پاکستاني مطبوعاتو دعوه کړې ده چې امنیتي ځواکونو د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان اؤ کرک کې د وسله والو په ضد عملیات کړي چې پکې لږ تر لږه 9 وسله وال وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ لا په رسمي توګه ددې عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.
ډان نیوز دنهې یا سه شنبې په ورځ د سرچینو له خولې پخپل رپورټ کې ویلي چې امنیتي ځواکونو د افغانستان د پولې تر څنګ د خېبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان په تپي کلي کې د وسله والو د شتون په اطلاع عملیات کړي دي.
رپورټ کې د سرچینو له خولې دعوه شوې چې په دې عملیاتو کې څلور وسله وال وژل شوي چې پېژندګلو یې د ریاض عرف مهاجر،ضرار افغان،نقیب الله افغان اؤ سرکش افغان په نومونو سره شوې ده.
همدا شان په دې عملیاتو کې د دریوؤ نورو وسله والو د ژوبل کېدو دعوه هم شوې ده.
ډان همدا شان د امنیتي سرچینو له خولې پخپل رپورټ کې ویلي چې د خېبر پښتونخوا په کرک ضلعه کې هم امنیتي ځواکونو د ترهګرۍ ضد څانګې د ځواکونو سره په ګډه عملیات ترسره کړي چې پکې پینځه وسله وال وژل شوي دي.
ویل شوي دا عملیات اوړمه شپه د بانډه داود شاه په میر کاکم بانډه سیمه کې ترسره شوي چې پکې د وسله والې ډلې ټي ټي پي د کمانډر کلیم الله د ډلې یو مرکز په نښه کړل شوی دی.
پولیس سرچینو ویلي چې دې عملیاتو کې د ټي ټي پي د کمانډر ورور محمد شعیب اؤ څلور نور وسله وال وژل شوي.
د نورو وسله والو نومونه د سبیل خان عرف عثمان عرف حق یار، واجد عرف سانګري ، شاه قیاز عرف نساري اؤ بدیل جان په توګه مخې ته راغلي دي.
پولیسو ویلي چې دغو وژل شوؤ ترهګرو بینکونه لوټل،د پولیو په ډلو یې حملې کولې اؤ ددې تر څنګ په امنیتي ځواکونو بریدونو کې هم ککړ وؤ.
په اتمه فرورۍ هم د پاکستان پوځ دعوه کړې وه چې د افغانستان د پولې تر څنګ د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې امنیتي ځواکونو د ترهګرو پرضد عملیات کړي چې پکې درې وسله وال وژل شوي دي.
تر دې وړاندې هم پوځ په شپږمه فرورۍ خپل یو بیان کې ویلي وؤ چې د شمالي وزيرستان حسن خېل سیمه کې یې د وسله والو ضد عملیات کړي چې په دغو عملياتو کې يو پوځي عسکر او 12 وسله وال وژل شوي دي.
د څېړنیزو ادارو وروستۍ شمیرې ښیي چې پاکستان کې په امنیتي ځواکونو د ترهګریزو بریدونو اؤ د وسله والو پرضد د امنیتي ځواکونو د عملیاتو بهیر په زیات چټک شوی اؤ دواړو خواؤ ته د ناامنۍ په دې پېښو کې درانه زیانونه اوښتي دي.
غېر دولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز د جنورۍ د میاشتې لپاره خپل رپورټ کې ویلي چې تېرې د جنورۍ مياشت کې وسله وال بريدونه 42 فيصده سېوا شوي، په 74 بريدونو کې د 35 امنیتي ساتونکو او 20 ملکي وګړو په ګډون 120 کسان وژل شوي دي.
د پيکس رپورټ کې ويل شوي، په 74 حملو کې 38 يواځې خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي دي، 19 حملې په پخوانۍ فاټا او 19 په پاتې نوره صوبه کې شوي د 24 امنيتي عسکرو په ګډون پکې 66 کسان وژل شوي دي.
خېبرپښتونخوا پسې په دویم نمبر زيات وسله وال بريدونه په بلوچستان صوبه کې شوي، ويل شوي لږ تر لږه په 24 بریدونو کې د 28 امنيتي عسکرو په ګډون 55 کسان وژل شوي دي.
پنجاب کې دوه، سيند او اسلام اباد کې يو يو برید شوی دی.
د پيکس په رپورټ کې ویل شوي، د جنورۍ په مياشت کې د پاکستان امنیتي ځواکونو د ترهګرۍ ضد عمليات هم سېوا کړي، لږ تر لږه 208 وسله وال یې وژلي دي.
ويل شوي دا په يوه میاشت کې د 2016م وروسته د وسله والو تر ټولو زیاتې وژنې شوي دي.
Forum