لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترهګرۍ ځپلې ضلعې خېبر کې اوس ځوانان د کوکنارو پځای د" ګلونو" په کرونده خپل اقتصاد جوړوي


خېبر کې د ګليډ ګلونه
خېبر کې د ګليډ ګلونه

د پښتونخوا صوبې قبایلي ضلعه خېبر کې يو ځوان داسي ګلونه کرلې دي چې د خپل ژوند معاش یې ورسره ښه کړی دی. د زراعتو محکمې په دغه ترهګرۍ ځپلې سیمه کې خواؤشا 60 ځوانانو ته د ګلونو کرلو تربيه ورکړې او بيا یې مارکيټ سره پيوست کړي، چې د ګلونو د کروندوې له لارې یوه معقوله ګټه وټه ترلاسه کړي.

د ګلونو کرونده د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې د روزګار او اقتصادي پرمختګ یوه مهمه سرچینه ګڼل کیږي خو په پاکستان کې بیا لا د ګلونو کروندې اؤ د دې لارې د وګړو اقتصاد جوړولو ته په ریاستي کچه هغسې پاملرنه نه ده شوې لکه څنګه چې د نړۍ په نورو هیوادونو کې کیږي.

څېړونکي وایي اوس د پاکستان دننه ورو، ورو د ګلونو کروندې ته د حکومت او غېر دولتي سازمانونو مخه را اوښتي ده اؤ هڅې کیږي چې کرونده ګر د ښو تخمونو د کر اؤ د هغې نه غوره حاصلاتو سره اشنا کړل شي.

27کلن محمد اسلم اپريدی چې د خېبر ضلعې د باړې د شين درنګ سیمې اوسيدونکی ځوان دی او د پلار نيکه له وخت نه په زميدارۍ کې بوخت دی دوي به وړاندې د کوکنارو یا د ډوډې لاقانونه فصل کرلو خو اوس یې د "ګليډ" په نوم د ګلونو کرونده پيل کړې ده.

اسلم اپريدی وایي څو کاله وړاندې د خوراک او زراعتو د نړيوال سازمان ايف اې او په مرستي سره ورته د زراعتو محکمې تربيه ورکړه او د ګليډ ګلونو تخمونو یې ورکړل.

هغه وایي اوس د دې ګلونو کرونده کوي اؤ له دې لارې د ژوند مالي چارې په ښه توګه پرمخ روانې دي.

د اسلم اپریدي په وینا ګليډ سپين رنګ کې ګل دی او چې کله دا وشکولی شي نو نور رنګونه ورته هم ورکړی کيدای شي.

د محمد اسلم اپريدی په خبره"دې کې خو ښه قيمتي او اعلا کوالټۍ والا رنګ وایټ کلر (سپين رنګ) دی او د هغې وجه دا ده چې په هغې مختلف قسم رنګونه بيا خيژي، نارنجي رنګ دی، زيړ دی او سور کلر دی".

خېبر کې د ګليډ ګلونه
خېبر کې د ګليډ ګلونه

محمد اسلم په یو ګل د نورو رنګونو د ختلو په اړه وایي"مختلف قسم رنګونه بالټي کې واچولی شي او بیا دا سټکونه (ډانډي) په هغې کې کيښودلی شي نو د هغې مطابق رنګ ټولو ګلانو ته وخيژي او نن سبا د دې نرخ ديرش ،دوه ديرش روپۍ دی".

څيړونکي وایي چي د ګليډ ګلونو کرونده په هغو سيمو کې کيږي چرته چي د تودوخې درجه د 25 نه تر 35 سنټې ګريډو پوري وي او زمکه ورته شګلنه او کاڼيزه پکار ده.

د قبایلي ضلعې خېبر د باړې تحصيل د زراعتو د محکمې مشر شرافت علي ډیوه ته وایي چي په دې سيمه ترهګري تېره شوې او ولس یې په مالي توګه اغيزمن شوی او د دوي د بيا بحالۍ لپاره دوي ته د کروندي داسې زمينه برابروي چي دوي پرې خپل معاش مخ په وړاندې بوځي.

هغه وويل، "دا خو مالومه خبره ده چي په دي سيمه ترهګري تيره شوي او دا خلک بې کوره شوي وو، حکومت او د زراعت محکمې کوششونه وکړل او دغه زميدار واپس مونږ دې خپلو زمکو ته راوستل او دوي ته مونږ ټريننګونه (تربیې) ځکه ورکړل چي د راويتي طريقو نه پيداوار نه شي ترلاسه کولی کوم چي دا نن سبا ساینسي طريقې دي. نو مونږ ضروري وګڼله چي د ټريننګونو له وجي به د دوي معيار پورته شي".

کۀ څۀ هم د زراعتو محکمې د زمکې په لږ مقدار د ګليډ ګلونو د کرلو هڅه کړې خو د اسلم اپريدي دغې ګلونو ته په کتو نور کرونده ګر هم غواړي چي دغه ګلونه وکري ځکه چې مالي ګټه یې زياته ده.

د شين درنګ اوسيدونکې افشان علي ډيوه ته وایي"زمونږ ښې ځمکې دي خو کۀ تاسو وګورئ نو په دې کيکر او ازغي دي، داسې ښه انتظامات نشته او د دې ګل په باره کې به ووایم چې دا خو ډير ښه تخم او بوټی دی پکار ده چي مونږ له هم راکړل شي ځکه چې مونږ د ترهګرۍ نه اغيزمن شوي يو او مونږ ته هم موقعه پکار ده".

خېبر کې د ګليډ ګلونه
خېبر کې د ګليډ ګلونه

د کرکېلې کارپوهان وایي چي د ګليډ تخم د لسم اګست نه تر شلم اګست پوري کرل کيدای شي او د دي لپاره ضروري ده چي د تخم په مينځ کې د نهو سنټي ميټرو نه تر يو فټ او دغه رنګ يوې پولې نه بلي پورې دوه فټه واټن وساتلی شي نو پيداوار به یې ښه وي.

د زراعتو ماهرین وایي دا ګل پوره لمر ته اړتیا لري، خو په ډېره توده سیمه کې یې نیم سیوری هم زغملی شي.

ماهرین وایي د یاد ګل د کرلو په لومړیو مرحلو کې یې منظم اوبه کول اړین دي، خو د ګلانو پرانیستلو پر وخت باید د اوبو ورکولو اندازه کمه شي.

د ګلیډ ګلونه په باغونو، کورونو، او غونډو کې د ښکلا لپاره کارول کیږي اؤ ددې تر څنګ د ودونو، مېلمستیاوو، او مذهبي مراسمو لپاره د دې ګل ګلدانونه کارول کیږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG