لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمد بن سلمان او جنرال عاصم منیر تر منځ لیدنه کې د دفاعي مرستو په غځولو اتفاق شوی


د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر سعودي ته د خپل سفر په مهال د سعودي عرب د وليعهد محمد بن سلمان سره لیدلي اؤ ورسره یې په یو شمیر مهمو سیمه ییزو چارو خبرې اترې کړې دي.

د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې ای ایس پي آر ددې لیدني په اړه خپل بیان کې ویلي چې دواړو مشرانو په دې لیدنه کې په سیمه کې په امن اؤ ثبات اؤ دفاعي مرستو سیوا کولو اتفاق کړی دی.

ای ایس پي آر پخپل بیان کې ددې لیدنې زیات جذیات نه دي روښانه کړي خو ویلي یې دي چې د پاکستان پوځي مشر د سعودي مشرتابه له لوري د پاکستان په ملاتړ کولو د هغوي مننه کړې ده.

بیان کې ویل شوي چې جنرال عاصم منیر د سعودي د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان سره هم لیدنه کړې ده.

د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې ویلي د جنرال منیر اؤ د سعودي چارواکو تر منځ په شوؤ دې لیدنو کې د دفاعي اؤ امنیتي مرستو د لا پیاوړي کولو هوډ څرګند کړل شوی دی.

تر دې وړاندې په ۳۰م اکتوبر د ریاض فیوچر انویسټمنټ انیشيټیو فورم په مهال د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم د سعودي وليعهد محمد بن سلمان سره لیدلي وؤ اؤ دواړو هیوادونو د دوه اړخیزه مرستو په پراخولو اتفاق کړی ؤ.

د پاکستان د سرکاري میډیا له مخې په دغه لیدنه کې وزیراعظم شهباز شریف د نړیوالو مالیاتي ادارو په اړه معاملاتو کې د پاکستان په مرستې کولو د سعودي وليعهد مننه کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې د سعودي وژن 2030 د پاکستان د کلیدي پالیسۍ د مقصدونو سره یو شان والی لري.

د ملاقات په موقعه دواړو مشرانو د پاکستان اؤ سعودي د اقتصادي شراکت دارۍ هوډ تکرار کړی ؤ اؤ د تجارت، سرمایه کارۍ اؤ اقتصادي مرستو په غځولو اؤ دوه اړخیزه همکارۍ ته په ودې ورکولو یې اتفاق کړی ؤ.

په تېره یوه لسیزه کې د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکي د ګڼو لوړو ژورو راتېر شوي دي.

د یمن جګړه کې د سعودي په مشرۍ اېتلاف سره له یو ځای کېدو د پاکستان ډډه او د عمران خان د واکمنۍ په دور کې د نوموړي لخوا د ریاض پر ځای ملیشیا کې د اسلامي هېوادونو د سرمشریزې د ترسره کېدو هڅو د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې خرابې کړې وې.

خو څېړونکي وایي چې د شهباز شریف په مشرۍ پاکستان کې د نوي حکومت رامنځته کېدو وروسته یو ځل بیا د دواړو هېوادونو اړیکې تودې شوي او پاکستاني چارواکي تمه لري چې سعودي به یې خاوره کې د میلیاردونو ډالرو پانګونه وکړي.

د اکتوبر د میاشتې په ۱۰مه د سعودي عربستان یو شمیر سوداګرو د کرنې، ټیکنالوجۍ، خوراکي موادو، انرژۍ، روغتیا اؤ کانونو په شمول په یو شمیر برخو کې ۲۷ دوه اړخیزه مفاهمتي یاداښتونه لاسلیک کړي چې ټاکل شوې له مخې به یې د سعودي پانګه وال په پاکستان کې د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت پانګونې کوي.

دغه مفاهمتي مفاهمتي یاداښتونه پاکستان ته د سعودي عربستان د پانګونې د وزیر خالد الفالح په مشرۍ د یوه لوړ پوړي پلاوي د سفر په ترڅ کې لاسلیک شوي وؤ.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG