په جرمني کې د اتوار، يکشنبې، په ورځ عام انتخابات کېدونکي دي او د مهاجرت یا د اېميګرېشن په اړه د ووټرانو د تشویش په موضوع په انتخابي مهم کې تاوده بحثونه کېدل. د انتخاباتو بله اهمه مسله ګراني ده.
کرېسچین ډېموکرېټس پارټي ۲۹ فیصد ملاتړ لري او امکان دی چې د پارټۍ مشر فرېډرېک مرز د جرمني اینده چانسلر شي.
د اېميګرېشن مخالفت کوونکي پارټي الټرنېټیو فار جرمني یا ای اېف ډي ۲۱ فیصد حمایت لري. د جرمني استخباراتي ادارې د مشکوک انتهاپسند تنظیم په څېر د ای اېف ډي څارنه کوي.
د ای اېف ډي شریکې باني الیس وېډل د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټېلې وېژن یوه مباحثه کې وویل پکار ده چې به مهاجرت او په سیاسي پناه کې فرق وکړی شي چې ریاست تر اوسه نه دي کړي، هر څه ګډوډ دي او د تېرو ۱۰ کلونو راهسې جرمني ته غېرقانوني مهاجرت شوی دی.
څېړونکی وايي د مهاجرت د مخالفت په سر د ای اېف ډي په مقبولیت کې اضافه شوې ده.
په انتخابي کېمپېن کې ای اېف ډي یوکرېن سره د جرمني د پوځي امداد مخالفت او روس سره يې د نږدې تعلقاتو وکلات کړی دی.
د ای اېف ډي تګلارو د امریکايي ارب پتي ایلان مسک توجه ځان ته ګرځولې ده. د ډسمبر په میاشت کې مسک د سوشل میډیا په اېکس پاڼه ولیکل چې یوازې ای اېف ډي جرمني بچ کولی شي.
د جرمني په یو اخبار کې مسک په یو مضمون کې ولیکل چې ای اېف ډي ته د ښي لاس انتها پسنده ډله ويل غلطه خبره ده. هغه وویل دا خبره په پام کې ساتل پکار دي چې مېرمن وېډل د سري لنکا هم جنس ملګرې لري نو ایا دا د هېټلر په شان ښکارېږي؟ مسک په اېکس وېډل سره د یوې مباحثې کوربتوب هم کړی دی.
د ترهګرۍ حملې
په جرمني کې په وروستي وختونو کې د ترهګرۍ حملو د مهاجرت په اړه بحث راپارولی دی.
د جرمني په ځینو برخو کې د ای اېف ډي د مقبولیت باوجود د جرمنیانو اکثریت د ډلې او د دې د حمایتیانو د بیان بازۍ مخالفت کوي.د انتخاباتو د مخکې په برلن او په ځینو نورو لویو ښارونو کې د ښي لاس د انتهاپسندو خلاف لوی لوی مظاهرې هم شوي دي.
ګراني
که یو خوا د مهاجرت یا د اېميګرېشن په موضوع بحثونه کېږي نو بلخوا څېړونکي وايي ګراني هم د ووټرانو په ذهنونو پرته لویه مسله ده، په داسې حال کې چې د یورپ د ټولو نه لوی اقتصاد د افراط زر د بحران نه د راوتلو کوښښ کوي.
جرمني د روس په ارزان بېعه توانای انحصار کولو خو په یوکرېن د روس د یرغل وروسته چې یورپي ملکونو روس سره په چټکتیا تعلقات ختم کړل نو په جرمني کې ګراني زیاته شوه.
د جرمني په اقتصاد کې د موټرو جوړولو صنعت اهم کردار ادا کوي خو اوس يې چین سره سخته مقابله شروع شوې ده. بلخوا، امریکې د جرمني په درامداتو د ټېکس زیاتولو خبره کړې او امریکا غواړي چې جرمني دې په خپلو دفاعي اخراجاتو کې اضافه وکړي.
د اقتصادي دباو په نتیجه کې د نومبر په میاشت کې د دریو پارټیو حکومتي اتحاد ختم او حکومت مات شو.
د کال ۲۰۲۵ په بجټ کې کمی د پوره کولو او یوکرېن سره د پوځي امداد دپاره د سوشل ډېموکرېټېک پارټۍ چانسلر اولف شولز غواړي چې د قرض حد ۲۶ بېلین ډالرو پورې زیات کړي.
د کرېسچین ډېموکرېټېک یونین پارټۍ مشر فرېډرېک مرز دا دریځ لري چې جرمني دې نور قرضونه نه اخلي بلکې اقتصادي ترقۍ دې ته وده ورکړي. هغه د فېبرورۍ په ۱۱ نېټه قانون سازانو ته وویل په اقتصادي لحاظ جرمني د یورپ د ټولو نه وروسته پاتې ملک دی.
فایر وال
نظر پوښتنې ښيي چې کرېسچین ډېموکرېټس به د جرمني عام انتخابات وګټي خو واضحه اکثریت په ترلاسه نه کړی شي. مرز د ای اېف ډي سره د حکومت د جوړولو دپاره د اتحاد د امکان ردونه کړې ده.
د دویم جنګ عظیم راهسې د جرمني لویو سیاسي ګوندونو کوښښ کړی دی چې د ښي لاس انتهاپسندو ډلو سره د حکومت د جوړولو دپاره اتحاد و نه کړي. دا تګلاره فایر وایل بلل یا د اور دېوال بلل کېږي.
د امریکې نایب صدر جی ډي وېنس په دې تګلاره تنقید وکړو او د جمعې په ورځ يې د برلن سېکیورټي کانفرنس ته خپل تقریر کې په یورپ کې د جمهوریت په مبینه زوال خبرې وکړې.
وېنس وویل د جمهوریت د اصولو بنیاد په دې خبره دی چې د ولس غږ اهمیت لري او په دې کې د فایر وال ځای نيشته.
امریکايي مداخلت
د جرمني لویو سیاسي ګوندونو د وېنس د خبرو مخالفت وکړو.
شولز د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل کله چې یو نایب صدر د جرمني په انتخابي مهم کې مداخلت کوي او وايي چې د ښي لاس انتهاپسندې پارټیانې بدې نه دي نو زه وایم چې ځما په خیال د ښي لاس انتهاپسند پارټۍ خرابې دي او مونږ نه غواړي چې کار ورسره وکړوو.
مرز هم د شولز د خبرو عکاسي وکړه او د جرمني ډوېچی وېلی نشریاتي ادارې ته يې وویل امریکایان د جمهوري ادارو په اړه پوښتنې راپورته کوي او په ازاده ډول په انتخابي مهم او د جمهوري پارټیانو او د اکثریتونو په اړه مداخلت کوي. هغه وویل په دې اړه د تشویش اظهار کوي.
Forum