لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احسن اقبال: امریکا باید د پوځي لارې تر څنګ افغان طالبان خبرو ته هم وهڅوي


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال وایي په سیمه کې د امن لپاره پکار ده چې امریکا او پاکستان ګډ کار وکړي. وایي امریکا باید د پوځي ځواک تر څنګ له سیاسي تګلارې هم کار واخلي او هغه افغان طالبان خبرو ته وهڅوي، چې مذاکراتو ته لېواله دي.

د پاکتسان د کورنیو چارو وزیر امریکې ته د خپل سفر په مهال ویلي، چې د امریکې په کانګرس کې بېلابېلې ډلې دي، چې د بهرنیو مرستو په اړه د خپلې خوښې مسودې وړاندې کوي او دوی د امریکې له حکومتي چارواکو سره خبرې کړې دي او هیله من دی چې امریکا ورباندې اقتصادي مرستې نه بندوي.

خو د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف بیا وایي، چې هېواد یې بهرنیو مرستو ته څه اړتیا نه لري. خواجه آصف وایي پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه د خپلو ملي ګټو لپاره کوي او دا جګړه به دوام ولري، خو وایي د خپل هېواد د چارو لپاره هیڅ بهرنۍ مرستې ته اړتیا نه لري.

احسن اقبال او خواجه آصف دا خبرې په داسې وخت کې کړي، چې د تېرې سه شنبې په ورځ د امریکې په کانګرس کې د یوې قانوني مسودې له لارې غوښتنه وشوه، چې پاکستان ته دې هیڅ ډول اقتصادي مرسته نه ورکول کېږي.

دا چې پر پاکستان د امریکې د پوځي او اقتصادي مرستې د ځنډېدو په اړه ولې په پاکستان کې بېلابېل نظرونه موجود دي او آیا ریښتیا هم د امریکې د مرستې بندېدل پر پاکستان څه اغېز کولای شي که څنګه، د پاکستان د دفاعي چارو څېړونکی پخوانی بریګېډیر محمود شاه وي او ای ډیوه ته وویلي: "پاکستان له امریکې نه ښه توقعات لري، دا خبره له پیسو سره تعلق نه لري، خو پاکستان غواړي چې په امریکا کې د پاکستان په اړه کوم منفي تبلیغات کېږي یا هلته څه منفي بیانیه ده هغه دي ختم شي"

د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان په اړه د امریکې د نوې تګلارې په اساس نوې تجربې کېږي، خو وایي د پاکستان او افغانستان جغرافیه یوه ده، ځکه نو په افغانستان کې د امن لپاره له امریکې سره تر پاکستان بل هېواد ښه مرسته نه شي کولای.

د امریکې د کانګرس د بهرنو چارو د کمیټۍ په وروستۍ غونډه کې د کانګرس ځینو غړو خپل حکومت ته وړاندیز وکړ، چې پاکستان د ترهګرو په ملاتړو هېوادونو کې شامل کړي، ځکه چې وایي دې هېواد هغه ډاکټر [شکیل اپریدی] په بند کې ساتلی، چې د اسامه بن لادن په اړه یې مالومات ورکړي وو.

احسن اقبال وایي که پاکستان له امریکې سره لوجسټیکي او استخباراتي مرسته نه وای کړې، نو القاعده ډلې ته یې ماتې نه شوای ورکولای: "داسې هیڅ شواهد نه دي تر لاسه شوي چې د پاکستان ریاست دي له اسامه بن لادن سره څه مرسته کړې وي".

احسن اقبال وایي د افغانستان د تګلارې په اړه به د ولسمشر ټرمپ رویه نوې وي، خو د حکومت د بې باورۍ تر شا یې هماغه پخوانی تور دی، چې وایي پاکستان ځانګړو ترهګرو [حقاني ډلې او افغان طالبانو] ته پناه ورکړې ده.

احسن اقبال د بي بي سي د یوې تازه سروې په اساس وایي، چې د افغانستان ۷۰ فیصده خاوره د وسلوالو طالبانو په ولکه کې ده، نو هغوی ته اړتیا نه شته چې په پاکستان کې پناه ځایونه ولري.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG