لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کوټې ځانمرګي برید ته په نړیواله کچه غبرګون ښودل شوی


امریکې، برتانیې، روس، ترکیې، افغانستان اؤ د نړۍ یو شمیر نورو هیوادونو د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د خالي په ورځ د شوي هغه ځانمرګي برید په سختو ټکو غندنه کړې چې د 14 پوځيانو په ګډون پکې 26 کسان وژل شوي اؤ 60 نور ژوبل شوي.

په اسلام اباد کې د امریکایي سفارتخانې لخوا خپور شوي بیان کې ددې برید غندنه شوې اؤ د پېښې د قربانیانو د کورنیو سره خواخوږي ښودل شوې ده.

د امریکایي سفارت په بیان کې ویل شوي چې امریکا به د ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره د پاکستان ملاتړ ته دوام ورکوي.

په پاکستان کې د برتانیې هاي کمشنر هم د کوټې چاودنه غندلې اؤ پخپل یو بیان کې یې په دې پېښه ژوره خواشیني ښودلې ده.

برتانوي هاي کمشنر ویلي دا ناوړه حرکتونه ویش پيدا کوي.

د روس صدر ولادیمیر پوټن هم په کوټه کې شوی ځانمرګي برید غندلی اؤ پاکستان سره یې خپله خواخوږي ښودلې ده.

ښاغلي پوټن پخپل بیان کې پاکستاني چارواکو ته ډاډ ورکړی چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره به ماسکو د اسلام اباد سره هر رقم مرسته کوي.

هغه پېښه کې د ژوبل شوؤ کسانو د روغتیا لپاره نیکې هیلې ښکاره کړي اؤ ویلي یې دي هیله ده چې د ترهګرۍ دې پېښه کې لاس لرونکو ته به سزا ورکړل شي

همدا شان اسلام اباد کې د ترکیې سفارت خانې هم پخپل د غمرازۍ بیان کې په کوټه کې شوی ځانمرګي برید غندلی اؤ په دې پېښه یې ژور خفګان ښکاره کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په کوټه کې دغه چاودنه غندلې او په چاودنه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره یې خواخوږي‌ کړې ده. د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ایکس په خپاره کړي بیان کې لیکلي:

"د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د اورګاډي په تم ځای کې په عامو وګړو وروستۍ چادونه غندي چې له امله یې ګڼ شمېر عامو وګړو ژوند له لاسه ورکړی او ټپیان شوي"

پرون د خالي یا شنبې په سهار د کوټې په رېلوې سټېشن کې داځانمرګی برید په داسې حال کې شوی و چې د جعفر ایکسپریس په نوم رېل ګاډی له کوټې پېښور ته د روانېدو په حال کې و.

امنیتي سرچینې وایي رېل ګاډی لا په پلیټ فارم نه و ولاړ چې دغه وخت د ټکټونو د خونې څنګ ته یوه درنه چاودنه وشوه.

چارواکو پخلی کړی چې په چاودنه کې د 14پوځيانو په ګډون 26 کسان وژل شوي اؤ 60 نور ژوبل شوي.

د دې چاودنې ذمه واري د بلوچ لیبرېشن آرمي‌ په نوم بلوڅ خپلواکي‌ غوښتونکې ډلې پر غاړه اخیستې دی.

د بي ایل اې ویاند جنید بلوچ رسنیو ته په لېږلي بیان کې ویلي، د دوی د مجید بریګیډ یو ځانمرګي دا برید هغه مهال د پاکستاني پوځيانو پر یوه ډله کړی چې وایي دغه پوځيانو غوښتل له پوځي ټرېننګ ختمولو وروسته بیرته له کوټې ستانه شي.

په پېښه کې اکثر ټپي کسان د کوټې ښار د سېول روغتون ټراما سنټر ته وروړل شوي او ځینې خصوصاً پوځیان د ښار پوځي روغتون سي ایم ایچ ته وړل شوي‌ دي.

د بلوچستان د صوبايي حکومت ویاند شاهد رند ویلي، په ژوبلو کسانو کې د 10 کسانو حالت نازک دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د ویب ډیولپمنټ تربیت جینکو ته څه ګټې ورکولې شي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 0:27:21 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG