د خېبر پښتونخوا او بلوچستان ترمنځ پرته غريزه سيمه کې يو پټېډاره - پټه لرونکې ماده کوږ د خېبر پښتونخوا قانون سازې اسمبلۍ غړي فېصل امين ګنډا پور د ځاي چارواکو او د ځنګلاي حیات تحفظ کونکی ضلعي انتظاميې په مرسته هغه وخت وژغورله کله چې هغه پسې سپي پرېښودلی کیدو او نيولو ته يې نزدې وو
ياده دې وي چې کوږ پسې سپي پرېښودل او په هغې دا نايابه ځناور نيول په دغه يادو سيمو کې يوه ځاي لوبه ده.
کوږ یو داسې ځناور دے، چې د خېبر پښتونخوا په جنوبي سيمو کې يې خلک د اشوېرنګ، کفتار او کژبل په نامه هم پېژني.
د ځنګلاتو ضلعي افسر خان ملوک وايي چې دا د ځناور هغه قسم دی چې شمېره د زیات خطر سر نه ده مخ خو په پاکستان کې د بلوچستان سيمو کې د دې ابادي ډېره کمه ده او د خېبر پښتونخوا د جنوبي سيمو په غرونو کې دا شتون لري. هغه وايي چې په دې سيمو کې په دې سپي پرېښودل يو زوړ رواج دی.
"په قبايلي ضلعو کې دا رواج-دود دی چې کله دا ونيسي نو په يو لوې مېدان کې يې په ځنځير وتړي، تماشبين راغونډ شي او د علاقې تکړه سپي پرې پرېږدي. دا رواج اوس په ختمېدو دی او په هوارو علاقو کې ختم شوی هم دی خو د بلوچستان او خېبر پښتونخوا په څه جنوبي سيمو کې اوس هم خلک دا لوبه په پټه کوي".
خان ملوک وايي چې دا ځناور د خېبر پښتونخوا وائلډ لائف او بايو ډايورسټي اېکټ درېم شېډول کې دې او دې ته تحفظ حاصل دی او هم د دې قانون د لاندې په دې کې ظلم کول هم راځي.
"د دې قانون تر مخه ځناور سره په ظلم کولو کم نه کمه ۵۰۰۰ نه واخله تر ۱۰۰۰۰ روپو پورې جرمانه او اووه ورځې قېد دی او زيات نه زيات د ۴۵۰۰۰ نه تر یو لک روپو جرمانه او يوه مياشت قېد دی."
خان ملوک وايي چې مونږ کوشش کوو چې مونږ معلومات کوو چې په دې پېښه کې کوم ککړ خلک دي هغو ته ورسيږو او د دې قانون د لاندې به د هغوي په ضد مقدمه درج کوو.
د پاکستان تحريک انصاف سره تعلق لرونکی د خېبر پښتونخوا قانون ساز اسمبلۍ غړی فېصل امين ګنډا پور چې د وائلډ لايف يا د ځنګلي حېواناتو د ژغورنې د بورډ غړی هم دی وايي چې زه خپله د ځنګلي ځناورو ژغورنه کې دلچسپي لرمه او زما ځاي خلکو کې هم داسې نېټ ورک شته چې ماته معلومات رارسيږي. او دا چې کومه پېښه وشوه د دې اطلاع هم ماته داسې راغله.
"ماته د غرمې خبر راغی چې کژبل يې نيولی دی او سپو سره يې د جنګولو د پاره پروګرام جوړوي نو ما ډي سي، د ځنګلي حيات د چارواکو او ځاي پوليس سره رابطه وکړه، هغوي ټولو ډېر همت وکړو ځکه چې دا علاقه کوئي تېور د ډېره اسماعيل خان ښار نه خواوشا د درې نيم ساعت مزل باندې د خېبر پښتونخوا او بلوچستان په پوله او د غرونو مينځ کې ده"
فېصل امين ګنډا پور وايي که دوي لږ هم ناوخته کړی وی نو کژبل به مړه وه، ځکه چې خلک راغونډ شوي وو او سپي يې پرې هم پرېښودلو له راوستي وو، خو د خوشبختۍ نه دوی په وخت ورسېدل، خلکو چې پوليس وليدو نو هغوي وتښتېدل او کژبل مونږه وژغورله. هغه وايي چې دې سره يو نر کژبل هم ليدلی شوی ؤ خو هغه وتښتېدو او دغه خلکو ونه نيولو.
"مونږ د ماده کژبل وژغورله، خو مونږ سره چې ډېره اسماعيل خان کې کوم د ځنګلي ځناور د ساتنې ځای دی هغې کې مونږ سره ډاکټر نشته نو مونږ د درملنې د پاره د شپې دا پېښور ته ولېګله."
فېصل امين ګنډا پور وايي چې کله کژبل د درملنې نه روغه شي نو مونږ به يې هم هغه ځای کې پرېږدو ځکه چې د دې نر هم هغلته دی او چې نر ورسره ليدلی شوی دی نو د دوي نوره رمه به هم دغلته وي. هغه وايي چې په ټوله نړۍ کې د دې ځناور ټوله شمېره د ۱۰ زرو نه کمه ده او د خطرې سره مخ ده.
"زما چارواکو سره خبرې شوي دي، د دغه سيمو د مشرانو يوه جرګه راغواړو چې خلک په دې خبره پوهه کړو چې يو ځناور دی هغه تاسو ته زيان يا تاوان نه رسوي نو تاسو يې ولې وژنئ، چې کله مونږ ځاي خلک ځان سره ملګري کړو نو خبره به اسانه شي".
هغه وايي چې زما دا هڅه هم ده چې چې د ځنګلي ځناور د ژغورنې يوه وړوکې پروژه هم شروع کړو چې هغې کې مونږ ځان سره دوه درې کسان نوکران کړو چې هغوي ځاي خلکو سره خبره کولی شي او مونږ ته معلومات هم راکولی شي.
هغه وايي چې په دې پېښه کې چې کله چارواکي موقع ته ورسېدل نو ټول کلی راغونډ ؤ، نو مونږ ټول خلک نه شول نيولی، خو چا چې د کژبل نيولی دی د هغوي ويډيوګانې مونږ سره شته دي او د هغوي د پېژندګلو د پاره هڅې کوو چې مثالي سزا ورته د قانون د لارې ورکړی شي او خلکو ته سبق ترلاسه شي چې دا يو غلط کار دی.