واشنګټن – امریکا په یمن کې د هوثي یاغیانو ډله وروسته له هاغې چې په سره سمندر او د ادن په خلیج کې یې د اونیو راهیسې په نړیوالو کښتیو باندې راکټي او د ډرون بریدونه وګړل یو ځل بیا نړیواله ترهګره ډله وګرځوله.
هوثي یاغیان په لومړي ځل درې کاله مخکې ترهګر بلل شوي وو خو بیا وروسته د بشري اندېښنو له امله د ترهګرو له نوملړ څخه وېستل شوې وه.
له دې ځل ترهګر ګرځول کېدو څخه مخکې امریکا او نورو هېوادونو په وار وار له هوثي یاغیانو څخه وغوښتل چې په تجارتي کښتیو دې بریدونه ودروي.
خو دا غوښتنې هغوی و نه منلې او د امریکا او برتانیې د هوایي بریدونو سره سره هم د هوثیانو بریدونو دوام وکړ.
امریکا د هوثیانو د رادار په ځای بیا بریدونه وکړل.
یو لوړ پوړي امریکايي چارواکي د هوثیانو په اړه د امریکا له اعلان څخه لږ مخکې د خپل نوم د نه ښودلو په شرط خبریالانو ته وویل، "مونږ نشو کولای چې چپ کښینو او تماشه وکړو چې هوثیان په سره سمندر کې څه کوي او د هغوی اعمال و نه پېژنو هغه څه چې هغوی یې کوي."
یو بل چارواکي هم د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، دا بریدونه د ترهګرۍ د تعریف لاندې جوړ راځي.
"دوی امریکایان، په سمندر کې ملکي وګړي او زمونږ شریکان له خطر سره مخ کړي او نړیواله سوداګري یې متاثره کړې او د تګ راتګ بهیر یې ګواښلی دی."
امریکايي چارواکو د هوثي یاغیانو لخوا یواځې د نومبر د میاشتې راهیسې تر ۳۰ زیاتو بریدونو یادونه وکړه چې د پنځوسو هېوادونو ملکیان، بار او کښتۍ پکې اغیزمنې شوې دي.
چارواکو همدارنګه ویلي، د بریدونو له پيلېدو راهیسې شاخوا ۲۰۰۰ کښتۍ په زرګونو میله لېرې راتاوې شوې چې سره سمندر نه یوې خواته شي.
امریکا د شورو یا چهارشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره یو شمېر بریدونه وکړه چې پکې د هوسیانو لخوا د کښتیو ضد بالسټیک توغندي پکې مخکې له دې چې وتوغول شي ویجاړ کړای شول.
تر دې مخکې امریکا او بریتانیا تېره اونۍ په یمن کې د هوثیانو تر واک لاندې تر ۶۰ زیاتو هدفونو باندې بریدونه کړي.
هوثي یاغیانو د شورو یا چهارشنبې په ورځ د امریکا لخوا د هغوی د ترهګر ګرځولو بهیر د هغوی د بلک مېل کولو د یوې هڅې په توګه یاد کړل.
Forum