په خیبر پښتونخوا کې ورځ تر بلې زیاتېدونکي تشدد او ناامنۍ سیاسی ګوندونه هم اندېښمن کړي او وایي په صوبه کې حکومتي واک ختم شوی او د هیچا سر و مال خوندي نه دي.
صوبایي حکومت وایي ترهګري یوازې د صوبې نه بلکې قامی مسله ده او باید چې مرکزي حکومت ددې ستونزې د له مینځه وړلو لپاره سنجيده رویه اختیار کړي.
د قامي وطن پارټۍ صوبایي مشر سکندر خان شیرپاو وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وایي امن و امان ټینګول د صوبایی حکومت ذمه واري ده خو له بده مرغه په صوبه کې له ماښام وروسته د امنتي ادارو مرکزونه وتړل شی او ولس د ترهګرو په رحم و کرم پریښودی شي.
هغه وایي باید صوبایي حکومت د خلکو د ژوند د خوندي ساتلو حق ادا کړي
د سکندر شېرپاؤ په وینا, په ټوله صوبه کې امنیتي واک په نظر نه راځي د صوبې د ابادۍ او علاقې په حواله هم په 75 فیصده برخه د حکومت واک ختم شوی په دغه سیمو کې چې حکومتي رټ(واک) نه وي او خلک ځان غیر محفوظ ګڼي نو بیا د حکومت نه څه تمې کیدای شی،،
خو د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند بېرسټر سېف وایي ترهګري يوازې د خېبرپښتونخوا نه بلکې قامي مسله ده.
ډیوه سره خبرو کې هغه وایي مرکزي حکومت په دې لړ کې ټوله زمه واري په صوبه ور اچوي خو ځان د دغه زمه وارۍ څخه نه شي خلاصولی.
سېف وایي، د مرکزي حکومت د غېر سنجيدګۍ او افغانستان سره د خرابو اړیکو له امله ترهګري سېوا کيږي.
حکومت مخالفه سیاسي ګوندونه وایي صوبایي حکومت ته د روانې بد امنۍ احساس نشته او د بیګناه خلکو د تحفظ دپاره باید سنجيده ګامونه واخلي.
د جومات اسلامي پخوانی صوبایي وزیر عنایت الله خان وایي"مسلسل حملې کیږي خو زه پوهیږم د صوبایي حکومت ترجیحات هم دا نه ښکاري او د مرکزي حکومت دپاره خو خیبر پښتونخوا او بلوچستان هډو ترجیحات نه دي"
نوموړی وایي، مرکزي حکومت داسې فکر کوي چې یوازې د پنجاب او سیند صوبو حکومتونه هغوي دپاره کافي دي او امنیتي اداراو ته هم دا حساس نشته چی عوام د هغوی په اړه شکونه ښکاره کوي اؤ اعتماد یې پرې ختم شوی دی.
په نزدې ورځو کې د پاکستان په دوؤ صوبو خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې پرله پسې پینځه ځانمرګي بریدونه شوي چې پکې د امنیتي اهلکارو تر څنګ د نوښار د مشهورې حقانیه مدرسې مشر مولانا حامد الحق هم وژل شوی دی.
په بنو پوځي چاوڼۍ له شوي ځانمرګي برید وروسته د پوځ مشر جنرال عاصم منیر بنو ته د خپل سفر په مهال په بنو چاوڼۍ حمله کې ککړ ترهګر وژل شوي خو ددې برید پلانونکي اؤ سهولت کاران به هم د قانون منګولو ته ورکش کولی شي اؤ پوځ به د ولس خوندي کولو په لړ کې هیڅ کسر نه پرېږدي.
د امنیت په چارو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی طاهر خان وایي" د پاکستان دپاره دا یو غټ چیلنج دی، زما خیال دی وسله بریالي کیږي چې نور خلک ځان سره ملګري کړي"
د طاهر خان په خبره "څوک په امنیتي کمزوریو خبره نه کوي چې څنګه 16ؤ پورې کسان په ګاډو کې راځي، حساسې سیمې ته رسېږي اؤ د هغوي څوک مخه نه نیسي او هلته رسیدل یو غټ چیلنج دی د امنیتي ادارو دپاره او د هغوی د نګرانۍ د نظام دپاره"
پاکستان په دې وروستیو کې د ترهګرۍ نړیواله درجه بندۍ کې په 163 ملکونو کې په دویم نمبر راغلی او تېر کال په دې هیواد کې شاوخوا 1,081 بریدونو سره ترهګري 45 فیصده زیاته شوې ده.
رپوړټ وایي د ترهګرۍ 96 فیصدي پېښې افغانستان سره پیوست سرحدي سیمو کې شوې دي.
غیر دولتي اداره پاکستان انسټيټويټ فار پيس سټډيز په خپل رپوړټ کی وایي
په پاکستان کې د فرورۍ په میاشت کې د ترهګرۍ په پېښو کې 73 فيصده زياتوالی راغلی، د ترهګرۍ په 54 بېلابېلو پېښو کې 121 کسان وژل شوي او 103 نور ژوبل شوي
Forum