لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان جنوبي افریقې ته په ماتې ورکولو د ټي ۲۰ نړیوال کپ اتلولي وګټله


Team India celebrates after winning ICC men's Twenty20 World Cup 2024 final cricket match between India and South Africa at Kensington Oval in Bridgetown, Barbados, on June 29, 2024. (Photo by Chandan Khanna / AFP)
Team India celebrates after winning ICC men's Twenty20 World Cup 2024 final cricket match between India and South Africa at Kensington Oval in Bridgetown, Barbados, on June 29, 2024. (Photo by Chandan Khanna / AFP)

په یوه سخته مقابله کې جنوبي افریقې ته په اوو منډو د ماتې ورکولو سره هند د شل اوریز نړیوال کپ اتلولي وګټله.

د خالي یا شنبې په ورځ دبارباډوس په برج ټاون کې د ترسره شوې فاینل سیالۍ پچه د هندي لوبډلې کپتان روهت شرما وګټله اؤ وړومبی یې د بیټنګ کولو پرېکړه وکړه.

د هندي لوبغاړي لخوا چې روهت شرما اؤ ویرات کوهلي بېټنګ یا توپ وهنې ته ودرېدل نو په ۲۳ مجموعي منډو روهت شرما کیچ اوټ شو.

تر هغه وروسته رشبت پنټ لا یوه منډه هم نه وه جوړه کړط چې رن اوټ شو اؤ سوریا کمار یادیو په ۳۶ منډو وسوځېدو.

ویرات کوهلي اؤ اکشر پټیل د خپلې لوبډلې منډې په ذمه دارانه توګه پر مخ یوړې اؤ ۷۲ ته یې ورسولې.

اکشر پټیل په ۳۱ بالونو د څلورو، څلوریزو په مرسته ۴۷منډې جوړې کړې اؤ رن اوټ شو.

تر هغه وروسته ویرات کوهلي اؤ ډوبی د هند منډې زیاتولې چې ویرات کوهلي په ۷۸ منډو په کیچ ورکولو وسوځېدو.

هاردک پانډیا پینځه منډې وکړې اؤ ناسوځېدلی پاتې شو.

په هندي لوبډله کې تر ټولو زیاتې ۷۶ منډې ویرات کوهلي جوړې کړې اؤ تر هغه وروسته اکشر په ۴۷ اؤ شیوام دوبی په ۲۷منډو جوړولو وتوانېدل.

هند په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په تاوان جنوبي افریقې ته د ۱۷۷ منډو هدف ورکړو .

د جنوبي افریقې له لوري اینریچ نورتچی اؤ کیشو مهاراج دوه،دوه اؤ کاګیسو ربادا اؤ مارکو جینسن یو،یو هندي لوبغاړي وسوځولو.

د جنوبي افریقې لوبډله چې کله د هند د ۱۷۶منډو په تعقیب کې بېټنګ ته ودرېده نو ریزه هېنډرکس په څلورو منډو وسوځېدو.

کوینټن ډي کوک په ۳۱ بالونو ۳۹ منډې جوړې کړې، ایډنن مارکرم هم په څلور منډو وسوځېدو.

ترسټن اسټبس په ۲۱ بالونو ۳۱ منډې جوړې کړې، خو هینري کلاسن بیا چټک لوبه وکړه اؤ په ۲۷ بالونو یې ۵۲ منډې جوړې کړې.

ډيوډ ملر ۱۸،مارکو جانسن دوه اؤ کیشو مهاراج هم دوه منډې جوړې کړې.

جنوبي افریقې د هند د ۱۷۷ منډو په ځواب کې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په تاوان ۱۶۹ منډې جوړې کړې اؤ دغسې دا نړیوال کپ هندي لوبډلې په اوو منډو وګټلو

د هند لوبډله لس کاله وروسته اؤ د جنوبي افریقې لوبډله په وړومبي ځل د ټي ۲۰نړیوال کپ فاینل سیالۍ ته وتلې وه

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG