په ایران کې د سکرو په درنګ یا کان کې چاودنه شوې چې پکې 51 کسان وژل شوي اؤ 17 نور ژوبل شوي دي، د چاودنې په مهال دغه درنګ کې په لسګونو کسان موجود وؤ.
د خبري شبکې رایټرز د رپورټ له مخې د ایران په جنوبي صوبه خراسان کې دپلازمینې تهران نه د 540 کلو میټره په فاصله د پروت جنوب ختیځ طبس ښار سره نزدې دا چاودنه د سکرو درنګ کې د ګیس جمع کېدو له امله شوې ده.
د ایران سرکاري ټي وي ویلي پېښه د مدانجو کمپنۍ د انتظام لاندې د سکرو په دوؤ کانونو کې د ګیس چاودیدو له امله شوې او وایي په دغه مهال کانونو یا درنګونو کې 69 مزدوران موجود وؤ.
د ایران سرکاري ټي وي پخلی کړی چې چاودنه کې51 کسان وژل شوي، 17 ژوبل شوي اؤ 24 نور تر اوسه بې درکه دي.
سرکاري ټي وي د ایران د سرې میاشتې د مشر په حوالې سره ویي دي چې چاودنه کې ژوبل کسان هسپتال ته رسول شوي اؤ هلته هم د ګڼو ژوبلو کسانو حالت نازک ښودل شوی چې له دې امله د مړو شمیر کې د اضافې اندېښنه ده.
د ایراني میډیا له مخې له چاودنې وروسته سیمې ته د بېړنیو مرستو مامورین لیږل شوي اؤ هغوي د درنګ نه د مړو اؤ ژوبلو د راویستلو چټک کارروایي کړې ده.
د ایران صدر مسعود پزشکیان په دې پېښه د خفګان څرګندونه کړې اؤ اغېزمنو کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.
صدر پزشکیان د چارواکو نه ددې پېښې په اړه رپورټ غوښتی دی.
Forum