لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران د جنرل سلېماني د تلین په مراسمو کې د بم چاودنو په لړ کې 11 کسان ګرفتار کړي


داعش وسله والې ډلې د شورو، چهارشنبې، په ورځ په کرمان ښار کې د سلېماني د تلین په مراسمو د حملې ذمه واري منلې ده. چاودنو تر 90 پورې کسان وژلي او ګڼ شمېر نور یې زخمیان کړي دي
داعش وسله والې ډلې د شورو، چهارشنبې، په ورځ په کرمان ښار کې د سلېماني د تلین په مراسمو د حملې ذمه واري منلې ده. چاودنو تر 90 پورې کسان وژلي او ګڼ شمېر نور یې زخمیان کړي دي

د ایران د پاسداران انقلاب ځواکوانو د القدس څانګې د وژل شوي مشر جنرل قاسم سلېماني د تلین په مراسمو کې په دوو چاودنو کې د ککړتیا په شک کې 11 کسان نیول شوي دي. دا خبره ایراني چارواکو د جمعې په ورځ وکړه.

داعش وسله والې ډلې د شورو، چهارشنبې، په ورځ په کرمان ښار کې د سلېماني د تلین په مراسمو د حملې ذمه واري منلې ده. چاودنو تر 90 پورې کسان وژلي او ګڼ شمېر نور یې زخمیان کړي دي.

د ایران د استخباراتو وزارت په یو بیان کې وویل چې امنیتي ځواکونو هغه دوه کسان نیولي چې په کرمان کې د دوو ځانمرګي حمله کوونکو ملاتړ یې کړی و او د ایران په نورو برخو کې مېشت نهه نور کسان پېښې سره د تړون په شک کې نیول شوې دي.

د سلېماني د تلین په مراسمو حمله په ایران کې د کال 1979 د اسلامي انقلاب وروسته د ټولو نه زیاته خونړۍ پېښه وه.

د سرکاري ټېلې وېژن د رپورټ ترمخه په چاودنو کې وژل شوي ځینې کسان د جمعې په ورځ خاورو ته وسپارل شوو او په جنازو شریکو خلکو د "انتقام انتقام" نعرې کولې.

جنرل سلېماني په کال 2020 کې په عراق کې د امریکې په ډرون حمله کې وژل شوی دی. د هغه د تلین په مراسمو کې دوو چاو‌دنو تر 90 پورې کسان ووژل.

دغه چاودنې په داسې مهال شوي چې د اسرایل او د حماس د جنګ له امله په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د ایران د استخباراتو وزارت وویل چارواکو چاودېدونکي مواد، خود کش جېکټې، ریموټ کنټرول الات او په ځانمرګي حملو کې د استعمال نور شیان ترلاسه کړي دي.

وزارت وویل یو خود کش حمله کوونکی تاجک و.

د داعش د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د ډلې دوو حمله کوونکو د جنرل سلېماني د تلین په مراسمو د جمع شویو خلکو په غونډه کې بمونه خلاص کړل.

د کرمان په امام علي مذهبي مرکز کې د جنازې په موقع د پاسداران انقلاب ځواکونو کمانډر مېجر جنرل حسین سلامي حمله کوونکي په مخاطب کولو وویل چې چېرته هم دي و به موندل شي.

په ټېلې وېژن خپل تقریر کې د ایران صدر ابراهیم رییسي وویل د ایران ځواکونه به په خپل وخت د حمله کوونکو خلاف د ګام اخیستلو فېصله کوي.

په 2022 کې داعش په ایران کې په یو شیعه مزار د حملې ذمه واري منلې وه. په دغه حمله کې 15 کسان وژل شوي وو. په 2017 کې داعش د ایران په پارلېمنټ او د اسلامي انقلاب باني ایت روح الله خومېني په مزار د غبرګو بم حملو مسولیت منلی و.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG