لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ایران کې پارلېمنټ د انتخاباتو دپاره کېمپېنونه شروع شول


د ایران پارلېمنټ ۲۹۰ چوکۍ لري او غړي يې د څلورو کلونو دپاره منتخب کېږي. په کال ۲۰۲۲ کې د مهساامیني د مرګ په سر په ټول ملک کې د سختو احتجاجونو وروسته به دا د ایران د پارلېمنټ وړمبي انتخابات وي
د ایران پارلېمنټ ۲۹۰ چوکۍ لري او غړي يې د څلورو کلونو دپاره منتخب کېږي. په کال ۲۰۲۲ کې د مهساامیني د مرګ په سر په ټول ملک کې د سختو احتجاجونو وروسته به دا د ایران د پارلېمنټ وړمبي انتخابات وي

د ایران په پارلېمنټ کې د غړیتوب خواهشمندو امیدوارانو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ انتخابي کېمپېنونه شروع کړل او د هېواد سرکاري ټېلې وېژن وویل د مارچ په ورمبۍ نېټه کېدونکو انتخاباتو کې به ۱۵۲۰۰ امیدواران برخه اخلي.

د ایران پارلېمنټ ۲۹۰ چوکۍ لري او غړي يې د څلورو کلونو دپاره منتخب کېږي. په کال ۲۰۲۲ کې د مهساامیني د مرګ په سر په ټول ملک کې د سختو احتجاجونو وروسته به دا د ایران د پارلېمنټ وړمبي انتخابات وي. امیني چې د حجاب په مناسب ډول د نه اغوستو په الزام نیول شوې وه، د ایراني پولیس په ولکه کې مړه شوې ده.

د کال ۲۰۲۰ د انتخاباتو برعکس په اینده انتخاباتو کې به دوچنده زیات امیدواران برخه اخلي. په تېرو انتخاباتو کې د ووټونو شرح ۴۲ فیصد وه، چې د کال ۱۹۷۹ د اسلامي انقلاب نه وروسته کېدونکو ووټونو کې د برخه اخیستونکو د ټولو نه زیاته کمه شرح ده.

د تېرو دوو لسیزو راهسې د ایران په پارلېمنټ کې د سخت دریځه مذهبي غړو اکثریت پاتې شوی دی.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ایران ګارډین کاونسل یا شورای نګهبان چې د انتخاباتو سرپرستي کوي، داخله وزارت ته يې د پارلېمنټ د ۱۵۲۰۰ امیدوارانو نومونه ولېږل. داخله وزارت د انتخاباتو انتظام کوي.

دولس کسیزه شورای نګهبان په انتخاباتو کې شرکت دپاره د امیدوارانو منظوري ورکوي. د پارلېمنټ نیم په نیمه غړي د ایران روحاني مشر غوره کوي.

د پارلېمنټ دپاره انتخاباتو کې برخه اخیستونکو څخه ۱۷۱۳ ښځینه امیدواران دي. د کال ۲۰۲۰ په انتخاباتو کې ۸۱۹ ښځینه امیدوارانو شرکت کړی و.

د پارلېمنټ غړي غوره کولو دپاره ووټونه به د مارچ د میاشت په وړمبۍ نېټه ورکول کېږي او د نو منتخب پارلېمنټ اجلاس به د می د میاشت په اخېریو ورځو کې کولی شي.

د پارلېمنټ موجوده سپیکر محمد باقر قالېباف د خپلې پلرنۍ حلقې نه په اینده انتخاباتو کې ولاړ دی چې د ایران په شمال مشرق کې لرې پرته سیمه ده. څلور کاله وړاندې هغه د سرښار تهران د یوې حلقې نه ووټونه ګټلي وو. په انتخاباتو کې دا ډول د حلقې بدلولو معنا د مقبولیت کمی ګنل کېږي. په تېرو څو کلونو کې د هغه خپلو سخت دریځو همکارانو په هغه تنقیدونه کړي چې د پارلېمنټ د نورو غړو حقونه یې نظر انداز کړي او کله چې هغه د تهران مېیر یا ښار وال و نو د کرپشن په اړه رپورټونو ته یې هم پام نه و کړی.

د ایراني پارلېمنټ یا مجلس غړی او موجوده صدر ابراهیم رییسي د جنوبي خراسان حلقې نه ولاړ دی. د هغه مقابله د نسبتاً یو غېر معروفه مذهبي مشر سره ده.

د پارلېمنټ د انتخاباتو سره سم به د ۸۸ غړو مجلس خبرګان رهبري یا د رهبرانو د مجلس غړي منتخب کولو دپاره هم ووټونه کېږي چې په کې ۱۴۴ امیدواران برخه اخلي. د رهبرانو د مجلس غړي ټول مذهبي مشران یا ملایان وي او د ایران تر ټولو لوی مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي دپاره د مشاورت کار کوي.

د ریاست په ټولو معاملې اخيري فېصله ایت الله کوي. د رهبرانو د مجلس غړي د اتوو کلونو دپاره منتخب کېږي.

د ایران د ایین دلاندې د رهبرانو مجلس په ایت الله نظر ساتي او د هغه جانشین هم غوره کوي. ایت الله علي خامنايي په د اپرېل په میاشت کې ۸۵ کلن شي. هغه د تېرو ۳۴ کلونو راهسې په دغه منصب ناست دی.

مهسا امیني د کال ۲۰۲۲ د سېپټمبر په ۱۶ نېټه مړه شوې ده. د هغې د مرګ په سر احتجاجونو کې د حکومت د لرې کېدو غوښتنې کېدلې او په ایران کې د انساني حقونو د فعالانو ترمخه، د مظاهرو په ضد حکومتي اقداماتو کې د ۵۰۰ نه زیات کسان وژل شوي او قریباً ۲۰۰۰۰ کسان نیول شوي وو. د مظاهرو په سر ځینو کسانو د مرګ سزاګانې هم ورکړی شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG