لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د دفاع وزیر وايي یوکرېن ته ځمکني ماینونه ځکه ورکوي چې د روس د پېش قدمۍ مخه ونېسي


اسټن وویل د روس ځمکني ځواکونه د جنګ په مېدان د پرمختګ مشري کوي او یوکرېن داسې شیانو ته ضرورت لري چې د روسي پرمختګ مخنیوی وکړي
اسټن وویل د روس ځمکني ځواکونه د جنګ په مېدان د پرمختګ مشري کوي او یوکرېن داسې شیانو ته ضرورت لري چې د روسي پرمختګ مخنیوی وکړي

د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل امریکا اراده لري چې یوکرېن ته ځمکني ماینونه ورکړي او یوکرېن د روس د پېش قدمۍ مخه ونېسي.

اسټن د هغه سره د لاوس په سفر مل صحافیانو ته وویل د جنګ په مېدان د روس په چالونو کې د بدلون په سبب یوکرېن ته ماینونه ورکول ضروري دي.

اسټن وویل د روس ځمکني ځواکونه د جنګ په مېدان د پرمختګ مشري کوي او یوکرېن داسې شیانو ته ضرورت لري چې د روسي پرمختګ مخنیوی وکړي.

روس په تېرو څو هفتو کې د یوکرېن په مشرق کې نورې علاقې نیولي دي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ روس په امریکا الزام ولګولو چې یوکرېن ته د وسلو ورکولو دلارې جنګ ته دوام ورکوي.

د روسي حکومت کرېملېن ترجمان دمتري پېسکوف خبریالانو ته وویل که د امریکې د تلونکي حکومت رجحان ته وکتل شي نو جنګ جاري ساتل غواړي او د دې دپاره هر کوښښ کوي.

یوکرېن ته ځمکني ماینونه د ورکولو په اړه د امریکې د فېصلې نه مخکې صدر جوبایډن یوکرېن ته اجازت ورکړو چې د امریکي ورکړی شوي مزایل په روس کې دننه د حملو دپاره استعمالولی شي.

بایډن دا ګام په داسې حال کې اخیستی چې د صدارت په ختمېدو کې يې دوه میاشتې پاتې دي او صدر منتخب ډانلډ ټرمپ اقتدار د سمبالولو تیاری کوي.

د مزایلو د استعمال په اړه د امریکې په تګلاره کې د بدلون نه مخکې یوکرېن پابند و چې امریکايي وسله به يې خپلې دفاع دپاره استعمالوله. په یوکرېن د روس د یرغل ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ امریکې دا اعلان هم وکړو چې یوکرېن ته به د ۲۷۵ مېلین ډالرو مالیت نور پوځي امداد ورکوي. د امداد په دې کڅوړه کې به د راکټو دپاره ګوله بارود، توپې او د توپو ضد وسلې شاملې وي. د سږ کال د اګست د میاشت راهسې یوکرېن سره د امریکې د پوځي امداد دا ۷۰ برخه ده.

په عېن حال کې امریکې، اټلي او یونان د یوکرېن په سرښار کییف کې خپلې سفارتخانې وتړلې. امریکايي پلاوي وویل یوکرېن ته د امریکايي مزایلو د استعمالولو په اړه د بایډن د اعلان نه وروسته يې په کییف د روس د ممکنه حملې په اړه خبرداری ترلاسه کړی و. برطانيي خپل سفارت نه دی بند کړی.

د یوکرېن صدر ولادومېر زېلېنسکي د نهې، سه شنبې، په ورځ د امریکې فاکس ټېلې وېژن ته وویل که امریکا ورسره مرسته نه کوي نو هېواد به يې جنګ بېلي.

روس او یوکرېن د شورو، چهارشنبې، په ورځ د یو بل خلاف په پراخه کچه د ډرون حملې وکړې او یو امریکايي چارواکي د دې خبرې تصدیق وکړو چې امریکا به یوکرېني ځواکونو ته اېنټي پرسنل لېنډ ماینز یا د افرادو ضد په ځمکه کې ښخېدونکي بمونه ورکوي.

د روس د دفاع وزارت وویل روسي ځواکونو د ماسکو په شمول په ګڼ شمېر نورو سیمو کې د یوکرېن ۵۰ ډرون راوغورځول.

د یوکرېن هوايي پوځ وویل روس په یوکرېن د ۱۲۲ ډرونز حمله وکړه او د هېواد د فضايي دفاع نظام د سرښار کییف په شمول په یو شمېر نورو سیمو کې د روس ۵۶ ډرونز رانسکور کړل.

یوکرېن ته د امریکې د لېنډ ماینز په باره کې امریکايي چارواکي د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل امریکې د یوکرېن نه د دې لوظ غوښتنه کړې ده چې د افرادو ضد دا ماینز به د یوکرېن په علاقه کې او په داسې سیمو کې استعمالېږي چې ملکي خلک په کې نه وي.

د لېنډ ماینز په اړه د پرمختګ نه مخکې یوکرېن د روس خلاف جنګ کې په وړمبي ځل د اوږدې فاصلې هغه مزایل استعمال کړل چې امریکې ورکړي وو.

د یوکرېن ځواکونو د نهې، سه شنبې، په ورځ د لمر خاته نه مخکې د اوږد واټن په مزایلو د روس په برېنسک سیمه کې د ګوله بارود په ګودامونو حمله وکړه. دواړو خواو په دې اړه متضاد بیانونه ورکړل چې حمله څومره موثره وه.

دوو امریکايي چارواکو د نهې، سه شنبې، په ورځ وي او ای ته وویل د امریکې دا تګلاره بدله شوې ده چې د یوکرېن ځواکونه د روس دننه په پوځي هدفونو کې د امریکې مزایل نه شي استعمالولی.

د روس د دفاع وزارت په یو بیان کې وویل د یوکرېن ځواکونو تېره شپه په برېنسک سیمه کې د امریکې جوړ ارمي ټېکټېکل مزایل سېسټم، ای ټي ای سي اېم، راکټونو حمله وکړه خو روسي ځواکونو پينځه راوغورځول او شپږم ته يې نقصان ورسوولو. بیان وویل د یو راکټ چاوېدونکي ملبې په پوځي ودانۍ کې اور ولګولو خو څه جاني نقصان نه دی شوی.

د یوکرېن پوځ په فېس بک یو پېغام کې وویل ځواکونو يې په برېنسک د ګوله بارود ګودامونو ته د اور دلارې نقصان ور ورسوولو. د روس دغه سیمه د یوکرېن د سرحد نه ۱۰۰ کلومېټره په فاصله پرته ده.

د یوکرېن یو چارواکي په برېنسک کې د روس په عسکري هدفونو حمله کې د ای ټي ای سي اېمز د استعمالېدو تصدیق وکړو.

یوکرېن ته د ورکړی شویو امریکايي مزایلو د استعمال په اړه تګلاره کې صدر بایډن بدلون پس له دې وکړو چې شمالي کوریا ۱۰۰۰۰ عسکر روس ته لېږلي چې د روس په کرسک سیمه کې د روسي ځواکونو ترڅنګ د یوکرېن خلاف وجنګېږي. کرسک سیمه یوکرېن د اګست د میاشت راهسې نیولې ده.

د بایډن صدارت په دوو میاشتو کې ختمېږي او دا لا نه ده معلومه چې ټرمپ به په دې اړه څه تګلاره لري. ټرمپ یوکرېن سره د امریکې په پوځي امداد پوښتنې راپورته کړي دي او ویلي يې دي دا جنګ به زر ختموي. هغه به د جنورۍ په شلمه نېټه د صدارت سوګند پورته کوي.

د روس صدر ولادېمير پوتن د نهې، سه شنبې، په ورځ د اېمټي وسلو د استعمال په اړه د هېواد په تګلاره کې په بدلون دستخط وکړو چې ترمخه چې که چېرې د اېټمي طاقت لرونکي ملک په ملاتړ یو ملک په روس د روایتي وسله حمله وکړه نو دا به په روس د دواړو ملکونو مشترکه حمله ګڼل کېږي او روسي يې اېټمي جواب ورکولی شي.
د روس د حکومت کرېملېن د ترجمان دمتري پېسکوف نه پوښتنه وشوه چې ایا روس په خپله تګلاره کې بدلون یوکرېن ته د امریکې د اجازت په جواب کې شوی دی نو هغه وویل دا فېصله په وخت شوې او صدر پوټن غوښتل چې د موجوده صورتحال سره سمه وي.

د دې په جواب کې د وایټ هاوس د نېشنل سېکیورټي کاونسل ترجمان (نې) وویل د روس دریځ د امریکې دپاره حېرانوونکی نه دی ځکه چې روس د تېرو څو هفتو راهسې د اېټمي وسلو د استعمالولو اراده څرګندوي. ترجمان (نې) وویل د تېرو دوو کلونو راهسې د اېټمي وسلو د استعمال په اړه د روس غېر ذمه وارانه بیان بازي ګوري او د روس تازه دریځ هم د دې تکرار دی.

د اېټمي وسلو د استعمال په اړه د روس نظریه یا ډاکټرین وايي روس د بېلېسټېک او کروز مزایلو او د هوايي جهازونو د درنې حملې په جواب کې اېټمې وسلې استعمالولی شي. دا نظریه وايي د روس په ضد د غېر اېټمي ملک حمله چې ملاتړ يې اېټمي قوت کړی وي او یا په کې شریک وي نو د روس خلاف به دا مشترکه حمله ګڼل کېږي. د امریکې او د یوکرېن اتحاد د دې تشریح سره سمون خوري.

پېسکوف وویل د اېټمي وسلو د استعمال په اړه تګلاره کې د بدلون هدف ممکنه دښمنان په دې پوهول دي چې روس به د حملې جواب ضرور ورکوي. د روس تګلاره دا هم وايي چې روس د ماسکو په اتحادي ملک بېلاروس د حملې په صورت کې هم اېټمي وسلې استعمالولی شي.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG