لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د احتجاج کوونکي د مرګ وروسته هندي کروندګرو د نوي دلې په لوري لاریون ځنډولی


په ۱۳ فېبرورۍ د کروندګرو احتجاج د شروع کېدو وروسته دا دویم ځل دی چې پولیس د نوي دلي په لوري د لاریون مخه نیولو دپاره د اوښکو ګېس استعمال کړی دی
په ۱۳ فېبرورۍ د کروندګرو احتجاج د شروع کېدو وروسته دا دویم ځل دی چې پولیس د نوي دلي په لوري د لاریون مخه نیولو دپاره د اوښکو ګېس استعمال کړی دی

پولیس سره جګړه کې د یو احتجاج کوونکي د وژل کېدو وروسته هندي کروندګرو د سرښار نوي دلي په لوري مارچ یا لاریون د دوو ورځو دپاره ځنډولی دی.

هندي پولیس د شورو، چهارشنبې، په ورځ زرګونه احتجاج کوونکي کروندګر د منتشر کولو دپاره د اوښکو ګېس او اوبه وشېندلې. حکومت سره مذاکرات د ناکامه کېدو وروسته کروندګرو نوي ډلې ته مارچ بیا د شروع کولو کوښښ کولو. کروندګر مطالبه کوي چې حکومت دې د فصلونو کم نه کم قیمت مقرر کړي خو په دې مسله د حکومت او زمېدارانو ترمنځ جمود موجود دی.

۲۱ کلن کروند ګر صبحکارن سېنګ په هسپتال کې په ظاهره د ګولۍ د زخم نه ساه ورکړې. د هغه سره دوه نور زخمیان هم هسپتال ته منتقل کړی شوي وو چې حالت یې خطر نه بهر ښودل شوی دی.

د زمېدارانو مشر ساروان سېنګ پېندر خبریالانو ته وویل یو تن وژل شوی او ځینې نور زخمیان شوي دي خو د هریانه ریاست پولیس د چا د وژل کېدو نه انکار کوي.

په ۱۳ فېبرورۍ د کروندګرو احتجاج د شروع کېدو وروسته دا دویم ځل دی چې پولیس د نوي دلي په لوري د لاریون مخه نیولو دپاره د اوښکو ګېس استعمال کړی دی. په ټرکونو او ټرېکټرو سواره په زرګونو زمېداران دلي نه په ۲۰۰ کېلومېټره فاصله یو ځای شوي دي. ځینو احتجاج کوونکو په سړکونو د خنډانو لرې کولو دپاره بولډوزرې هم رواستي دي.

د لوی لار یا هاوی دواړو خواو ته په سلګونو امینتي عسکر ګمارل شوي چې مظاهره چیان د وړاندې تګ نه منع کړي. نوي دلي ته په تلونکو لویو لارو د سېمټو درانه بلاکونه اېښودل شوي او ازغن تارونه لګول شوي دي.

احتجاج کوونکي کروندګر وايي حکومت ورسره دوه کاله وړاندې بل احتجاج د ختمولو دپاره خپلې وعدې نه دي پوره کړي.

زمېداران غوښتنه کوي چې حکومت دې د فصلونو کم نه کم قیمت مقررولو دپاره قانون سازي وکړي.

په موجوده وخت کې حکومت هرکال قریباً د ۲۴ فصلونو امدادي نرخونه اعلانوي او د غنمو او وریجو په شمول ځینې فصلونه په ضمانتي قیمتونو اخلي هم. دا نظام د نونسوه شپېتم په لسیزه کې شروع کړی شوی دی چې دا ډول کروندګر د غلې پېدوار ته وهڅوي. په دغه مهال هندوستان د غلې د کمي سره مخامخ و.

تراوسه د حکومت او د احتجاج کوونکو مذاکرات نه دي کامیاب شوي. حکومت دا تجویز کړی چې د دالونو، جیوارو او پومبې په شان فصلونو دپاره ضمانتي قیمتونه به په بحال وساتي خو کروندګر په دغه تجویز نه دي مطمین شوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG