لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد د اېم پاکس د یو او د خېبرپښتونخوا چارواکو د دې ناروغۍ د دریو کېسونو خبر ورکړی


سږ کال د افرېقې بېلا بیلو هېوادونو کې نزدې ۱۷۰۰ د منکي پاکس کېسونه رپورټ شوي چې ۵۱۷ پکې ژوند د لاسه ورکړی دی۔
سږ کال د افرېقې بېلا بیلو هېوادونو کې نزدې ۱۷۰۰ د منکي پاکس کېسونه رپورټ شوي چې ۵۱۷ پکې ژوند د لاسه ورکړی دی۔

په اسلام اباد کې د صحت وزارت د جمعې په ورځ په هېواد کې د اېم پاکس نومې ناروغۍ د وړمبي کېس اعلان وکړو خو په خېبرپښتونخوا کې چارواکو ویلي په صوبه کې د دې ناروغۍ درې کېسونه معلوم شوي دي چې یو تن په کې ژوند دلاسه ورکړی دی.

د ۲۴۵ مېلین د ابادۍ د جنوبي اېشیا ملک پاکستان د اېم پاکس نومې وبايي مرض اعلان په داسې حال کې وکړو چې د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنايزېشن، ډبلیو اېچ او، په مرکزي او مشرقي افریقا کې خپرېدونکی د دې بیمارۍ په اړه په نړیواله کچه د صحت د بيړنی حال اعلان کړی دی.

په اسلام اباد کې د صحت وزارت د جمعې په ورځ په خپل اعلان کې وویل چې په پاکستان کې د اېم پاکس د وړمبي کېس تصدیق شوی دی.

د اسلام اباد د صحت وزارت وویل د اېم پاکس مریض په وروستیو ورځو کې د یو خلیجي ملک نه راغلی دی. وزارت نور تفصیل وړاندې نه کړو.

د وزارت په بیان کې د ترجمان سجاد شاه له قوله وېل شوي چې د هغه خلکو ټېسټونه کولی شي چې د اېم پاکس مریض سره يې رابطه شوې.

وېل شوي چې د اېم پاکس مریض د خېبرپښتونخوا د مردان اوسېدونکی دی. که څه هم دا نه ده معلومه چې د اېم پاکس مریض په منځني ختیځ کې د کوم ملک نه پاکستان ته تللی دی خو ډبلیو اېچ او د ۲۰۲۲ راهسې په متحده عرب اماراتو کې د دې مرض د ۱۶ کېسونو تصدیق کړی دی.

د پاکستان نه علاوه سویډن هم د اېم پاکس د یو مریض تصدیق کړی. دا ډول پاکستان او سویډن د براعظم افریقې نه بهر یوازني دوه هېوادونه دي چې دا مرض په کې موندل شوی دی.

د خېبر پښتونخوا د صحت د محکمې چارواکي وايي د اګست په مياشت کې په صوبه کې تراوسه درې کېسونه رپورټ شوي چې يو تن پکې ژوند د لاسه ورکړی دی۔

د خېبر پښتونخوا د ټولنيز صحت ډاېريکټر ډاکټر خالد رحمان وايي په دریو کېسونو کې د دوو تعلق د مردان او د يو د چارسدې ضلعې سره دی۔ "دا کېسونه زياتره د سعودي عرب نه راغلي دي، توجه زياته په دې پکار ده چې څنګه ترې ځان بچ کړی شي، د دې ويکسين هم شته خو هغه ډير مقدار کې نه دې موجود،نو بنيادي کار دا دی چې کوم تن ته دا مرض وي يا پرې شک وي، نو هغه سره چې کومه رابطه ده هغې کې اختياط پکار دی"

د صحت کارپوهان وايي د منکي پاکس علامات د عامې تبې او زکام په څېر دي، خو په دې کې څه ورځې پس په بدن تورې پوڼاکې راخېژي، کارپوهان وايي دا بيمارې په زياتو کېسونو کې وژونکې نه ده خو په حامله ښځو کې د ماشوم د دماغو وده ودرولې شي،

د خېبر پښتونخوا د عامې روغتيا د لېباټرۍ ډاېريکټر ډاکټر ياسر محمود وايي "د جسماني تعلق سره يا چې چا ته اېنفېکشن نزدې ورسيږي نو يو څو ورځي وي چې مونږ ورته اېنکيوبېشن پيريډ وايو د هغې نه پس په مريض باندې تبه، په بدن او سر کې درد او سستۍ شان نښې ښکاره کېدل شروع شي، او هغې نه پس په بدن پوڼاکې راختل شروع شي، دا حالت د څلورو نه تر شپږو هفتو پورې چليږي، او دهغې نه پس دا په ختمېدو شروع شي"

د چارشنبې په ورځ د اېن سي او سي په مشرۍ د ټولو صوبو د صحت محکمو چارواکو غونډه کړې، د خېبر مېډيکل پوهنتون وايس چانسلر ډاکټر ضياالحق ويلي دوي په ټوله صوبه د منکي پاکس د ټېسټونو تابعه نيولي ده۔ "مونږ دلته به ۲۴ ساعته کې دننه متعلقه محکمې ته د ټسټ نتيجه ورکوو، مونږ د صوبې د ټولو د ضلعو په سر د صحت مشرانو سره په رابطه کې يو، زمونږ ليپارټري ۲۴ ساعته پرانستې وي، دا سرکاري ليبارټري ده، نوخلکو ته حکومت کوم اختياطي تدابير ويلي دې په هغې دې عمل کوي."

په پاکستان کې د منکي پاکس تر اوسه معلوم شوي کېسونه هغه دي چې متاثره تن د خليچ او عرب هېوادونو نه راغلي دي، په دې بيړني حالاتو کې تر اوسه ډبليو اېچ او سفري سفارښتنې نه دي وړاندې کړي، خو د پاکستان د صحت محکمې چارواکي وايي ډبليو اېچ او څه وخت هم د منکي پاکس په اړه د نړېوالو مسافرو د پاره س سفري تجاويز ورکولې شي، پاکستان هم په هوايي ډګرونو د دې بيمارۍ د نښو لټولو د پاره د انتظاماتو ويلي دي۔

‎په تېرو دوو کلنو کې د صحت نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او) په نړۍ کې د اېم پاکس یا منکي پاکس په سر بېړنی حالت اعلان کړی دی۔

سږ کال د افرېقې بېلا بیلو هېوادونو کې نزدې ۱۷۰۰ د منکي پاکس کېسونه رپورټ شوي چې ۵۱۷ پکې ژوند د لاسه ورکړی دی۔

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG