو اتحادیه وايي وړاندې هم پولیس داسې ګرفتارۍ کړې خو داسې خلک بیا عدالتونو خوشي کړي دي. د پښتونخوا امن جرګه وایي د پېښې دې د ترهګرو سره د اړیکو په بنیاد پلټنې وشي. تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کې:
د خېبرپښتونخوا په مردان ښار کې دوه نرښځيان د خنجر، تُورې په ګوزارونو وژل شوي دي، پوليس وايي د پېښې مقدمه درج کړل شوې او پلټنې پيل کړل شوي دي.
په منځني ختېځ کې د ایران او اسرایل تر منځ د جګړې له امله په نړیوال مارکیټ کې د خامو تېلو بیعې زیاتې شوي. اقتصاد پوهان وايي دا به د پاکستان په اقتصاد بدې اغیزې ولري او د خلکو ژوند به نور ګران شي. نور تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کې:
د پاکستان د شماریاتو اداره وايي په ملک کې ګراني په تېرو درې نیم کالو کې 6.9 فیصده ته راکوزه شوې خو کاروباریان او عام وګړي وايي د ګرانۍ د کمي اثرات په مارکیټ نه دي شوي. کاروباریان وايي خوراکي توکي لا نور هم ګران شوي دي. نور تفصیل د ریاض حسین په رپوړټ کې:
نور کتل