په افریقایي هېواد نایجېریا کې امنیتي سرچینې او ځایي اوسیدونکي وایي مشکوکو اسلامپالو جنګیالیو د پوځ پر یوه اډه برید کړی او لږ تر لږه 20 نایجېریایي پوځیان یې وژلي دي چې پکې یو کمانډر هم شامل دی.
دا پېښه د جمعې په ورځ د نایجېریا د شمال ختیځ ایالت بورنو په یوه لرې پراته ښار مالم فتوري کې شوې ده خو چارواکو یې خبر د یکشنبې- اتوار په ورځ خپور کړی دی. یوه ژوندي پاته شوي پوځي ویلي، برید تر درو ګنټو زیات وخت دوام وکړ.
په نایجېریا کې د بوکو حرام او په لوېدیځ افریقا کې د داعش ډلې (ای ایس ډبلیو اې پي) جنګیالي په بورنو ایالت کې فعالې دي، چې وخت په وخت امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي په نخښه کوي او په تېرو وختونو کې یې په لسګونو زره خلک وژلي او بې ځایه کړي دي.
دوه پوځیانو او اوسېدونکو وویل وروستۍ حمله د جمعې په ورځ هغه وخت وشوه چې د داعش د غربي افریقې د څانګې غړي په ټوپکو سمبال ټرکونو کې راغلل او د پوځ پر 149 دسته یې برید وکړ.
په هغو پوځیانو کې چې له بریده ژوندي پاته شودي، یوه په ټیلیفون رویټرز خبري ایجنسۍ ته وویل، پوځیان حیران شول ځکه چې وایي وسلوالو "هرې خواته د ګولیو باران پیل کړ."
دغه پوځي د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د دوی 20 پوځیان په جګړه کې ووژل شول او ډېر نور ټپیان شول خو د ټپیانو شمېر یې یاد نه کړ، هغه وایي:
"موږ هڅه وکړه چې بریدونه پر شا وتمبوو، خو له درو ساعتونو زیات وخت د ډزو له تبادلې وروسته هغوی پر موږ زورور شول، زموږ زما کمانډر افسر لیفټیننټ کرنل یې وواژه".
د نایجریا د پوځ ویاند سمدستي په دې اړه له تبصرې کولو څخه ډډه وکړه.
هغه اوسیدونکي چې له ښاره وتلي دي وایي ځینې وسلوال د شنبې- خالي په شپه تر ناوخته پورې په مالم فتوري ښار کې لیدل شوي وو.
د ځایي ملېشو یو غړی ملاکاکا بوکار چې له پوځ سره د مرستې لپاره ګومارل شوي وو وایي، وسلوالو د برید په وخت ودانۍ هم سوځولې دي، چې له کبله یې ځینې اوسېدونکي له ښاره وتښتېدل.
که څه هم بوکو حرام او د غربي افریقې د داعش څانګه د تېرو څو کلونو په په مهال د پوځي بریدونو او داخلي جګړو له امله کمزوري شوي، خو دواړو د دې کال له پیل راهیسې په بورنو ایالت کې بریدونه زیات کړي دي او په لړ کې یې لسګونه بزګران او ماهي نیوونکي وژلي دي.
Forum